وسله والو ډاکټر حیدري د تل لپاره د خلکو له مرستې بې برخې کړ
کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د تېرې چهارشنبې د ورځې حمله کې د ډاکټرانو ترڅنګ یو شمېر ناروغان هم ووژل شول. په دغه پېښه کې د یوه وژل شوي ډاکټر کورنۍله افغان حکومته غواړي هغه امنیتي مسؤلین چې وظیفوي غفلت یې کړی باید مجازات شي. زموږ همکار ابراهیم صافي د ډاکټر بهروز بهنام حیدري په نوم یو ډاکټر چې تېره ورځ همدې حمله کې ووژل شو د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې. ویډیو: ولي سباوون او ایډیټ نصرت پارسا