چهارشنبې دوهمه ورځ وه چې د ياغيانو تر کنټرول لاندې په ختيځ حلب کې هوايي حملې وشوې. په دغو هوايي بمباريو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي. بریتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې په وژل شوېو کې لږ تر لږه پنځه کوچنيان شامل دي. له ملالۍ بشير څخه نور جزئيات اورو:
د کابل ښار مرکز هغه ځای دی چې هره شېبه پهکې د سلګونو موټرونو اوازونه ترغوږو کېږي. د تم ځایونو نشتوالی، د خلکو ګڼه ګوڼه، د حکومتي چارواکو له لوري د واټونو بندول، د موټرچلونکو له لوري د ټرافیکو قوانینو نه رعایتول په کابل کې د ګڼې ګوڼې اصلي لاملونه او دغې چارې خلک پوزې ته راوستي دي.
په کابل کې د پوهنې سره د مرستندویه موسسې نه د دولسم ټولګي شاوخوا ۱۱۱ ښځینه زدهکوونکې فارغې شوې. د پوهنې سره دغه مرستندویه موسسه د هېواد په شپږ ولایتونو کې هغو نجونو ته چې د کډوالي، کورنيو ستونزو او ګڼ نورو ستونزو په تړاو د عمرونو د ډېروالې له امله نهدي توانیدلي ښوونځيو ته ولاړې شي د زدکړو زمینه ب
عبدالرحمن وطنوال له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د لوګر ولايت په ټولو ولسواليو کې د زدهکوونکو د وړتيا زياتولو په موخه د نېږدې پينځه دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت ژمني او د کانکور امادګۍ کورسونه جوړ کړي چې تېره ورځ يې په لوګر کې د خلکو او مدني ټولنو له لوري د همدې کارونو ستاينغونډه جوړه شوې وه. په دغه غون
د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله. د ارګ اعلامیه کې د ولسمشرغني په نقل ویل شوي چې د افغانانو دښمنان د وحشت د خپرولو په هدف داسې حملې ترسره کوي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې څلورتنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د دغه
انجنیران تیاري نیسې چې دیو دیرش زره ټنو دروند وسپنیز سرپوښ دچرنوبل د اټومي بټۍ په ویجاړ شوي ریکتور کیږدي. دغه سرپوښ هم ریکتور او هم هغه یو زوړتابوت بندوي چې په ۱۹۸۶ کال کې له دغې بټې څخه د راډیو اکتیف وړانګو دخوریدو دفاجعې په مهال په بیړه جوړ شوی وو.
نهه کلن مسعود اوس د ښوونځي پر ځای د پوډرو نشې ته مخه کړې ده. هغه وايي په لومړي ځل د ښوونځي ټولګیوالو په زور سګرټ پرې وڅکول. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
په کابل کې د لوی افغانستان د تحریک له لوري په جوړه شوې غونډه کې راټول شویو مدني فعالانو او سیاسي شخصیتونو د ډیورنډ فرضي کرښې د غندنې ترڅنګ تاکید وکړ چې افغان ولس باید په يووالي ستونزې حل کړي. ویډیو ایډیټ: محمد الیاس صالح
د افغانستان ولسمشر په مزارشريف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې حمله وغندله او د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار يې وباله. محمد اشرف غني د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويلي: "دا ناوړه عمل به له ټرورېزم سره په مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي.
د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي چې د هغې موټر بم حملې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي. د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول. د بلخ د امنيت ا
دریچه ! د هغه مجلې نوم دې چې د ماشومانو لهخوا ماشومانو ته چاپ شوې. په دغه مجله کې ۱۱ ماشومې نجونو او هلکان چې عمرونه یې له ۸ څخه نیولې تر ۱۲ کلونو پورې دي کار کوي. د مجلې مسؤل کیومرث جبران ندا ازادي رادیو ته وویل چې په دغه مجله کې یوه برخه د (پل) په نوم ځای پر ځای شوی چې ماشومان کولای شي د لیکلو
عبدالله اغاه موږ خپل کورته د سترګو په لید نه بلکې د دیوال په لمسولو او په خورا مشکلاتو بیایي. عبدالله اغا لس کاله د پولیسو په لیکو کې دنده اجرا کړې، د خلکو د لاس نیونې او سترګو لید و، خو اوس د یو نیم کال راپه دیخوا دی خپله د نورو د اوږو بار شوی. راپور: ابراهیم صافی، وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون
نور راوښيه