قادري: بلخ کې تېره شپه موټر بم حملې څلور کسان ووژل
د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي چې د هغې موټر بم حملې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي. د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول. د بلخ د امنيت امر وايي، د تېرې شپې په حمله کې د لاس درلودلو په شک يې يو تن نيولى دى. د دغه ولايت روغتيايي سرچينې وايي چې په پېښه کې ١٢٠ کسان ټپيان شوي او بېلابېلو روغتونو او روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.