ایران کې د لړم اوومه په غیر رسمي ډول د کوروش په نامه نومول شوې. په وروستیو کلونو کې ایران کې ځینې ډلې د لړم په اوومه ورځ د جمشيد تخت سیمه کې راټولېږي. دا ډلې چې له ځانه سره دا شعارونه هم لېږدوي «اریايي کورورشه زوکړه دې مبارک»، «زموږ د ازادۍ بېلګه کوروش دی» وېډیو: فردا راډیو
په کندهار کې ۱۰۳ میله وسله چې د ملي امنیت ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولې وه د وسلو د ټولولو ملي پروګرام ډایاګ ته وسپارل شوه. محمدصادق رښتینی دا ویډیويي راپور برابر کړی دی.
راپورونه وايي په ننګرهار کې په هغه بمبارۍ کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تېره شپه د طالبانو د يوه قوماندان محمد علم پر کور شوې ده. د والي وياند عطا الله خوږياڼي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د هوايي حملې خبر تاييد کړ، خو د تلفاتو د شمېر په اړه يې بې خبري وښوده. د ننګرهار روغتيا رئيس ويلي چې د پ
داعش په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د خونړي برید مسؤلیت ومانه، د داعش «اعماق» خبري اژانس خبر ورکړ چې دا حمله د دوی وسلهوالو کړې ده. تېره شپه کله چې دا برید وشو، څو ساعته وروسته په سیمه کې امنیتي چارواکو تور پورې کړ چې دا حمله له افغانستانه سمبالېده.
ددې اوونۍ د حقیقت څه دی پروګرام کې د حج او اوقافو له وزیر فیض محمد عثماني سره مرکه لرو چې تر ډېره پر جبري ودونو او د ځینو ملایانو له خوا پر جنستي تیریو راڅرخي.
د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې سعودي چارواکو د افغانستان سولې په پروسه کې د زمینې او سهولت برابرولو په برخه کې همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی. عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د سعودي عربستان د سفر د لاسته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریکول وویل چې له سعودي عربستانه د سولې په برخه کې
د جنوبي کوریا اقتصادي موډل سمینارد یکشنبې په ورځ د دنیا پوهنتون په کوربهتوب او کابل کې د جنوبي کوریا د سفیر په موجودیت کې یو شمېر محصلانو او ځوانانو ته وړاندې شو. د موډل په دغه اقتصادي سمینار کې د جنوبي کوریا په اړه بېلابېلې خبرې وشوې خو تر ډېره خبره د نوموړي هېواد په اړه وه چې کومو لارو وتوانېد
کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۸۰۰ سرتېري د دوو میاشتو پوځي زدهکړو څخه وروسته فارغ شول. د شنبې په ورځ ناوخته په ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار په خپلو خبرو کې د وسلهوالو پر ضد د افغا
کابل د هرات د ښځینه فلمونو جوړونکو د څلورم فسټیوال کوربه و. دا ځل په دغه فسټیوال کې د افغان فلم جوړونکو ترڅنګ د امریکايي، ایراني، ایرلنډي، ایټالیايي اوهندي فلم جوړونکو په ګډون د شلو هېوادونو نېږدې دوه سوه فلمونه نندارې ته واړاندې شوي دي. په دغه فسټیوالونو کې تر ډېره د افغانستان د ښځو ستونزو، پرمخت
د اسلام اباد په یوه رسټورانټ کې چای او ترکاري پخوونکی د مردان ارشدخان په رسنیو کې هغه شهرت وموند چې یوې فوټوګرافرې یې د تصویر پر خپل فېسبوک او ټویټر ولګاوه. هغې ورته لیکلي ول چې کړکدار چای له خیالور ماډل ارشدخان سره. د مشال راډيو همکار احمد الله له ارشدخان سره خبرې کړې
د افغانستان د ازادو سیالیو اتل بازمحمد مبارز نن د خپل قرغزستاني سیال تر ماتې وروسته هېواد ته راستون شو. ښاغلي مبارزته د ګڼ شمېر خلکو او افغان حکومتي چارواکو لهخوا تود هرکلی وشو. وېډیو: خلیل سلطاني
د عراق صدراعظم حيدر العبادي له اسلامي دولت ډلې يا داعش څخه د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل اعلان وکړ. ښاغلي عبادي تېره شپه په ټلوېزيوني وينا کې دغه اعلان وکړ: "د بريا ساعت رارسېدلى او د موصل د ازادۍ لپاره عمليات پيل شوي دي، زه نن د دغو قهرمانانه عملياتو د پيل اعلان کوم چې
نور راوښيه