په امریکا کې د نوومبر پراتمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې کېدونکې دي چې د ډیموکراټانو لهخوا ورته هېلري کلېنټن او د جمهوري خواانو له خوا کاندید ډونالډ ټرمپ دی. د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې "الېکټورول کالج" څومره مهم دی؟ په دغه ویډیو کې یي درپېژنوو.
دملي اردو سرتېرو د هغه لارو دتړلو په موخه عملیات پیل کړي دي چې وسله وال پري د لښکرګاه پر شاخوا روانې جګړې ته تګ راتګ کوي. په هلمند کې د ملي اردو ددرېیمي پلي لوا مسئولین وايي، دغه عملیات به ترهغه دوام وکړي چي دشمالي ولسوالیو څخه مرکزي ولسوالیو او لښکرګاه ښار ته د تلونکو وسله والو مخه نیول شوي وي.
انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د انتخاباتي کمېسیونو د غوراوي د کمېټې د ازموینې لړۍ پیل شوې ده. هغو کسان چې د پنجشنبې په ورځ يې مرکې ورکړې دي وایې چې تر اوسه دغه لړۍ شفافه ده. زموږ همکار سباوون کاکړ چې د دغه یوه ورځني بهیر څخه له نېږدې کتنه کړې دا ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
همدا شېبه يوه بې سارې او لوی توپان د پلخمري ښار او د بغلان ولایت مرکز را چاپېره کړی. دغه توفان چې نن د ورځې په دوو بجو د شمال له طرفه د پلخمري ښار ته ورسېد، په دغه ښار یې د تورتم څادر خپور کړی. خلک وايي، له تورو لوږیو او تندرسره مل داسې توپان يې هېڅکله هم نه لیدلی. د موټرو تګ راتګ او کاروبار په ب
ایران کې د لړم اوومه په غیر رسمي ډول د کوروش په نامه نومول شوې. په وروستیو کلونو کې ایران کې ځینې ډلې د لړم په اوومه ورځ د جمشيد تخت سیمه کې راټولېږي. دا ډلې چې له ځانه سره دا شعارونه هم لېږدوي «اریايي کورورشه زوکړه دې مبارک»، «زموږ د ازادۍ بېلګه کوروش دی» وېډیو: فردا راډیو
په کندهار کې ۱۰۳ میله وسله چې د ملي امنیت ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولې وه د وسلو د ټولولو ملي پروګرام ډایاګ ته وسپارل شوه. محمدصادق رښتینی دا ویډیويي راپور برابر کړی دی.
راپورونه وايي په ننګرهار کې په هغه بمبارۍ کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تېره شپه د طالبانو د يوه قوماندان محمد علم پر کور شوې ده. د والي وياند عطا الله خوږياڼي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د هوايي حملې خبر تاييد کړ، خو د تلفاتو د شمېر په اړه يې بې خبري وښوده. د ننګرهار روغتيا رئيس ويلي چې د پ
داعش په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د خونړي برید مسؤلیت ومانه، د داعش «اعماق» خبري اژانس خبر ورکړ چې دا حمله د دوی وسلهوالو کړې ده. تېره شپه کله چې دا برید وشو، څو ساعته وروسته په سیمه کې امنیتي چارواکو تور پورې کړ چې دا حمله له افغانستانه سمبالېده.
ددې اوونۍ د حقیقت څه دی پروګرام کې د حج او اوقافو له وزیر فیض محمد عثماني سره مرکه لرو چې تر ډېره پر جبري ودونو او د ځینو ملایانو له خوا پر جنستي تیریو راڅرخي.
د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې سعودي چارواکو د افغانستان سولې په پروسه کې د زمینې او سهولت برابرولو په برخه کې همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی. عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د سعودي عربستان د سفر د لاسته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریکول وویل چې له سعودي عربستانه د سولې په برخه کې
د جنوبي کوریا اقتصادي موډل سمینارد یکشنبې په ورځ د دنیا پوهنتون په کوربهتوب او کابل کې د جنوبي کوریا د سفیر په موجودیت کې یو شمېر محصلانو او ځوانانو ته وړاندې شو. د موډل په دغه اقتصادي سمینار کې د جنوبي کوریا په اړه بېلابېلې خبرې وشوې خو تر ډېره خبره د نوموړي هېواد په اړه وه چې کومو لارو وتوانېد
کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۸۰۰ سرتېري د دوو میاشتو پوځي زدهکړو څخه وروسته فارغ شول. د شنبې په ورځ ناوخته په ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار په خپلو خبرو کې د وسلهوالو پر ضد د افغا
نور راوښيه