افغان ولسمشر بلخ کې د جرمني پر قونسلګرۍ حمله وغندله
د افغانستان ولسمشر په مزارشريف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې حمله وغندله او د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار يې وباله. محمد اشرف غني د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويلي: "دا ناوړه عمل به له ټرورېزم سره په مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي." د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند نن وويل، د دوى د قونسلګرۍ څه باندې ٢٠ کارکوونکو ته په حمله کې زيان نه دى رسېدلى او بل ځاى لېږدول شوي دي. تېره شپه د جرمني يا المان پر قونسلګرۍ موټر بم حمله وشوه چې په نتيجه کې يې څلور کسان ووژل شول او تر ١٢٠ ډېر نور ټپيان شول.