داعش په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د خونړي برید مسؤلیت ومانه، د داعش «اعماق» خبري اژانس خبر ورکړ چې دا حمله د دوی وسلهوالو کړې ده. تېره شپه کله چې دا برید وشو، څو ساعته وروسته په سیمه کې امنیتي چارواکو تور پورې کړ چې دا حمله له افغانستانه سمبالېده.
ددې اوونۍ د حقیقت څه دی پروګرام کې د حج او اوقافو له وزیر فیض محمد عثماني سره مرکه لرو چې تر ډېره پر جبري ودونو او د ځینو ملایانو له خوا پر جنستي تیریو راڅرخي.
د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې سعودي چارواکو د افغانستان سولې په پروسه کې د زمینې او سهولت برابرولو په برخه کې همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی. عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د سعودي عربستان د سفر د لاسته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریکول وویل چې له سعودي عربستانه د سولې په برخه کې
د جنوبي کوریا اقتصادي موډل سمینارد یکشنبې په ورځ د دنیا پوهنتون په کوربهتوب او کابل کې د جنوبي کوریا د سفیر په موجودیت کې یو شمېر محصلانو او ځوانانو ته وړاندې شو. د موډل په دغه اقتصادي سمینار کې د جنوبي کوریا په اړه بېلابېلې خبرې وشوې خو تر ډېره خبره د نوموړي هېواد په اړه وه چې کومو لارو وتوانېد
کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۸۰۰ سرتېري د دوو میاشتو پوځي زدهکړو څخه وروسته فارغ شول. د شنبې په ورځ ناوخته په ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار په خپلو خبرو کې د وسلهوالو پر ضد د افغا
کابل د هرات د ښځینه فلمونو جوړونکو د څلورم فسټیوال کوربه و. دا ځل په دغه فسټیوال کې د افغان فلم جوړونکو ترڅنګ د امریکايي، ایراني، ایرلنډي، ایټالیايي اوهندي فلم جوړونکو په ګډون د شلو هېوادونو نېږدې دوه سوه فلمونه نندارې ته واړاندې شوي دي. په دغه فسټیوالونو کې تر ډېره د افغانستان د ښځو ستونزو، پرمخت
د اسلام اباد په یوه رسټورانټ کې چای او ترکاري پخوونکی د مردان ارشدخان په رسنیو کې هغه شهرت وموند چې یوې فوټوګرافرې یې د تصویر پر خپل فېسبوک او ټویټر ولګاوه. هغې ورته لیکلي ول چې کړکدار چای له خیالور ماډل ارشدخان سره. د مشال راډيو همکار احمد الله له ارشدخان سره خبرې کړې
د افغانستان د ازادو سیالیو اتل بازمحمد مبارز نن د خپل قرغزستاني سیال تر ماتې وروسته هېواد ته راستون شو. ښاغلي مبارزته د ګڼ شمېر خلکو او افغان حکومتي چارواکو لهخوا تود هرکلی وشو. وېډیو: خلیل سلطاني
د عراق صدراعظم حيدر العبادي له اسلامي دولت ډلې يا داعش څخه د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل اعلان وکړ. ښاغلي عبادي تېره شپه په ټلوېزيوني وينا کې دغه اعلان وکړ: "د بريا ساعت رارسېدلى او د موصل د ازادۍ لپاره عمليات پيل شوي دي، زه نن د دغو قهرمانانه عملياتو د پيل اعلان کوم چې
یو شمېر پخواني افغان دفاعي او امنیتي چارواکي وایي چې د سیاستوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتون په هېواد کې یوه ستره تشه رامنځ ته کړې ده. دا خبره د ملي امنیت مخکیني رئیس امر االله صالح د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له خوا افغان امنیتي اتلانو ته د مرستې د بنسټ د پ
د کابل زرنګار پارک ترڅنګ د کندز د مدني فعالانود تحصن خیمه د پولیسو لهخوا ټوله شوه. د کندز یو شمېر مدني فعالان وايي، دوی د خپل ولایت لپاره د عدالت غوښتنه کوله خو نه د ذنبق په څلورلارې کې مظاهرې او نه هم په زرنګار پارک کې د تحصن د خیمې درولو ته پریښودل شول. د تحصن د خیمي د درولو یو بل ګډونوال له حک
دا هغه ورځ ده چې د حضرت محمد(ص) لمسي حضرت حسین رض سره له کورنۍ د یزیدی لښکر لهخوا په شهادت ورسېدل. د کابل ښارپه بېلا بېلو برخو کې د اهل تشیع لهخوا بیرغونه او تور ټوکران چې د حضرت محمد (ص) د لمسي حضرت حسین نوم ورباندې لیکل شوی، تر سترګو کیږي. شیعه ګان همدارنګه په دې مناسبت د ښار په بېلابېلو ځایو
نور راوښيه