په کابل کې د لوی افغانستان د تحریک له لوري په جوړه شوې غونډه کې راټول شویو مدني فعالانو او سیاسي شخصیتونو د ډیورنډ فرضي کرښې د غندنې ترڅنګ تاکید وکړ چې افغان ولس باید په يووالي ستونزې حل کړي. ویډیو ایډیټ: محمد الیاس صالح
د افغانستان ولسمشر په مزارشريف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې حمله وغندله او د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار يې وباله. محمد اشرف غني د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويلي: "دا ناوړه عمل به له ټرورېزم سره په مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي.
د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي چې د هغې موټر بم حملې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي. د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول. د بلخ د امنيت ا
دریچه ! د هغه مجلې نوم دې چې د ماشومانو لهخوا ماشومانو ته چاپ شوې. په دغه مجله کې ۱۱ ماشومې نجونو او هلکان چې عمرونه یې له ۸ څخه نیولې تر ۱۲ کلونو پورې دي کار کوي. د مجلې مسؤل کیومرث جبران ندا ازادي رادیو ته وویل چې په دغه مجله کې یوه برخه د (پل) په نوم ځای پر ځای شوی چې ماشومان کولای شي د لیکلو
عبدالله اغاه موږ خپل کورته د سترګو په لید نه بلکې د دیوال په لمسولو او په خورا مشکلاتو بیایي. عبدالله اغا لس کاله د پولیسو په لیکو کې دنده اجرا کړې، د خلکو د لاس نیونې او سترګو لید و، خو اوس د یو نیم کال راپه دیخوا دی خپله د نورو د اوږو بار شوی. راپور: ابراهیم صافی، وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سولې د پیغام رسولو په هدف د ښکلو هنرونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ کړی.
د شربت ګلې شنې سترګې د ژوندانه د ډېرو سرګردانیو، ستونزو او په دې وروستیو کې د زندان د دیوالونو له لیدو وروسته اوس د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لیدو د خوښۍ اوښکې تویوي. شربتګله چې د شاوخوا څلویښتو کلونو په تیره بیا په دې وروستیو کې یې د کډوالۍ سختې ستونزې لیدلي اوس هېواد ته له راګرځېدو
د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د یوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو د څرنګوالي په اړه هڅې روانې دي او له هغو امنیتي مسؤلانو سره به جدي چلند کېږي چې په دې برخه کې یې بېغوري کړې وي. د کابل امنیتي مسؤلان وايي، هڅه کوي دغه پاکستانيالاصله اسټرالیايي مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغوري او عاملینیې
د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې تېرو دوو اوونیو کې کابل ښار کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۹۱ تنه نیولي دي. امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې له دې سره په خوا کې کابل پولیسو د ښار له بېلابېلو سیمو یوه اندازه مهمات او وسلې هم راټولې کړې دي. "د کابل پولیسو په بېلابېلو جرایمو په تور
په امریکا کې د نوومبر پراتمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې کېدونکې دي چې د ډیموکراټانو لهخوا ورته هېلري کلېنټن او د جمهوري خواانو له خوا کاندید ډونالډ ټرمپ دی. د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې "الېکټورول کالج" څومره مهم دی؟ په دغه ویډیو کې یي درپېژنوو.
دملي اردو سرتېرو د هغه لارو دتړلو په موخه عملیات پیل کړي دي چې وسله وال پري د لښکرګاه پر شاخوا روانې جګړې ته تګ راتګ کوي. په هلمند کې د ملي اردو ددرېیمي پلي لوا مسئولین وايي، دغه عملیات به ترهغه دوام وکړي چي دشمالي ولسوالیو څخه مرکزي ولسوالیو او لښکرګاه ښار ته د تلونکو وسله والو مخه نیول شوي وي.
انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د انتخاباتي کمېسیونو د غوراوي د کمېټې د ازموینې لړۍ پیل شوې ده. هغو کسان چې د پنجشنبې په ورځ يې مرکې ورکړې دي وایې چې تر اوسه دغه لړۍ شفافه ده. زموږ همکار سباوون کاکړ چې د دغه یوه ورځني بهیر څخه له نېږدې کتنه کړې دا ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
نور راوښيه