د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ځانګړی راپور

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، ننګرهار کې یو ماشوم د خښتو په بټیو کې په کار بوخت ښکاري.
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، ننګرهار کې یو ماشوم د خښتو په بټیو کې په کار بوخت ښکاري.

د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار د مخنیوي نړیواله ورځ ده. افغانستان په سویلي اسیا کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له یو میلیون زیات ماشومان یې درانه کارونه کوي.

جګړه، خراب اقتصادي وضعیت او بې‌وزلي، هغه لاملونه دي چې ماشومان یې کار کولو ته اړ ایستلي.

که څه هم د ماشومانو له‌خوا د درنو کارونو د مخنیوي لپاره په دولتي او غیر دولتي کچه یو شمېر کارونه شوي، خو ښکاري چې هغه ډول اړینه ده، پایله یې نه ده ورکړې.

۱۲ کلن نورالله د کندهار ښار په کابل دروازه کې د لویو موټرو د جوړونې په یوه کارخونه کې کار کوي، چېرې چې د ده د وزن څو برابره درنې اوسپنې ښکته پورته کېږي، نوموړی وايي، که کار و نه کړي، څه به خوري؟

بدخشان کې یو ماشوم په یوه شاقه کار بوخت ښکاري
بدخشان کې یو ماشوم په یوه شاقه کار بوخت ښکاري

نورالله زیاتوي: "زه چې دا درانه اوسپنې او شیان پورته کوم، ماښام مې بیا بدن خوږېږي، لاسونه مې درد کوي، ملا مې درد کوي، پښې مې درد کوي، ستړی شم. اړ یو، مسکینان یو، ډوډۍ نه لرو."

دا د زرګونو هغه ماشومانو یوه بېلګه ده چې د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې درانه کارونه کوي. له دوی ډېر یې د کورنۍ سرپرستان دي.

۹ کلن شفیع الله د کابل ښار په یوه څنډه کې د ترکاڼۍ په یوه دوکان کې کار کوي. له ده نه یوازې ښوونځی پاتې، بلکې د خپل کوچنیتوب پر ټولو امیدونو یې خاورې اړولي او لویه هیله یې دومره ده چې تر ماښامه خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

نوموړی وايي: "که زه کار و نه کړم، امکان نه لري. د کورنۍ توان مې ډېر کم دی. ما باید په دې عمر کې زده‌کړه کړې وای، نه دا چې درانه او سخت کارونه وکړم."

د افغانستان له ماشومانو د ملاتړ قانون دروند یا شاقه کار هغه بولي چې کول یې د ماشوم په بدني یا ذهني ودې ناوړه اغېز وکړي.

د دې قانون د نهم فصل په ۶۲مه ماده کې د کار د قانون له حکم سره سم، فزیکي درانده، روغتیا ته زیان رسوونکي او تر ځمکې لاندې کارونو ته د تنکیو ځوانانو ګمارنه منع ګرځول شوي او سرغړونکو ته د قانون له مخې، د مجازاتو حکم شوی.

خو له دې ټولو سره-سره، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په ټول وطن کې ۱،۲ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د کار نړیوال سازمان له هغو هېوادونو چې ماشومانو په کې درانه کارونه کوي غوښتي، څو تر ۲۰۲۵ کال پورې پر ماشومانو د درنو کارونو بشپړ مخنیوی وکړي.

په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.
په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

نوموړی وايي: "د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او په ټوله کې بېلابېلې ادارې په دې برخه کې له موږ سره همغږي دي، څو وتوانېږو له مختلفو لارو په ګټې دا شمېر را کم او یا هم پای ته ورسوو."

د اقتصادي چارو کارپوهان جګړه، خراب اقتصادي وضعیت او بې‌وزلي، هغه لاملونه بولي چې ماشومان یې کار کولو ته مجبور کړي.

شنونکي شعیب رحیم ازادي راډیو ته وویل: "دا ټول لاملونه د دې سبب شي چې تعلیم، روغتیا او نور امکانات له لومړیتوبونو ولوېږي، بالاخره موږ شاهد یوو چې د دې پرځای هغه ماشومان چې ښوونځیو یا هم مدرسو ته ولاړ شي، په بازارونو کې درانده کارونه کوي."

افغانستان کې د ماشومانو د کار د مخنیوي لپاره په دولتي او غیر دولتي کچه یو شمېر کارونه شوي، خو د امکاناتو او بودجوي ستونزو له کبله، ډېر محدود دي، ځکه یې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

خو سره له دې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، حکومت، د کار نړیوال سازمان، د کارګرو ټولنه او د سوداګرۍ خونه په دې هڅه کې ده چې د ماشومانو د کار مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډیو ته وویل: "زموږ تر ټولو لویه او مهمه برنامه دا ده چې هغو ماشومانو لپاره چې سرپرستان نه‌لري، روزنتونونو ته ولېږدول شي او هغوی چې سرپرست لري، د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو پروګرام ورته لرو، څو دوی د دې جوګه شي چې خپل ځان او کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي."

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې له لسو ماشومانو نږدې یو یې کار کوي.

دا سازمان خبرداری ورکوي چې په دې سره د ټول نسل روغتیا، ښوونې او روزنې او ښه راتلونکې له ګواښ سره مخامخ ده.

دا خبرداری ملګرو ملتونو په هغه راپور کې ورکړی دی چې د ماشومانو د کار په اړه په هرو څلورو کلونو کې یو ځل خپریږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو موسسې یا یونېسف او د کار نړیوال سازمان په خپل ګډ راپور کې لیکلي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر چې کار کوي یو سل او شپیته میلیونو ته لوړ شو چې دا شمېره په تېرو څلورو کلونو کې اته میلیونه او څلور لکه تنه زیاته شوې ده.

د سندرغاړي خوشحال دوه زامن عمران شېرزاد او عادل شېرزاد چې دده د تشویق ثمره وه.
د سندرغاړي خوشحال دوه زامن عمران شېرزاد او عادل شېرزاد چې دده د تشویق ثمره وه.

له جګړه ځپلي هلمنده، د ټوپک د مرمۍ تریخ نه بلکې د موسیقۍ نرم او خوږ غږ، دا غږ د سندرغاړي فرید خوشحال دی چې ۲۰ کال کېږي د هلمند په څېر یوه کلتوري ټولنه کې سندرې وايي چې اوس يې خپل دوه زامن هم سندرو ویلو ته تشویق کړي دي.

خوشحال وايي، زامن يې چې یو ۱۸ کلن او بل ۱۵ کلن دی او په وینا یې په په سندرو ویلو کې یې زیات مهارت او شهرت موندلي.

دی زیاتوي چې د لومړي ځل لپاره یې مور ته سندره ویلې او په وینا یې همدې سندرې له لارې یې شهرت وموند او خلکو هم تشویق کړ.

خوشحال وايي: " ۲۰ کاله کېږي چې په یوه داسې ولایت کې مې خپل هنر ژوندی ساتلی چې ډېری خلک راته په دروند نظر نه ګوري، زیات خلک مې مخالفت کوي، د ښارونو خلک اوس څه اندازه پوه شوي، زه وايم که یو سړی ملا دی د خپل علم له لارې دې ټولنې ته لارښوونه وکړي، بل کس ښوونکی دی د خپل قلم له لارې دې خلکو ته نصیحت وکړي، بل سړی بیا هنرمند دی چې هغه د خپل غږ له لارې خلکو ته نصیحت کوي، زه د خپل وطن سره د مینې په خاطر سندرې وایم."

د افغانستان په زیات شمېر لېرو پرتو سیمو په ځانګري ډول په سویلي ولایتونو هلمند، ارزګان او کندهار کې د سندرغاړو شمېر ډېر کم دی چې لامل يې هم دغه ولایتونو کې کلتوري محدودیتونه دي او کم شمېر کورنۍ د خپل کورنیو غړیو ته د سندرو ویلو ته اجازه ورکوي.

عمران شېرزاد وویل، خوشحاله دی چې پلار ورسره د سندرو ویلو برخه کې مخالفت نه کوي
عمران شېرزاد وویل، خوشحاله دی چې پلار ورسره د سندرو ویلو برخه کې مخالفت نه کوي

خو فرید خوشحال له ۲۰ کلنې هنري مبارزې وروسته خپل دغه هنر خپلو دوه کوچني زامنو ته پریښی دی. عمران شېرزاد او عادل شېرزاد، هغه چې د سندرو ویلو په برخه کې یې زیات مهارت او شهرت موندلی دی.

عمران شېرزاد ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل، خوشحاله دی چې پلار ورسره د سندرو ویلو برخه کې مخالفت نه کوي: "پلار جان مې هنري برخه کې زیاته مرسته راسره کړې او تشویق کړی یې یم، کومه سندره چې ما ویلې، لومړی مې پلار راته ویل چې ډېره ښه سندره دې ویلې، د هلمند خلک اوس زما زیات قدر کوي، زیاته مینه راسره کوي، خو یو شمېر کسان شته چې هغوی بیا زما د هنر مخالف دي."

شېرزاد زیاتوي، په هلمند کې یې زیات شمېر همزولي سندرو ویلو ته لېواله دي، خو د کورنۍ له لوري اجازه نه ورکول کېږي.

یو شمېر خلک په دې اند دي چې د افغانانو ته د سندرو او موسيقۍ له لارې د سولې او نور ګټور پيغامونو رسول د دې لپاره ګټور دي چې دغه هېواد کې زيات شمېر خلک نالوستي دي او د هنر له لارې پیغام ښه نتیجه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG