یو شمېر خلک په دې اند دي چې د افغانانو ته د سندرو او موسيقۍ له لارې د سولې او نور ګټور پيغامونو رسول د دې لپاره ګټور دي چې دغه هېواد کې زيات شمېر خلک نالوستي دي او د هنر له لارې پیغام ښه نتیجه لري.
د دغه وزارت څېړنې ښيي چې د دې هېواد له ټول نفوس په سلو کې ۸،۶ وګړي تنباکو استعمالوي.
دا وزارت خبرداری ورکوي چې د تنباکو په ځانکړي ډول د سګرېټو استعمال تنفسي، د زړه او سرطان په څېر خطرناکې ناروغۍ پیدا کوي.
د دې وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل حبیب اروال ازادي راډيو ته وویل: "د تتباکو د استعمال له امله لږترلږه ۲۲ ډوله سرطانونه پیدا کېږي او په افغانستان کې په سلو کې ۲۱ مړینه له همدې امله ده، په دې هېواد کې ۸،۶ کسان د تنباکو په استعمال اخته دي چې ۱۴،۲ يې نارینه، ۲،۶ يې مېرمنې او پاتې نور يې ماشومان دي."
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل حبیب اروال
په افغانستان کې تنباکو لرونکي نشهيي توکي په ځانګړي ډول سګرټ، قیلون، پان او ځیني نور ډېر استعمالوونکي لري.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې يې د دخانیاتو د مخنیوي او نهکارونې په هدف د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي او دا چاره اوس هم روانه ده.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي استادان، ښوونکي، پولیس او د ټولنې نور مشران د دې برنامې له لارې هڅه کوي چې په خپلو سیمو کې خلک د تنباکو له کارولو منع کړي او له املهيې د راپیدا کېدونکو ناروغیو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
خو د کابل ښار ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې د یوه کس شخصي دېره کې له چلم راټول ځوانان چې د تنباکو په لوګیو کې د یو بل مخونه هم سم نهویني، ښايي نهپوهېږي چې دا چارهيې ژوند داسې ایرې کوي لکه د چلم پر سر ایښې تازه سکروټه چې په ایرو بدلېږي.
لږترلږه تر پنځو پورې راټول دا ځوانان چې د ټولو عمرونهيې له ۲۵ کلونو کم دي د خپلو کورنیو د مشرانو له وېرې نهغواړي له ازادي راډیو سره خبرې وکړي او یا يې هم انځورونه واخیستل شي.
دوی وايي بېکاره دي ځکهيې د تنباکو استعمال ته مخه کړې ده.
خو ښايي بېکاري یوازنی لامل نهوي چې له املهيې دوی د تنباکو استعمال ته مخه کړې.
په افغانستان کې نشهيي موادو په ځانګړي ډول تنباکو لرونکو توکو ته اسانه او ارزانه لاسرسی، ځوانانو او نویو ځوانانو ته د کورنیو کمه او ان نهپاملرنه او د بېسوادۍ پراخه کچه ښايي نور لاملونه وي چې په دې هېواد کې يې د تنباکو لرونکو نشهيې موادو د استعمالوونکو شمېر زیات کړی دی.