د روسیې دوه توغندي د مرکزي اوکراین پر کریوي ریح ښار لګیدلي چې د دې ښار د والي سیرهي لیساک په وینا یو تن په کې وژل شوی دی.
د روسیې بل هوایي برید د اوکراین پر بندري ښار اودیسې باندې شوی دی چې د یوې باروړونکې بیړۍ څلور تنه عمله په کې وژل شوې ده.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د دوی د هوایي دفاع سیستم د روسیې د بریدونو پر مهال فعاله و او یوشمېر بریدونه یې شنډ کړي دي.
د خپلې خاورې په لویدیځه سیمه کورسک کې يې د اوکرایني ځواکونو په ضد جګړه کې پرمختګ کړی دیروسیې چارواکي
د اوکراین پر خارکیف ښار هم د هوایي بریدونو راپورونه ورکول شوي او د کیف ښار شاوخوا لسو سیمو کې تېره شپه د هوایي بریدونو د خطر زنګونه وهل شوي دي.
دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه وشول چې اوکراین او متحده ایالتونو د سعودي عربستان په کوربه توب په جده کې د لوړې کچې خبرې پای ته ورسولې.
بل لورته د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې تېره شپه شپږ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
دغه وزارت ویلي چې یوه بې پیلوټه الوتکه د کریمیا ټاپوزمې او پنځه نورې د تور سمندرګي پر فضا ویشتل شوې دي.
روسي چارواکو دغه راز ویلي چې د خپلې خاورې په لویدیځه سیمه کورسک کې يې د اوکرایني ځواکونو په ضد جګړه کې پرمختګ کړی دی.
روسیه غواړي چې له دغې سیمې څخه اوکرایني ځواکونه وباسي، دغه ځواکونه تېره اګست میاشت کې کورسک ته ننوتل.
د دواړو هېوادونو تازه بریدونه داسې مهال تبادله شوي چې د سعودي عربستان په کوربه توب خبرو کې امریکا د اوکراین د جګړې لپاره د دیرش ورځني اوربند وړاندیز وکړ.
اوکراین دغه اوربند ته چمتوالی وښود چې سملاسي امریکا بیرته ورسره د پوځي مرستو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو د پيل اعلان وکړ.
که څه هم د روسیې له خوا تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، خو رویټرز اژانس د یوشمېر روسي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي، د روسیې ولسمشر دغه وړاندیز ته لیوالتیا نه لري.
دغو سرچینو ویلي چې روسیه یوشمېر ضمانتونه غواړي او په دې لټه کې ده چې ټولې اندیښنې یې باید رفع شي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه به راتلونکو ورځو کې له پوتین سره خبرې وکړي تر څو د وړاندیز شوي اوربند په اړه د هغه ژمنه ترلاسه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا نن خبریالانو ته ویلي، د اوکراین او هلته د جګړې د درولو په اړه پریکړه خپله د روسانو کار دی.