د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

خواجه آصف: د اسلام آباد له برید وروسته له افغان طالبانو سره خبرې باید په دقت سره وسنجول شي


د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمدآصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمدآصف

د پاکستان دفاع وزیر وايي، سره له دې چې له افغان حکومت سره د بریالیو خبرو اترو یو څه هیله موجوده وه خو په اسلام‌اباد کې د وروستي برید په دوام د دې هېواد حکومت باید په اوسنیو شرایطو کې دا موضوع په دقت او سنجول شوي ډول وڅېړي.

د پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز، د راپور له مخې، خواجه محمد اصف د سه‌شنبې په ورځ (د نومبر ۱۱مه) د اسلام‌اباد د محکمې په انګړ کې له انتحاري برید وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پر دې موضوع په ټینګار سره چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) غړي په کابل کې دي وویل"څنګه ممکنه ده چې په کابل کې سرپرست حکومت د هغوی مسؤولیت و نه مني؟"

خواجه اصف وايي اسلام آباد ته د جګړې راوړل د کابل پیغام دی خو خبرداری یې ورکړی چې پاکستان د بشپړ غبرګون وړتیا لري.

هغه دغه شان په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي په داسې فضا کې "د کابل له واکمنانو" سره د خبرو هیله بې‌ګټې ده. د ده په وینا، د طالبانو حکومت دا توان لري چې په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

خواجه محمد اصف ادعا کړې چې جګړه اسلام‌اباد ته راوړل "د کابل له‌خوا یو پیغام" دی، او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان د بشپړ غبرګون وړتیا لري.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د دفاع وزیر مخکې ویلي و، که ترکیه او قطر منځګړتوب وکړي، طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو امکان شته.

د اسلام‌اباد د عدلي کمپلکس د ودانۍ مخې ته په ځان‌مرګي کې برید چې د سه‌شنبې په ورځ له غرمې مخکې (د عقرب ۲۰مه) ترسره شو، لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۷ نورټپیان شول. د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له مخې، تحریک طالبان پاکستان د دې برید مسؤلیت منلی دی.

په ورته وخت کې، د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې یوې وسله والې ډلې د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۰مه) د موټر بم په وسیله د جنوبي وزیرستان اړوند د واڼه سیمې په یوه ښوونیز بنسټ برید وکړ.

د ډان پاکستانی ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو سمدستي عملیات پیل کړل، چې دوه بریدګر ووژل شول او درې نور ودانۍ ته ننوتل. په خبر کې راغلي چې د تصفیې عملیات پرون سه شنبې تر ماښامه پورې روان وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ پرون له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د خاورې له استفادې پرته، یا له هغې خوا له زمینې برابرولو پرته، د اسلام‌اباد او واڼه بریدونه ناممکن وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې بریدګر "افغانان" دي چې ټوله شپه یې له افغانستان سره اړيکي لرل.

هغه زیاته کړه: "هر ځلي چې ترهګر یا د هغوی همکاران نیول کېږي، افغان وګړي پکې وي. د واڼه وضعیت اوس زمونږ د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی، او داسې ښکاري چې دا بریدونه د افغان طالبانو په امر ترسره شوي وي."

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د وزیرستان برید ته په اشارې رسنیو ته ویلي و"موږ په څرګند ډول ویلي چې افغانستان په دې برید کې مستقیم لاس لري."

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه زیاته کړې چې بریدګر "افغانان" پېژندل شوي، چې "ټوله شپه یې له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې اړیکه درلوده."

پاکستان تل ادعا کړې، هغه بریدونه چې په دې هېواد کې ترسره کېږي، له افغانستانه تنظیمېږي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي دي او ټینګار کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده.

دغه اختلاف د دواړو هېوادونو د سولې د خبرو اصلي ټکی ګڼل کېږي.

په استانبول کې د دریم پړوا خبرې چې د دواړو خواوو تر منځ د نومبر په ۶ مه او ۷مه ترسره شوې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

د طالبانو حکومت تر دې خبرو ورسته اسلام‌اباد تورن کړ چې د پاکستان غوښتنې "غیرواقعي او غیرعملې" دي، او زیاته یې کړه چې "د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ نه غواړي چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل شي."

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلي شول چې اسلام‌اباد د اکتوبر په ۹مه په کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چې طالبانو بیا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر امنیتي پوستو ځوابي بریدونه ترسره کړل. د دغو نښتو په پایله کې، په دواړو خواوو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG