د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې په نشه يي توکو د ۴۲ زره او ۶۸۳ روږدو درملنه شوې ده.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۲۷ په خپله د ایکس پاڼه لیکلي چې په دوی کې ۹۵۷ ښځې هم شاملې دي.
د دغه وزارت په وینا، دا مهال په ټول افغانستان کې نېږدې ۷۰ د درملنې مرکزونه د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې فعال دي چې نږدې درې زره روغتیايي کارکوونکي په کې کار کوي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې درملنه یې شوې، دغه شان ټولنیز کارپوهان او ځوانان ټینګار کوي، که د دغو کسانو لپاره د کار او عادي ژوند ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره نه شي، ښايي ځینې یې بېرته نشو ته مخ کړي.
د پلازمینې کابل یو اوسېدونکی ځوان وايي، نږدې دوه کاله وړاندې یې له درې کلن اعتیاد وروسته درملنه وشوه او له نشوو راوګرځول شو، خو په خبره یې تر اوسه وزګار دی.
هغه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې درملنې یې دوه کاله او شپږ میاشتې وخت ونیوو:
روغتیایي حالت مې ښه شوی، خو اوس بېکاره یم. په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوم، خو باید کار وموندل شي
"احساس مې له پخوا ښه دی، روغتیایي حالت مې ښه شوی، خو اوس بېکاره یم. په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوم، خو باید کار وموندل شي؛ هر انسان باید کار وکړي، باید هڅه وکړي او خپل ژوند جوړ کړي."
د ځوانانو د چارو کارپوه روضي محمد زابلی، د روږدو د درملنې په برخه کې د طالبانو حکومت هڅې مثبت ګام بولي، خو ټینګار کوي چې ورسره باید د مسلکي روزنې او کارموندنې پروګرامونه هم عملي شي، څو په خبره یې دغه کسان تر درملنې وروسته بېرته ټولنې ته ستانه او فعاله ونډه واخلي:
"د دې تر څنګ اړتیا ده چې حکومت د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د نشه يي توکو کاروبار کوي، او همدارنګه د هغو معتادینو لپاره چې تداوي شوي، د مسلکي مهارتونو د زده کړې پروګرامونه برابر شي، څو کله چې ټولنې ته ستنېږي، مسلکي کسان وي او د کار زمینه ورته برابره شي."
مخکې هم د دې برخې کارپوهانو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د اعتیاد پر ضد مبارزه یوازې په درملنه نتیجه نه ورکوي، بلکې یوې هر اړخیزه تګلارې ته اړتیا ده چې پکې د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی، د کار فرصتونه او ټولنیز پوهاوی شامل وي.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دوی په تېرو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې لکه د کوکنارو له منځه وړل، د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي او د روږدو د درملنې په برخه کې بر لاسي وو.
خو د روغتیا نړېوال سازمان (ډبلیو، ایچ، او) تېر کال وویل، چې د کلونو جګړو او بېثباتۍ وروسته په افغانستان کې له هرو درې کورنیو څخه یوه کورنۍ د نشه يي توکو د استفادې له ستونزې سره لاس او ګرېوان ده.
نږدې دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي و چې د کوکنارو د کر د کمېدو له راپورونو سره سره، د نشه يي توکو د روږدو شمېر په افغانستان کې په زیاتېدو دی.
د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې له درې میلیونو څخه د ډېر روږدو څخه یوازې ۳۰ زره تنه یې د درملنې اسانتیاوو ته لاسرسی لري.