افغانستان
په بن کې د افغانستان قونسلګري تر یوې میاشتې ځنډ وروسته نن بیرته کارونه پيلوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ فعالیتونه نن دوشنبه ( د لړم ۱۹مه) له سره پیلیږي.
دغه وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مراجعین کولای شي په انلاین بڼه نوبت واخلي او بیا د خپلو کارونو لپاره مراجعه وکړي.
دوی ویلي، نژدې راتلونکې کې به دغه قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو ویش هم پیل کړي.
په دغې قونسلګرۍ کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ډيپلوماتانو تیره میاشت وروسته تر هغه ډله ییزه استعفا وکړه چې جرمني په بن او برلین کې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته باور لیکونه ورکړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هرات کې ښځې له برقې/چادرۍ پرته روغتونو ته نه پرېښودل کېږي
د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي په هرات کې ښځینه ناروغانې او د هغوی پایوازانې له برقې یا چادرۍ پرته روغتونونو ته نه پرېښودل کېږي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې ویلي دا تازه محدودیتونه د نومبر له ۵مې د هرات د حوزوي روغتون په شمول په صحي مراکزو کې پیل شوي.
د ام اس اف په خبره د طالب چارواکو د دغه تازه محدودیت په سبب د ناروغانو مراجعه ۲۸ فیصده کمه شوې ده.
ازادي راډیو سره خبرو کې ځینو ښځو ویلي چې طالب ځواکونو د دغه تازه بندیز د پلي کولو لپاره تاوتریخجن چلند کړی.
خو طالب چارواکو په زور د برقې اغوستل رد کړي، په داسې حال کې چې ټینګار کوي په ټول افغانستان - نه یوازې هرات کې ښځې باید حجاب مراعات کړي.
یو لوړپوړی ترکي پلاوی پاکستان ته ځي چې د اسلام اباد او کابل د سولې تړون شونی کړي
د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی روانه اونۍ پاکستان ته ځي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سولې یو تړون شونی کړي.
رویټرز اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حواله ویلي چې ترکي پلاوي کې به د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر شامل وي.
اردوغان دغه څرګندونې نن یکشنبه له باکو څخه ترکیې ته د ستنېدو پر مهال وکړې، هغه باکو کې د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف سره هم کتلي و.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو ستانبول د طالبانو د حکومت او پاکستاني پلاوي د سولې د دریم پړاو خبرو کوربه و، خو خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.
ترکیه وایي، ټوله هڅه یې داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژر تر ژره سوله ټینګه کړي.
د موی تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایرانی سیال مات کړ
د موی تای لوبو یوه افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایراني سیال، پوریا ولي ته ماتې ورکړه.
دا لوبه تیره شپه (د لړم ۱۷مه) د تایلینډ په پلازمینه بنکاک کې ترسره شوه.
شاهین د مبارزې له دریو پړاوونو وروسته د لوبڅارونکو له خوا بریالی اعلان شو.
قهرمان شاهین ۱۳ ځله د موی تای په مختلفو سازمانونو کې سیالي کړې، ۱۲ یې ګټلي او یو یې بایللی دی.
موی تای د تایلند یوه رزمي او دودیزه لوبه ده چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې ډیر مینه وال پیدا کړي دي.
عراقچي: ایران چمتو دی د افغانستان او پاکستان د ناندریو هواري کې همکاري وکړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د ستانبول پر خبرو بحث کړی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه ( د لړم ۱۸مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو ټیلفوني خبرو کې ښاغلي عراقچي د افغانستان او پاکستان د ستونزو پر سیاسي حل لارې ټینګار وکړ او دې برخه کې یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې په ټکو، متقي ویلي، د طالبانو د حکومت پلاوی د ستانبول ته " په ښه نیت" تللی و، خو وړاندې راغلي چې پاکستاني لوری هیڅ ډول مسولیت اخیستو ته چمتو نه و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د متقي او عراقچي د خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه وزارت وړاندې تر دې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه اندیښنه لري.
په ستانبول کې د طالبانو او پاکستاني لوري دریم پړاو خبرې چې پنجشنبه او جمعه وشوې، بې نتیجې پای ته ورسېدې او دواړه لوري یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي.
له پاکستانه د کډوالو د اخراج لړۍ، پرون ۱۲ نیم زره افغانستان ته اړول شوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت ځانګړی کمیسیون وایي، پرون شنبه د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له دروازو نژدې ۱۲ نیم زره کډوال افغانستان ته اړول شوي.
دغه کمیسیون نن یکشنبه ( د لړم ۱۸مه) رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی اړوندو کمیټو له دغو اخراج شویو کډوالو سره د ترانسپورت مرسته کړې او یوه اندازه نقدې پیسې یې ورکړي.
د کمیسیون له ورځنیو خبرپاڼو ښکاري چې وروستیو کې هره ورځ زرګونه کسان له پاکستانه اخراجیږي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، توقیف او اخراج پروسه چټکه شوې ده.
دغو سازمانونو د نومبر په ۷ مه په یو ګډ راپور کې ویلي و چې د روان کال د اکتوبر له ۲۶ مې د نومبر تر لومړۍ نېټې په ټولیزه توګه ۳۷۴۴۸ افغانان د تورخم، غلام خان بندر، چمن، او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور پر بنسټ چې په دې موده کې د افغان کډوالو د ستنېدو کچه د تېرې اونۍ په پرتله ۱۰۱ سلنه لوړه شوې ده.
یو.ان.هبیتات: افغانستان د چاپیریال د خرابوالي له خطر سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي چې افغانستان د چاپیریال د خرابوالي له خطر سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې ادارې (UN-Habitat) پر خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د خاورو خځلو او اوبو ضعیف مدیریت او د شنه ځای نشتوالی په افغانستان کې د خلکو روغتیا ګواښي.
د سازمان په وینا، هدفمند ښاري پلان جوړونه او ټولنیز اقدامات کولی شي چاپیریال خوندي کړي او د خلکو ژوند ښه کړي.
په ورته وخت کې، د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، افغانستان د هغو لسو هیوادونو څخه یو دی چې د اقلیم بدلون څخه ډیر اغیزمن شوي دي.
طبیعي پیښې، په ځانګړې توګه سیلابونه او وچکالۍ، په وروستیو کلونو کې د افغانستان خلکو ته ډیری مړینې او لوی مالي زیانونه اړولي دي.
زلزله ځپلیو سره د جاپان مرستې کابل ته رسیدلي دي
د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلیو لپاره د جاپان مرستې کابل ته رسیدلي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت وویل چې دا مرستې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون ته د وروستۍ زلزلې څخه زیانمنو کسانو ته د ویشلو لپاره سپارل شوي دي.
د مرستو اندازه معلومه نه ده ، خو ویل شوي چې کمپلې او توشکې په کې شاملې دي.
د تیرې اونۍ زلزلې د افغانستان په شمال کې د انساني تلفاتو سربیره په څو ولایتونو کې د پام وړ مالي زیانونه واړول.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په بلخ، سمنګان، کندز، سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو کې ددغې زلزلې له امله ۲۶ کسان مړه او ۱۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.
سازمان دا هم راپور ورکړی چې ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې دادارې د رپوټ له مخې، زلزلې، چې د نومبر په ۳مه د سهار په ۱ بجه د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونویې ولړزول د ریختر په مقیاس ۶.۳ درجې وه، او مرکز یې د مزار شریف ښار ته نږدې د ځمکې لاندې ۲۸ کیلومتره ژور وو .
افغانستان په فوټسال کې له مراکش ماته وخوړه
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د مراکش په وړاندې څلور پر صفر ماته ومنله.
دا لوبه د اسلامي پیوستون د ټورنمنټ په ترڅ کې نن د ریاض په کوبه توب وشوه.
په دې ترتیب په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان د ګروپي دور لوبې پای ته ورسېدې او بل پړاو ته د رسېدو لپاره باید تاجکستان خپله راتلونکې لوبه له ایران وګټي.
افغانستان له ایران، مراکش، او تاجکستان سره په یوه ګروپ کې وو چې له ایران سره یې ۲ -۲ مساوي کړې وه، له تاجکستان یې ۹ پر ۵ ګټلې وه او له مراکش یې څلور – صفر ماته وخوړه.
ترکمنستان د افغانستان د شمال زلزله ځپلو ته مرسته واستوله
ترکمنستان وايي، د افغانستان زلزله ځپلو ته یې افغانستان ته مرسته واستوله.
د ترکمنستان د نړیوال معلوماتي مرکز د راپور له مخې، د دغه هیواد د بشري مرستو کاروان پرون (جمعه) له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور روان شو.
په دې کاروان کې، چې له ۴ لاریو جوړ و، درمل، طبي وسایل، کالي او خوراکي توکي شامل دي.
دا بشري مرسته د ترکمنستان د خلکو د شورا یا پارلمان د رییس په لارښوونه د قربانقلي بیرديمحمدوف د خیریه بنسټ لهخوا استول شوې ده.
د افغانستان په شمال کې وروستۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.
تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، په ایبک ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.