افغان کروندګر وايي، د کوکنارو له کښت راګرځول شوي، خو بدیل کښت نه دی ورکړل شوی او ادعا کوي چې نورې اړینې مرستې هم ورسره نه دي شوي.
دوی وايي پرله پسې وچکالیو ځپلي، که لاسنیوی یې ونشي، مجبوره دي چې بیا د کوکنارو کر ته مخه کړي.
له دې ډلې د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ یو کروندګر چې وايي ۴۸ کلن دی او خپلې اته کیسېزې کورنۍ ته د ده په خبره له خپلې یو ټوټې کروندې ډوډۍ ګتې، د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
" دلته اقتصادی مشکل ډیر دی، له کوکنارو څخه پخوا خلکو ګټه اخیسته، اوس یې نو هغه اقتصاد نشته، باید اوس که موسسې دي او که حکومت دی، چې مونږ ته د کوکنارو بدیل داسې کښت راکړي چې زمونږ خلک ورڅخه ګټه واخلي، مانا دا چې اقتصاد یې ورسره ښه شي. "
دی وايي، د وچکالۍ له امله ډیره ځمکه نشي کرلای او لږ چې کري داسې ګټه ورنه نه وچتوي چې د کور خرڅ وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې شا او خوا میاشت مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو، افغانستان سږ کال هم له اوسط نه ټیټې کچې ورښتونو سره مخ دی.
د کندهار ګاونډ هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې دا هم د ورته ستونزې له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي او ده هم د غږ د بدلون غوښتنه وکړه، ازادي راديو سره خبرو کې د ورته غوښتنه مطرح کړه.
دې چې ۴۰ کلن دی وايي، د پنځه کسیزې کورنۍ د مړولو لپاره همدې یوې ګتې، پولې او پټي ته ناست دی:
" مخکې خو دلته کوکنار کرل کېدل، اوس کوکنار بند شول، باید مونږ ته د کوکنارو په بدیل کې یو بل داسې کښت راشي، چې مونږ ته ګټه وکړي. "
د طالبانو حکومت چې په ډیری ولایتونو کې یې د کوکنارو کښت بند کړی او ان د کروندګرو کرل شوې کروندې یې ویجاړې کړي خو د بدخشان ولایت په یو شمیر ولسوالیو او سیمو کې بیا د بزګرانو له مقاومت سره مخ شوي.
د دې ولایت یو مدني فعال د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په اختلافي سیمو او ولسوالیو لکه درایم، کیشم، ارګو، یفتل، او نورو کې تر اوسه کروندګر او حکومت سره سلا شوي نه دي خو خبرې روانې دي.
د دې ولایت د درایم ولسوالۍ یو بزګر چې وايي له ټولو کروندګرو استازیتوب نه کوي او یوازې خپله خبره یې ده، او ده هم ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور او غږ یې بدل شي ازادي راډیو ته وویل، خلک بې وزله دي او باید ورسره مرسته وشي.
ده چې واده نه دی کړی او ۳۰ کلن دی، وايي د سپین ږیری پلار کروندې یې ورپاټې دي او د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره همغه کري:
" مونږ غواړو چې یو بدیل مونږ ته وړاندې کړي، خلک په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي، کمیاوي سرې دې خلکو ته ورکړي، اصلاح شوي تخمونه، زعفران، دا هغه شیان دي چې کیدای شي بدیل شي."
د یادونې ده چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کروندو د ویجاړو په غبرګون اعتراضونه هم وشول او د راپورونو لهمخې، د طالبانو لهخوا اعتراض کوونکو باندې په ډزو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته چې د وژل شویو او تپیانو د شمیر په اړه هغه مهال بیلابیل راپورونه ورکړل شوي وو، خو د طالبانو حکومت نه وو تايید کړي.
د طالبانو د حکومت مشر ملاهبتالله اخندزاده په ۲۰۲۲م کال کې په یوه فرمان کې په افغانستان کې د نشهيي توکو پر کرلو، قاچاق او خرڅلاو بندیز ولګاوه.
چې بیا طالبانو په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د کوکنارو د کښتونو د لهمنځه وړلو عملیات وکړل.
په راپور کې مرکه شویو کروندګرو د غوښتنو په اړه مو د طالبانو حکومت د کرنې وزارت ویاند غلام محمد کاظم وپوښت خو د راپور تر خپرېدو يې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
مخکې بیا په ولایتونو کې د دغه وزارت سیمه ییزو چارواکو کروندګرو سره د اصلاح شویو تخمونو، کيمياوي سرې او بدیل کښت په برخه کې د مرستو ادعاوې کړي دي.
خو یو شمیر طالب چارواکو له دې ډلې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا مخکې ویلي وو، د ملګرو ملتونو د استازو او بهرنیو ډیپلوماتانو په غونډه کې ژمنه شوې وه چې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې به بزګرانو سره همکاري کوي خو په خبره یې دا ژمنه نه ده عملي شوې.
د کرنیزو چارو یو شمیر کارپوهان له دې ډلې هدایت الله سادات وايي، د کروندګرو د ستونزو د هواري او دا چې بیا دوی اړ نشي چې په خپلو کروندو کې کوکنار وکري باید اړین او بنسټیز کارونه ترسره شی.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
" یو دا چې په عموم کې د اوبو کنترول او تنظیم دا وشي، د اوبو خور سیستم جوړ شي، قطره يي سیستم او نور موثر سیستمونه یې، او په غرونو کې بندونه جوړ شي ورته، او بل دا چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټنګ سیستم جوړ شي، مثلا سړې خونې، پروسس او بسته بندي دې برخه کې کار وشي، د جوسو، روبو، مربا داسې فابریکې جوړې شي او عصري کرنه مروجه شي، په دې مانا چې لږه ځمکه کې ډیری ونی کېښودل شي او ښه حاصلات ترینه ترلاسه شي. "
ملګرو ملتونو ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو په کرلو تر بندیز ورسته د هیروینو قاچاق نیمايي ته راټيت شوی خو لا هم شا او خوا ۱۳۲۰۰ ټڼه تریاک پاتې دي.
ملګرو ملتونوو په ۲۰۴۲ کال کې په افغانستان کې په هغه ځمکه چې کوکنار کرل شوي وو ۱۲ زره او ۸۰۰ هکټاره ښودلې وه داسې مهال چې په ټکو یې په ۲۰۲۲ کال کې په دو لکه او ۳۳ زره هکټاره ځمکه کې کرل شوي وو.
دغه سازمان په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د یو کیلو تریاکو بیه هم ۷۴۰ امریکايي دالره ښودلې وه.
ملګرو ملتونو دا خبره هم کړې وه چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت د بندیز له امله د کروندګرو عواید ۹۲ سلنه راټیټ شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د دفتر مشر پولییک سيري مخکې ویلي وو چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کولو او د بدیلو مرستو نشتوالي د افغانستان بزګران نور هم بېوزله کړي دي.
نن د جون ۲۶ د نشه يی توکو د کارونې او ناقانونه قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.
ملګري ملتونه وايی، دا ورځ هر کال ځکه نمانځل کېږي چې د مخدرو موادو د ناوړه استفادې پر ضد مبارزه او نړیواله همکاري پیاوړې شي.
د یو شمیر نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د اټکل له مخې، که څه هم په ټوله نړۍ کې ۶۴ میلیونه کسان د مخدره توکو کارولو له امله راټوکېدولو اختلالاتو سره مخ دي، خو په هرو ۱۱ کسانو کې یوازې د یوه تن درملنه کېږي.
د دې راپورونو پر بنسټ ښځې د نارینه وو پرتله درملنې ته لږ لاس رسی لري، یعنې په هرو ۱۸ مېرمنو کې یوازې د یوې مېرمنې او په هرو اوو نارینهو کې د یوه درملنه کېږي.