خبرونه
ایران: له افغانستانه د تریاکو قاچاق نه دی دریدلی
د ایران د نشه ای موادو د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني وایي چې لاهم له افغانستانه ایران ته تریاک قاچاقیږي.
د ایران ایسنا خبرې اژانس پرون( د جون ۹ مه) د محمد نریماني په وینا خبر ورکړ چې وایي، په افغانستان کې د نشه اي توکو تولید کم شوی دی خو داسې ښکاري چې د تریاکو له پخوانیو زیرمو ایران ته قاچاق روان دی. ښاغلي نریمانی زیاته کړه چې په افغانستان کې د متامفتامین تولید هم په زیاتیدو دی.
نریماني دا مخدر مواد د شانګهای سازمان د ټولو غړیو هیوادونو او سیمې لپاره ننګونه وبلله.
طالبانو د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
ملګرو ملتو سږکال د مارچ په میاشت کې اټکل کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر تر بندیز مخکې دومره تریاک زیرمه شوې دي چې تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې د قاچاقبرانو لپاره کافي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خواجه اصف: که ترکیه او قطر ترې وغواړي دوی چمتو دي چې له طالبانو سره بیا خبرې وکړي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکیه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، نو له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو امکان شته. هغه پاکستاني جیو نیوز ته ویلي ترکیه او قطر دواړه د پاکستان نږدې ملګري دي، او اسلام آباد له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره د دوی غوښتنه "نه شي ردولی".
د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د پلاوو ترمنځ تیره اونۍ په استانبول کې د خبرو دریم پړاو بې نتیجې پای ته ورسید.
د پاکستان دفاع وزیریو ورا بیا تور پورې کړچې د طالبانو پلاوي په دې خبرو کې په شفاهي ډول پرځینو مسایلو موافقه وکړه خو په لیکلي بڼه تضمین ورکولو ته چمتو نه و. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت "متحد نه دی"، او د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دواړه خواوې موافقې ته له رسیدو را ګرځوي. د طالبانو حکومت بیا پراسلام آباد ورته تور پورې کړې او ویلي یې دي چې غوښتنې یې "غیرمنطقي او له حقایقو سره اړخ نه لګوي" او له بلې خوا "د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د دواړه لورو ترمنځ لانجه د خبرو اترو له لارې هواره شي."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تیرماښام پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم په کابل کې د میشتو سفارتونو له مسولینو سره په غونډه کې ټینګاروکړچې که پاکستان په ښه نیت او د حقایقو پربنسټ خبرو اترو ته مخکه کړي، نو دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې ستونزې حل کړي. د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا وروسته له هغې لا زیاته شوه چې پاکستان د اوکتوبر میاشتې په یولسمه پرکابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرپاکستاني امنیتي پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل چې دواړه لورو ته پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
جرمني د منل شویو افغانانو یوه بله ډله له پاکستانه ولیږدوله
د افغانانو یوه ډله چې په جرمني کې د میشتیدو لپاره منل شوي، نن سې شنبې له پاکستان څخه د جرمني پرلور روانه شوه.
د جرمني ډي پې اې خبري آژآنس د راپورله مخې دا له کله چې په جرمني کې نوي حکومت کارپیل کړی، د افغانانو پنځمه ډله ده چې جرمني ته لیږدول کیږي. د دې آژانس د خبریال په وینا د افغانانو دغه یولسز کسیزه ډله له اسلام آباده په یوه مسافروړونکې الوتکه کې لومړی استانبول او بیا د جرمني هانوور ښار ته لیږدول کیږي. تردې مخکې جرمني له خطرسره مخ د افغانانو څلورنورې ډلې په ورته الوتنو کې هغه هیواد ته لیږدولي خو د جرمني د حکومت په وینا شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې جرمني ورته پناه ورکړې یا ورسره د منل کیدو ژمنې شوې، تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.
د روانې میاشتې په پیل کې، د جرمني حکومت ځینو افغانانو ته لیکونه واستول چې که دوی جرمني ته د کډوالۍ له پلان لاس اخلي، نو مالي ملاتړ به یې وکړي ـ هغه اقدام چې ډیری دغو افغانانو پرې سخت انتقاد وکړ.
یو افغان چې لیک یې ترلاسه کړی دې آژانس ته وویل: "موږ دوه کاله په پاکستان کې تیر کړي، او اوس موږ ته د شرم او احمقانه معاملې وړاندیز کیږي چې دا زموږ او زموږ د ماشومانو راتلونکې له خطرسره مخ کوي."
عراقیان نن پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي
په عراق کې نن پارلماني ټاکنې کېږي.
دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې د صدام حسین رژیم وپرځېد شپږم وار پارلماني ټاکنې دي.
خلک له څه باندې اوه زرو اوه سوه کاندیدانو څخه د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو لپاره وکیلان ټاکي.
څه باندې ۲۱ میلیونه کسان د رای ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي.
اندېښنې شته چې ښايي ان د ۲۰۲۱ کال تر ټاکنو هم دا وار کم خلک رایه ورکړي.
د راپورونو په بنسټ دا ټاکنې چې ښايي د لویو ګوندونو په ګټه وي اصلي سیالي پکې د پخواني صدراعظم نوري المالکي او اوسني صدراعظم محمد شیاع السوداني تر منځ ده.
د هند پلازمینه کې یوې چاودنې لس کسان وژلي او ۳۰ تنه نور یې ژوبل کړي
په نوي ډیلي کې د یوه موټر په چاودنه کې د لسو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.
څه باندې دېرش نور کسان هم مرګوني ژوبل دي.
پېښه دوشنبه ماښام د سرې کلا یا ریډ فورټ ته نږدې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې شوې.
د راپورونو له مخې یو وړونکی هیونډای موټر چاودېدلی او شاوخوا موټرو او خلکو ته یې زیان اړولی دی.
هندي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
هرات کې ښځې له برقې/چادرۍ پرته روغتونو ته نه پرېښودل کېږي
د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي په هرات کې ښځینه ناروغانې او د هغوی پایوازانې له برقې یا چادرۍ پرته روغتونونو ته نه پرېښودل کېږي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې ویلي دا تازه محدودیتونه د نومبر له ۵مې د هرات د حوزوي روغتون په شمول په صحي مراکزو کې پیل شوي.
د ام اس اف په خبره د طالب چارواکو د دغه تازه محدودیت په سبب د ناروغانو مراجعه ۲۸ فیصده کمه شوې ده.
ازادي راډیو سره خبرو کې ځینو ښځو ویلي چې طالب ځواکونو د دغه تازه بندیز د پلي کولو لپاره تاوتریخجن چلند کړی.
خو طالب چارواکو په زور د برقې اغوستل رد کړي، په داسې حال کې چې ټینګار کوي په ټول افغانستان - نه یوازې هرات کې ښځې باید حجاب مراعات کړي.
د امریکا د حکومت د یوې برخې مرخصي پای ته نژدې شوې، سناتوران یوې هوکړې ته رسیدلي
امریکایي رسنۍ وایي چې د دغه هېواد سناتوران یوه داسې دوه ګوندي هوکړې ته رسیدلي چې له مخې یې د حکومت مرخصۍ پای ته رسیږي او فدرال بودجه له سره پیلیږي.
دغه هوکړه تیره شپه داسې مهال ترلاسه شوه چې د امریکا د حکومت د یوې برخې مرخصي یا شټ ډون څلویښت ورځو ته ورسېد چې بې ساري اوږده مرخصي ده.
دې موده کې د حکومت د یوې برخې فعالیتونه درول شوي او سلګونه زره فدرال کارکوونکي بې معاشه شوي وو.
ټاکل شوې دغه هوکړه څو شیبو کې رایه اچونې ته وړاندې شي.
دغه هوکړه وروسته د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې د استازو جرګې ته وړاندې کیږي او هلته به له تصویب وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک ته چمتو شي.
په بن کې د افغانستان قونسلګري تر یوې میاشتې ځنډ وروسته نن بیرته کارونه پيلوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ فعالیتونه نن دوشنبه ( د لړم ۱۹مه) له سره پیلیږي.
دغه وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مراجعین کولای شي په انلاین بڼه نوبت واخلي او بیا د خپلو کارونو لپاره مراجعه وکړي.
دوی ویلي، نژدې راتلونکې کې به دغه قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو ویش هم پیل کړي.
په دغې قونسلګرۍ کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ډيپلوماتانو تیره میاشت وروسته تر هغه ډله ییزه استعفا وکړه چې جرمني په بن او برلین کې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته باور لیکونه ورکړل.
یو لوړپوړی ترکي پلاوی پاکستان ته ځي چې د اسلام اباد او کابل د سولې تړون شونی کړي
د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی روانه اونۍ پاکستان ته ځي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سولې یو تړون شونی کړي.
رویټرز اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حواله ویلي چې ترکي پلاوي کې به د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر شامل وي.
اردوغان دغه څرګندونې نن یکشنبه له باکو څخه ترکیې ته د ستنېدو پر مهال وکړې، هغه باکو کې د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف سره هم کتلي و.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو ستانبول د طالبانو د حکومت او پاکستاني پلاوي د سولې د دریم پړاو خبرو کوربه و، خو خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.
ترکیه وایي، ټوله هڅه یې داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژر تر ژره سوله ټینګه کړي.
د موی تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایرانی سیال مات کړ
د موی تای لوبو یوه افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایراني سیال، پوریا ولي ته ماتې ورکړه.
دا لوبه تیره شپه (د لړم ۱۷مه) د تایلینډ په پلازمینه بنکاک کې ترسره شوه.
شاهین د مبارزې له دریو پړاوونو وروسته د لوبڅارونکو له خوا بریالی اعلان شو.
قهرمان شاهین ۱۳ ځله د موی تای په مختلفو سازمانونو کې سیالي کړې، ۱۲ یې ګټلي او یو یې بایللی دی.
موی تای د تایلند یوه رزمي او دودیزه لوبه ده چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې ډیر مینه وال پیدا کړي دي.
عراقچي: ایران چمتو دی د افغانستان او پاکستان د ناندریو هواري کې همکاري وکړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د ستانبول پر خبرو بحث کړی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه ( د لړم ۱۸مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو ټیلفوني خبرو کې ښاغلي عراقچي د افغانستان او پاکستان د ستونزو پر سیاسي حل لارې ټینګار وکړ او دې برخه کې یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې په ټکو، متقي ویلي، د طالبانو د حکومت پلاوی د ستانبول ته " په ښه نیت" تللی و، خو وړاندې راغلي چې پاکستاني لوری هیڅ ډول مسولیت اخیستو ته چمتو نه و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د متقي او عراقچي د خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه وزارت وړاندې تر دې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه اندیښنه لري.
په ستانبول کې د طالبانو او پاکستاني لوري دریم پړاو خبرې چې پنجشنبه او جمعه وشوې، بې نتیجې پای ته ورسېدې او دواړه لوري یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي.