یو شمېر هغه کورنۍ چې په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوي وايي لا هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي. دوی وايي په جبري او یا هم د کوربه هیوادونو د فشار له امله اړ شوې چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. افغانستان ته په وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر تېز شوې او دې پروسې ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
باز محمد چې د څلورو اولادونو پلار دی نږدې دوه میاشتې کیږي چې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه چې د فاریاب په مرکز میمنه کې ژوند کوي وايي تر اوسه یې هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او شپې، ورځې په سختو اقتصادي ستونزو کې تېروي.
"وضعیت مې ښه نه دی، هیڅ ډول مرسته راسره نه ده شوې، خپله، ماشومان مې او میرمن مې ناروغان دي، نه وړه لرو، نه اوبه لرو، نه ځای لرو، هر څه ته اړتیا لرو خو هیڅ هم نه لرو."
دا یوازې باز محمد یوازینی کس نه دی چې له ستونزو سره مخ دی بلکې له ایرانه یو شمېر نورو ستنو شویو کډوالو هم له دې وړاندې له ازادي راډيو سره د اقتصادي ستونزو، د سرپنا د نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي په اړه شکایتونه کړي وو.
تېر ۲۰۲۴ او د روان ۲۰۲۵ کال لومړۍ اووه میاشتې افغانستانه ورته د کډوالو د ستنېدنې د یوې سختې څپې شاهد وو.
روان ۲۰۲۵ کال له ایرانه د افغان کډوالو پراخه ایستنه پیل شوې.
که څه هم په دې هیواد کې د میشتو هغه افغان کډوالو د سرشمېرنې د پاڼو موده د جولای په ۶ مه پاې ته رسیده خو د جون په ۱۳ مه د ایران او اسرایلو ترمنځ له نښتې وروسته له دې هیواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ تېزه شوه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍیو این ایچ سي ار په وینا د روان کال له پیل راهیسي د جولای تر ۳۱ مې له ۱ عشاریه ۷ میلیونه ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
۳۱۵ زره نور د دې کال په لومړیو اوه میاشتو کې له پاکستانه افغانستانه ته ستانه شوي دي.
پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو د جبري اخراج پروسه وروسته له هغې تېزه کړه چې په دې هیواد کې د میشتو نږدې اته لکه ای سي سي یا افغان تابیعت کارت لرونکو د کارتونو موده د اپریل په لومړۍ نیټه پای ته ورسېده.
دغه راز د پي اور ار په نوم د کډوالۍ د ځانګړو کارت لرونکو موده هم د جون په ۳۰ مه پآی ته رسېدلی او که دغه موده ونه غځول شي له دې هیواده د ۱ عشاریه څلور میلیونه افغان کډوالو اخراج ته زمینه برابریږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
له پاکستان نه راستون شوی خان ولي چې دا هم نږدې دوه میاشتې مخکې له پاکستانه ستون شوی ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل:
" اول په کابل کې وو، هلته مو د کور د کرایې د ورکولو توان نه لرلو، خپل کور نه لرو، اوس باګرام ته راغلي یو، دلته درې فامیلونو یو کور په ۹ زره باندې نیولی دی، په هر فامیل درې زره افغانۍ راځي، کار او روزګار نشته، موږ سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، نه د خوراکي موادو په برخه کې او نه هم په بله برخه کې، دلته خلک له هر اړخه اړمن دي، خو هیڅ نشته."
له افغانستان سره د مرستندویه ادارو د مرستو کموالي، د بې وزلۍ او بې کارۍ زیاتېدو او دغه شان د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بې ثباته اقتصادي وضعیت د خان ولي په شان ډېری راستندونکې کورنۍ په افغانستان کې له ناهیلي حالت او بې برخلیکه راتلونکې سره مخ کړي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په ایستلو سره مخ په زیاتیدو دی.
د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اوه میاشتو کې، نه یوازې ایران او پاکستان، بلکې یو شمیر نورو هیوادونو لکه تاجکستان، ترکیې او جرمني هم له دغو هیوادونو څخه یو شمیر افغان کډوال ایستلي دي.
په ورته وخت کې د کډوالو د راستنېدو له پروسې سره سم له افغانستانه د کډوالو کډوالۍ نوې څپه هم روانه ده او د کډوالۍ د نړیوال سازمان اي او ایم د شمېرو پر بنسټ یوازې سږ کال ۱ عشاریه ۴ میلیونو څخه زیات افغانان له خپل هیواده وتلي دي.
په ۲۰۲۴ کال کې هم له افغانستانه د وتونکو او راتلونکو کډوالو پروسې په ورته ډول دوام درلود.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د معلوماتو له مخې په دې کال کې شاوخوا ۱ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوالو له ایرانه راستانه شول خو ۱ عشاریه ۳ میلیونه نور ایران ته کډوال شوي دي.
یو این ایچ سي ار ویلي په تېر کال کې دغه شان له پاکستانه نږدې ۳۰۴ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه شان په دې کال کې له افغانستانه پاکستان ته نږدې یو میلیون ۸۵ زره کسان له رسمي لارو تللي چې ډېری یې کوچني سوداګر، ناروغان او نور افغانان وو چې په ویزه او پاسپورت یې سفر کړی دی.
د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۴ زره څخه ډېر افغان کډوال له ترکیې هم ایستل شوي دي.
یو این ایچ سي ار په یو راپور کې دا هم ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له غیر قانوني لارو څخه په استفادې اروپا ته د افغان کډوالو د ورتګ په شمېر کې هم زیاتوالې راغلی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته چې افغانستان بیاځلي د طالبانو لاس ته ولوید ډېری افغانان د بیلابیلو دلایلو په ځانګړي ډول، بې وزلۍ، بې کارۍ، سیاسي فشارونو، ټولنیزو محدودیتونو او له زده کړو د ښځو او نجونو د محرومیت له امله له خپل هیواده وتلو ته اړ شوي دي.
یوې افغانې میرمنې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي او د خپلو لوڼو زده کړو د دوام لپاره پاکستان ته کډواله شوې وه خو د اقتصادي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته ستنه شوې ازادي راډيو ته یې وویل:
"زموږ ستونزه دا وه چې اولادونه مې له زده کړو پاتې وو، له همدې امله په ۱۴۰۳ کال کې پاکستان ته لاړ، هلته مو شپږ میاشتې تېرې کړې، وروسته چې د ویزو تمدید یو میاشتنی شو، موږ یې د کمزوري اقتصاد له امله توان نه درلود، ما خپله دولتي دنده درلوده، له هغې هم منفک شوم، اولادونه مې هم له زده کړو پاتې شول، دلته د ښځو لپاره د کار او زده کړو اجازه نشته. "
د راپورونو له مخې ډېر شمېر افغانان چې د یوې روښانه راتلونکې په هدف له خپل هیواده وتلي وو اوس مهال په کوربه هیوادونو کې له بې سرنوشتۍ، اقتصادي ستونزو او دغه شان د جبري اخراج له خطر سره مخ دي.