سټیفني لوس په یو ویډیو وینا کې چې پرون د اګسټ په اتمه په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر په اېکس پاڼه خپره شوې ویلي چې په دې کې باید د پوره او ارازانه کورونو چمتو کول، د پاکو اوبو او حفظ الصحې په څېر بنسټیز خدمتونو ته لاس رسی او د ژوند دوامداره فرصتونه شامل وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پرواګرام یو این هبتات مشرې د کوربه ټولنې د دوامداره پانګونې په اړتیا ټینګار وکړو او له نړیوالې ټولنې یې د تمویل د داسې وسیلې د چمتو کوولو غوښتنه وکړه چې له مخې یې افغانان وکولای شي په عزت سره ژوند وکړي.
نوموړې په په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو ملاتړ ته د لومړیتوب اشاره وکړه او وې ویل"د لوی شمېر کډوالو بیا ځای پر ځای کول د افرادو لپاره یو انساني او بشري بحران دی، خو دا د سیستماتیک، جوړښتي او په سیمه ایزه کچه ولاړو چلندونو ته اړتیا لري. افغانستان مه هیروئ، آن کهپه جګړه کې هم نه وي. د افغانستان خلک مه هیروئ، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، او مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې لږترلږه د خلکو لپاره کافي تمویل شتون لري چې په عزت سره ژوند وکړي."
هغې ویلي افغانستان ته ستنېدونکو ۶۰ سلنه کسانو عمرونه له ۱۸ کلونو کم دي او که چېرې د دوی اړتیاوې پوره نه شي نو د بیا ځای پر ځای کېدو پروسه نه شي بریالۍ کېدای.
نوموړي وېلي که د راستنېدونکو ستونزو ته پام ونه شي نو دغه کسان له یو پیچلي پیل سره مخ کیږي او دا کار کولای شي د افغانستان بشري بحران لاپسې سخت کړي.
په ورته وخت کې له ایران او پاکستانه یو شمېر راستانه شوي کسان وايي د څو میاشتو په تېرېدو لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي.
حمیدالله، چې شاوخوا یو نیم کال دمخه له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوي ازادي راډيو ته یې وویل"زه تراوسه بې روزګاره یم، له ډېرو ستونزو سره مخ یو، هر څه مو چې درلودل هغه مو وخوړل، اوس موږ په پور ژوند کوو، زه له هغه ورځې راهیسې بې کاره یم چې له پاکستان څخه راستون شوم. له همدې امله، ما خپل ماشومان ښوونځي ته نه دي لیږلي. که زه د یوې ورځې لپاره کار ومومم، زه به د لسو نورو ورځو لپاره بې کاره شم."
د فاریاب ولایت یو اوسېدونکې چې په وروستیو کې له ایرانه راستون شوی او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي هم ورته شکایت لري."موږ لا هم د استوګنې کور نه لرو، خوړو او کور ته ډېره اړتیا لرو، کارونه نشته، که څه هم ډېر پسې ګرځم، د ژوند کولو لپاره هیڅ سرپنا نه لرو، چې ماشومان مې په کې ژوند وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنونې لړۍ چټکه شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نږدې درې اونۍ وړاندې ویلي وو چې د کډوالو په پراخه کچه ستنېدل د افغانستان د کار په بازار فشار راوستی او د خلکو اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، سږ کال له ۲.۱ ملیونو ډیر افغانان، له دې شمیر ۳۵۲ زره له پاکستان، افغانستان ته ستانه شوي یا بېرته ستنولو ته اړ ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال ادارې آي آو آیم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسي له ایران او پاکستانه له ۴ میلیونو ډېر افغانان راستانه شوي دي.
دې سازمان د اګسټ په ۷ مه په یو بیان کې ویلي چې د راستنېدو پروسه باید خوندي، دواطلبانه او با عزته وي.
آي آو آیم ټینګار کړی چې که بیړنۍ مرستې له دې خلکو سره ونه شي، ممکن شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا په میلیونونو کسان له جدي ګواښ سره مخامخولی شي.