وروسته له هغه چې د تاجکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هېواده د ایستلو بهیر یې پیل کړی، هلته مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي چې دوی د نیول کېدو له وېرې حتی د لومړنیو توکو د اخیستلو لپاره هم له خپلو کورنو نه شي وتلی.
ځینو یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې که افغانستان ته په ستنېدو به له جدي ننګونو سره مخ شي.
له دې ډلې یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته د غږ د بدلولو په شرط وویل:
"موږ او نور کډوال ډېر وېرېږو چې پولیس به مو ونه نه نیسي او ومو نه شړي، له خپلو کورونو هیڅ نه وځو، خدای دې نه کوي چې زموږ د کورنۍ کوم غړی ناروغه شي او موږ مجبور شو چې باید له کوره ووځو او روغتون ته یې یوسو، په ډېرې سختۍ خپلې ورځې او شپې تیروو، لکه په زندان کې چې یو."
په تاجکستان کې یوې بلې افغانې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ویې ویل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا پر ښځو د محدودیتونو له امله خپل هیواد ته د ستنېدو په اړه اندیښمنه ده.
"که افغانستان ته ولاړه شم،له خطر سره مخ کېږم، زما ماشومان کوچني دي، دلته ښه ده، کولای شم بهر ولاړه شم کار وکړم ترڅو هغوی یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، خو په افغانستان کې یې نشم کولای."
دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی چې د جولای له ۱۷مې څخه د اګست تر ۳مې پورې شاوخوا یو زر او ۳۸۸ کسان د شیرخان بندر له لارې له تاجکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۴مه) په خپور کړي راپور کې زیاته کړې چې د دې خلکو ۸۹ سلنه په زوره ایستل شوي دي.
د دې راپور له مخې، په دې ستنېدونکو کې، ۴۹ سلنه نارینه، ۳۸ سلنه ښځې او ۱۳ سلنه یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.
دغه راز په همدې موده کې، شاوخوا ۴۷۴ کسان تاجکستان ته تللي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې له دې ډلې ۵۷ سلنه د کار یا دندې له لاسه ورکولو له امله تاجکستان ته ننوتي، ۳۹ سلنه نورو هیوادونو ته د سفر لپاره، او ۱۶ سلنه یې د خپلې کورنۍ لیدو ته ورغلي دي.
له تاجکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وروسته له هغه چټک شو چې د یو شمېر کډوالو په وینا، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په شفاهي ډول دوی ته د تاجکستان پریښودو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړی وه، هغه موده چې د جولای په ۲۱مه پای ته رسېدلې ده.
له دې مخکې یو شمېر کډوالو چې له دغه هیواده ایستل شوي وو او افغانستان ته ستانه کړل شوي، ازادي راډیو ته یې ړیلي وه چې دوی د استوګنې د قانوني اسنادو لرلرو سربېره نیول او دغه هېواده ایستل شوي دي.
په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت چې لا هم د تېر جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر لخوا مدیریت کېږي، د رسنیو یوې مسوولې یې ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د دې کډوالو د ایستلو د پروسې د درولو او د دوی د استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې د تاجکستان د حکومت له خوا رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۳ زره افغان کډوال په دغه هېواد کې ثبت شوي، چې ډېری یې دریمو هېوادونو ته د لیږد په تمه دېره دي.
وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول،ډېر شمېر افغانان د بې وزلۍ، بې کارۍ، امنیتي ګواښونو او پر ښځو د تعلیمي محدودیتونو له امله له دغه هېواده وتلو ته اړ شول او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه یوړه، چې اوس په دې هېوادونو کې د نورو ستونزو سربیره، د ایستلو له خطر سره هم مخ دي.
په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه هم د افغان کډوالو د جبري ستنولو پروسه چټکه شوې او هره ورځ له دې هېوادونو زرګونه خلک افغانستان ته ستنېږي.