ورسته له هغې چې پاکستان په دې هیواد کې د میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه "پي او ار" کارت لرونکو افغان کډوالو د کارتونو موده ونه غځوله او اعلان یې وکړو چې دغه کډوال باید له دې هیواده ووځي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له پاکستانه غوښتي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه له سره وارزوي، په ځانګړي ډول د هغه کسانو په اړه چې بیرته ستنیدل یې ژوند ته جدي ګواښونه پېښولای شي.
د دې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د اګسټ په ۲ مه په خپل اېکس پاڼه ( پخواني ټویټر) په یو بیان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار هم غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بېړنیو اړتیاوو او د خوندیتوب اندېښنو په اړه شفاف او عاجل اقدامات وکړي.
په بیان کې راغلي چې ګڼ شمېر کډوالو د یو این ایچ سي ار له خوا په دې برخه کې د بې غورۍ، امتیاز ورکولو او ناسم چلند په اړه جدي شکایتونه کړي چې باید په جدي ډول وڅېړل شي او پر بنسټیزو اصولو ځواب ورکړل شي.
یو این ایچ سي ار په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې یې استازې فیلیپا کاندلیر د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه مایوسوونکې بللې ده.
نوموړې یکشنبه د اګست په دریمه په خپله ایکس، د پاکستان له حکومته غوښتي چې د "پي او ار" کارت لرونکو ته باید مناسبه موده ورکړل شي تر څو دوی وکولای شي په عزت سره ستنیدو ته چمتو شي او خپل مالونه له ځانه سره یوسي.
هغې دا هم ویلي، هغو افغانانو ته چې د پاتې کېدو قانوني دلیلونه لري لکه لوړې زده کړې، د پاکستاني وګړو سره واده یا روغتیايي ستونزې، باید اجازه ورکړل شي چې پاتې شي. هدغه شان دا هم ډېره مهمه ده، هغه کسان چې لا هم نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري، باید د ناقانونه بهرني وګړو د ایستلو له پالیسي مستثنا وګرځول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پرون د اګسټ په ۲ دوهمه یو شمېر پاکستاني رسنیو د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت هغه سند خپور کړو چې له مخې یې د ټولو صوبو امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د "پي او ار" په ګډون ټول غیر قانوني افغان کډوال له دې هیواده وباسي.
که څه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه لا تراوسه هم څه نه دي ویلي خو د بلوچستان یوه چارواکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي وو چې د فدرال لهکورنیو چارو وزارت له لوري یې دا خبرتیا ترلاسه کړې ده.
دغه شان پرون د خیبر پښتونخوا ګڼو ورځپاڼو هم له دې ایالته د افغان کډوالو د وتلو په اړه حکومتي خبرداري خپاره کړي وو.
په پاکستان کې د میشتو "پي او ار" کارت لرونکو د کارتونو موده د تېرې جون په ۳۰ مه پای ته رسېدلې وه، خو فکر کېده چې ښايي دا موده یو وار بیا وغځول شي.
په همدې حال کې د پي او ار یو شمېر کارت لرونکي وايي د پاکستان له دې اعلان سره سم په بیلابیلو سیمو کې د کډوالو نیول او زورول پیل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په اټک سیمه کې میشت د پي اور ار یو کارت لرونکي ملک ثنا ګل احمدزي ازادي راډيو ته وویل:
دلته وضعیت ډېر خراب دی، پولیس راځي افغانان نیسي، او ډیپورټ کوي یې، زموږ غوښتنه له افغان حکومت نه داده چې پاکستان سره باید خبرې وکړي، دا ټول ۱۴ لکه کسان په یو ځل نه ایستل کیږي، دې ته باید یو میکانیزم جوړ شي، دلته ټول افغانان ډېر تنګ دي، نه ولاکه اختر په خوښۍ تېرولی شي او نه غم او ښادي کولای شي.
په راولپینډۍ کې بل میشت د پي اور ار کارت لرونکی محمد زمان وايي:
"په راول پینډۍ کې د پولیسو پوستې ډېرې شوي دي، دوی راځي او افغانان نیسي، په لارو کې یې نیسي، په پارکونو کې یې نیسي او ډیپورټ یې زیات کړی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې پاکستان حکومت دې یوه قانوني لاره راوباسي د "پي او ار" کارت لرونکو ته چې دلته زموږ کاروبارونه خراب شوي دي، زموږ جایدادونه دي باید دا هر څت راټول شي."
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا وايي د پاکستان دا پرېکړه یو اړخیزه او د عملي کېدو وړ نه ده.
د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل، پکار داده چې پاکستان له افغانستان، یو این ایچ سي ار او په دې هیواد کې د میشتو کډوالو له استازو سره په شریکه داسې یو میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې کډوال په باعزته او خوندي ډول افغانستان ته ستانه شي:
که کله هم د افغان کډوالو په اړه پرېکړه کیږي او د کډوالو استازي په کې نه وي د دې پرېکړې عملي کول سخت دي، ځکه دا دومره خلک چې ځي، دلته د ترانسپورت مشکلات شته، د خلکو کاروبارونه دي، د خلکو رشتې دي، د خلکو سوداګري ده، د خلکو حسابونه دي، ډېرې کیسي دي، خو که بیا هم دا پرېکړه وروستۍ وي نو پکار ده چې د کډوالو له استازو سره یو میکانیزم رامنځته شي او د هغه میکانیزم او مهالویش له مخې په عزت او ابرو د کډوالو د استولو لړۍ پیل شي.
پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې ټاکل شوې سبا د اګسټ ۴ مه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پاکستان ته سفر ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا به ورسره خبرې وکړي.
لا معلومه نه ده چې په دې سفر کې به د کډوالو موضوع هم یاده شي کنه خو په پاکستان کې میشت افغان کډوالو او د کډوالو شورا غواړي چې د طالبانو حکومت، پاکستان سره په جدي ډول د کډوالو په موضوع خبرې وکړي.
دا اندېښنې داسې مهال دي چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې چې پاکستان له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، نږدې یو میلیون افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي