له پاکستانه د پي اور ار کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې له خبر خپرېدو وروسته په دې هیواد کې د افغان کډوالو یو شمېر استازي وايي په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ کولو پروسه تېزه شوې ده.
په اسلام اباد کې د دغه کډوالو یوه استازي اسدالله ازادي راډيو ته وویل چې د پي اور ار زیات شمېر کارت لرونکي له نیولو وروسته افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.
"نیول شروع شوي دي، له باره کهو نه یې میرمنې وړي دي، په مردان کې یې سپین ږیري نیولي او کورونه یې خالي پاتې دي، دوی یې ډيپورټ ته تیار کړي دي، د ۳۰۰ په شاوخوا کې افغانان یې تازه ډيپورت کړي او نور یې ډیپورټ سنټر ته وړي دي، ښايي سبا یا همدا نن یې واستوي."
د کډوالو یو شمېر نور استازي هم د پي او ار کارت لرونکو په وړاندې د وضعیت د خرابیدو خبره کوي او وايي هیڅوک د پولیسو د نیولو له ویرې له کورونو نه شي وتلی.
د اسلام په نوم د کډوالو یو استازي ازادي راډيو سره د یو نیول شوي پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال غږ د هغه د هویت نه د افشا کېدو او په اړه یې د جزیاتو ورکولو پرته شرک کړ چې تازه پولیسو نیولی او افغانانو سره د دوی د بد چلند په اړه وايي:
"له چا اویا او له چا اتیا زره روپۍ غواړي، څوک چې پیژندګلوي ولري له هغوی بیا کمې اخلي، دلته چې اوس څوک بندیان دي، پولیسو ته وايي موږ یوه روپۍ هم نه لرو موږ پرېږدئ، قسم کوم چې په کور کې څوک نه لرم واړه ماشومان مې دي، قسم درته کوم چې دلته سپی عزت لري خو د کډوال عزت نشته، یو ماشوم په چوکۍ ناست لغته یې ورکړه له چوکۍ یې لاندې وغورځوه."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي مکتوب له مخې چې له دغه وزارت بهر هم خپور شوی د دې هیواد امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د روانې اګسټ میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د پي اور ار کارت لرونکي له دې هیواده وباسي.
اسوشیټیډ پریس هم تازه راپور ورکړی چې پاکستان د "POR" کارتونو لرونکي افغان کډوالو د جبري ستنیدو پروسه پیل کړې ده، داسې مهال چې پاکستان لا تراوسه هم په رسمي ډول POR" کارت لرونکو د جبري اخراج اعلان نه دی کړی.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په ۱۸مه په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت پریکړه کړې چې د پي او ار کارتونو موده نه غځوي.
د دغه کارتونو موده د تېرې جون په ۳۰ مه پای ته رسېدلې وه، خو فکر کېده چې ښايي دا موده یو وار بیا وغځول شي.
د پاکستان دا پریکړه نږدې ۱ عشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال اغیزمنوي.
د پي اور ار کارت لرونکو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په وار وار د پاکستانه له حکومته د دغه کارتونو د تمدید غوښتنه کړې.
"پي او ار" کارت، یا "د افغان کډوالو د نوم لیکنې کارت" په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د قانوني پیژندنې سند دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د ثبت ادارې (نادره) لخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر (یو ان اچ سي ار) په همکارۍ صادر شوي وه.
له دې سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي د روان کال له پیل راهیسې د جولای تر ۱۹مې پوې درې لکه او ۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي له ګاونډیو هیوادونو نه په دومره شمېر د افغان کډوالو ستنېدل د دې هیواد نازکه وضعیت لا نور بې ثباته کوي.