د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په وړاندې د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، د روسیې دغه پرېکړې ناهیلی کړی او دا اقدام یې اندېښمنونکی بللی دی.
نوموړي پرون د جولای په ۵ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، طالبان باید تر هغه وخته عادي ونه بلل شي چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې پایښتي او د تایید وړ پرمختګ نه وي کړی.
ښاغلي بینیټ ټینګار کړی چې د روسیې دغه پرېکړه یو خطرناکه بېلګه جوړوي او په افغانستان او له دې هیواد ور اخوا رژیمونه هڅوي چې په معافیت سره له بشري حقونو سرغړونې وکړې.
واقعا دا خبر هیڅ زما لپاره د خوښۍ وړ نه و، د یوې افغانې نجلۍ په توګه زه فکر کوم چې هېڅ هېواد باید دا حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني، څو چې د افغانو ښځو او نجونو بنسټیز او لومړني حقونه بېرته ور نه کړل شيبهار
یو شمېر نجونې او میرمنې هم چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي وايې د روسیې په څېر د ځواکمنو هیوادونو له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل دوی هڅوي چې د ښځو حقونه له پامه وغورځوي.
د بهار په نوم له زده کړو راګرځول شوې نجلۍ ازادي راډيو ته وویل، "واقعا دا خبر هیڅ زما لپاره د خوښۍ وړ نه و، د یوې افغانې نجلۍ په توګه زه فکر کوم چې هېڅ هېواد باید دا حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني، څو چې د افغانو ښځو او نجونو بنسټیز او لومړني حقونه بېرته ور نه کړل شي، ځکه کله چې داسې لوی هېوادونه لکه روسیه دا ډول اقدام کوي، د طالبانو حکومت هېڅکله ځان مجبوره نه احساسوي چې باید بدلون راولي یا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي."
یوه میرمن چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته بې دندې شوې د نوم د نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، "دا پرېکړه په یو ډول د طالبانو له سرپرست حکومت نه د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ملاتړ په ډاګه کوي، داسې مهال چې په افغانستان کې اوس د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه نه ورکول کیږي دوی زده کړو ته له لاس رسي محرومې دي، دوی اجازه نه لري له کوره بیرون شي، نو دا پرېکړه دا ښيي چې دوی هم د طالبانو د حکومت له دې محدودیتونو ملاتړ کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې لپاره د طالبانو نوي ټاکل شوي سفیر ګل حسن حسن پرون شنبه د جولای ۵ مه په مسکو کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندری یوریویچ ته خپل باور لیک وړاندې کړ.
دا پرېکړه په یو ډول د طالبانو له سرپرست حکومت نه د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ملاتړ په ډاګه کويبې دندې شوې میرمن
د طالبانو تر واک لاندې باختیر اژانس په مسکو د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان د سفارت له قوله ویلي د طالبانو د سفیر د بارو لیک اصلي متن به د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وړاندې شي.
له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د روسیې سفیر اعلان کړی وو چې مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
د طالبانو حکومت د روسیې دا اقدام زوړوتیا بللې خو دې پرېکړې پراخه غبرګونونه هم راپارولي دي.
چین او د طالبانو ځینو ملاتړو یې هرکلی وکړ؛ د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او د طالبانو د پالیسیو منتقدینو د روسیې دا اقدام په کلکه غندلی دی، او دا یې "د افغان ښځو په وړاندې د جنسیتي توپیر په برخه کې لاسوهنه او د عدالت او بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه" بللې ده.
نږدې څلور کاله کیږي چې طالبانو د زده کړو، کار او نورو اساسي حقونو په برخو کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي، او له همدې امله له روسیې پرته بل هیڅ هیواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
خو چین، متحده عربي اماراتو، ایران، ازبکستان او پاکستان په څیر هیوادونو کابل ته ډیپلوماتیک استازي لیږلي دي ترڅو له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي.
دې هیوادونو په خپلو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د طالبانو استازي هم منلي دي او له هغوی سره یې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړې دي.