نن د جون ۳۰مه او سبا د جولای اوله قطر د دوحې بهیر د څلورمې ناستې د یوې برخې په توګه د طالبانو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د درېیمې او د خصوصي سکټور د تخنیکي کمېټې د دوهمې ناستې کوربه دی.
د طالبانو حکومت ویلي په دې دوه بېلابېلو ناستو کې د دوی اووه کسیز پلاوی د برخې اخیستلو لپاره قطر ته رسېدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون په یو خبر کې لیکلي چې په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا، کرنې، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو استازي برخه لري.
که څه هم په دې خبر کې د دغه اووه کسیز پلاوي نومونه نه دي یاد شوي، خو د خبر سره خپور شوي انځور کې ښکاري چې ظاهرا یو ټیټ رتبه پلاوی دغو ناستو ته استول شوی دی.
په خبر کې راغلي چې دغه پلاوی به د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د ناستې ترڅنګ د نشه یي توکو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ هم بحثونه وکړي.
دا ناسته د دوحې بهیر د څلورمې غونډې د یوې برخې په توګه ترسره کېږي.
د دې پروسې د کاري ډلو غونډې د دوحې بهیر د درېیمې غونډې د پرېکړو یوه برخه ده چې له تېر کال راهیسي په بېلابېلو وختونو کې دوام لري.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني د دغې شورا په ناسته کې ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دوحې بهیر څلورمه ناسته د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په کوربه توب ترسره کېږي.
نوموړې ویلي و چې د طالبانو حکومت استازي، د دوحې بهیر کې ښکېل هېوادونه او نړیوال تخنیکي متخصصین به په دې ناسته کې برخه واخلي.
که څه هم په قطر کې د طالبانو حکومت سفارت او دغه راز د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د روان کال د مې په ۲۵مه یو شمېر طالب سرچینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دوحې بهیر د څلورمې ناستې لپاره تیاری روان دی.
دغو طالب سرچینو ویلي وو، د دې ناستې کره نېټه لا نه ده معلومه، خو «مقابل لوري» ترې د دوی د ګډون د یقیني کېدو لپاره د اجنډا غوښتنه کړې ده.
د دوحې بهیر د یوې سیاسي لارې د نقشې له مخې طالبانو سره د لا اغېزناک او منسجم نړیوال تعامل لپاره د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې پیل شو.
تر اوسه د دې بهیر درې ناستې شوي.
د دې بهیر درېیمه ناسته د تېر کال د جون په ۳۰مه شوې وه.
په هغه ناسته کې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوي برخه اخیستې وه.
له هغې ناستې وروسته ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي و چې د دې بهیر په درېیمه ناسته کې د خصوصي سوداګرۍ، بانکدارۍ او د مخدره موادو پر ضد په د مبارزې په اړه بحثونه شوي.
د دوحې بهیر په درېیمه ناسته کې افغان ښځو ته اجازه ورنه کړل شوه چې مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي چې له امله یې دا ناسته د بشري حقونو د ګڼو سازمامونو او د افغان مېرمنو له سختو نیوکو سره مخ شوه.
د دې بهیر په څلورمه ناسته کې د افغان ښځو د حضور په اړه هم څه نه دي ویل شوي چې ایا برخه به په کې ورکړل شي او کنه.