د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۸

افغان کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی ته دې دغلته د پاتې کېدو لپاره نور وخت هم ورکړي


پاکستاني پولیس د افغان کډوال اسناد ګوري ، آرشیف
پاکستاني پولیس د افغان کډوال اسناد ګوري ، آرشیف

پاکستان کې مېشت د «پي او ار» په نوم کارت لرونکي افغان کډوال له اسلام اباد غوښتنه کوي چې دوی ته دې دغلته د پاتې کېدو لپاره نور وخت هم ورکړي. دغو افغان کډوالو ازادي راډيو سره په خبرو کې له پاکستانه د جبري ستنونې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل اوس مهال د خپل نامعلوم برخلیک له امله سخت اندېښمن دي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې د «پي او ار» کارتونه لري او پاکستان دوی ته د جون ۳۰مه له دې هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې غوښتنه کوي چې پاکستان دې دا نېټه وغځوي.

د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرست ثنا‌ الله چې د «پي او ار» کارت لري وايي له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په اټک سیمه کې ژوند کوي.

نوموړي نن د جون ۳۰مه ازادي راډيو ته وویل چې اولادونه یې په دې هېواد کې خپل کاروبارونه لري او دا چې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کوي.

خو د نوموړي په خبره له دې امله اندېښمن دی چې که په زوره له پاکستانه ایستل کېږي نه پوهېږي په افغانستان کې به له کوم ډول برخلیک سره مخ شي:

موږ ډېر اندېښمن یو ځکه موږ ته راکړل شوی وخت پای ته ورسېده، تر اوسه د ایستلو عملیات نه دي پیل شوي، خو په خبرونو کې مو واورېدل چې د پاکستان صدراعظم ویلي چې نور مهلت نشته، له بله خوا په افغانستان کې بې کاري زیاته ده، موږ به هلته ژوند له صفر پیلوو، دلته زموږ کار روزګار ښه دی لږ تر لږه یوه مړۍ ډوډ‌ۍ پیدا کېږي، خو په افغانستان کې داسې نه ده موږ ټول ډېر اندېښمن یو.


د «پي او ار» کارت یو بل درلودونکی ملک اسدالله هم ورته اندېښنه لري، ده وویل چې ټول کډوال له دې امله سخت په تشویش کې دي:

موږ ټول انتظار یو چې د جون په ۳۰مه به زموږ په اړه کومه پرېکړه کېږي، ایا موږ ته نور وخت هم راکول کېږي او که نه موږ اخراجوي، نه څوک کاروبار کولای شي نه ژوند، هېڅ هم د تېر په څېر عادي نه دي، باید زموږ دغه ستونزو ته وکتل شي او یو دوه اړخیزه ناسته وشي او په دې اړه پرېکړه وشي.


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې سپارښتنه کړې چې د «پي او ار» کارت لرونکي افغان کډوال دې د جون تر ۳۰مې له دې هېواده په خپله خوښه ووځي.

اټکل دا دی چې له دې نېټې وروسته به د پاکستان حکومت له دې هېواده د کډوالو د جبري ستنونې نوې څپه پیل کړي.

د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې ۱ عشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال د «پي او ار» کارتونه لري.

د پاکستان حکومت ویلي چې د دغه کارت لرونکو د ایستلو لړۍ به د کډوالو د اخراج په درېیم پړاو کې پیل شي.

«پي او ار» یا «پروف اف رجسټرېشن» د افغان کډوالو د پېژندنې هغه کارتونه دي چې په ۲۰۰۷ کال د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري افغان کډوالو ته ورکړل شول.

د پاکستان حکومت تازه د دغه کډوالو د ایستلو د لړۍ د پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال طاهر خان ویلي چې د پاکستان د کابینې په غونډه کې ځینو وزارتونو د شپږو میاشتو لپاره د «پي او ار» کارتونو د تمدید وړاندیز کړی، خو تر اوسه په دې اړه د پاکستان د کابینې له لوري وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

له دې وړاندې د جون په ۲۰مه د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتنه کړې وه چې د دغه کارتونو موده دې وغځوي او دا چې د کډوالو د جبري ستنونې لړۍ دې ودروي.

په همدې حال کې د کډوالو د برخې یو کارپوه عبدالرازق عدیل ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په اوسني وخت کې چې افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنونې لړۍ تېزه شوې ده، په دغه هېواد کې یو انساني بحران رامنځته شوی دی:

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت او له دې هېواده د ۱ عشاریه ۴ میلیونه کډوالو د اخراج خطر افغانستان ته ورپېښ د انساني ناورین خطر دی، افغانستان په اوس وخت کې په دومره شمېر د بیا ستنېدونکو د جذب توانايي نه لري او دا اقدام کولای شي په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو، فقر، بې کارۍ، ټولنیزو ستونزو او ناامنۍ لامل شي.

"

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا له وړاندې له دې هېواده د بې اسناده او «اې سي سي» یا افغان تابعیت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان حکومت د کورنیو چارو وزارت درې اوونۍ وړاندې په یوه اعلامیه وویل چې په تېرو دوه میاشتو کې له ۲۱۶ زره څخه ډېر بې اسناده او د «اې سي سي» کارت لرونکي افغان کډوال له دې هېواده ایستل شوي دي.

د راپورنو پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې راهیسې چې پاکستان له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، نږدې یو میلیون افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ورځني ډول لسګونه زره افغانان له ایرانه هم په جبري ډول افغانستان ته استول کېږي چې ډېری ستنېدونکي په افغانستان کې د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له نه شتون شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG