د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۶

غلام خان بندر تر نامعلومې نیټې تړل شوی، دواړو لورو ته یې سوداګر اندیښمن کړي


د غلام خان بندر
د غلام خان بندر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د غلام خان بندر د تړل کېدو له امله د دغه هېواد او پاکستان تر منځ سوداګري له خنډ سره مخ کړې  او افغان سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست ویاند ویلي چې د پاکستان له لوري د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۸مه د غلام خان بندر د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.

په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو بیا له خلکو غوښتي چې پر دغې لارې له تګ راتګه ډډه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه خبرداری ورکوي چې د غلام خان بندر د تړلو دوام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري زیانمنه او سوداګرو ته به لوی زیان ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د افغان -پاک د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي د سرطان په۸مه ازادي راډيو ته وویل چې په دې بندر کې سلګونه موټرې چې د افغانستان سوداګريز توکي لېږدوي بند پاتې دي.

دا داسې بندر دی چې په ورځ کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ډېر کانتینر پرې تبادله کېږي
د سوداګرۍ خونې مسول خانجان الکوزی

نوموړي وويل چې پاکستاني لوري د دې بندر د تړلو لامل رامنځته شوې امنيتي او قومي ستونزې بللې دي ."دا داسې بندر دی چې په ورځ کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ډېر کانتینر پرې تبادله کېږي چې تقریباً دوه ورځې کېږي دا ټول درېدلېدي، دواړو لورو ته کابو ۶۰۰ کانتینران درېدلي چې دا واقعا د افغان سوداګرو او پاکستان پر زیان دي، ډېری هغه صادرات چې له دې لارې کېدل ډېری یې مېوې، خوراکي توکي او معدني مواد لکه د ډبرو سکاره، تالک، کرومایت او نور توکي وه."

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، سره له دې چې د غلام خان بندر د بیا پرانستلو هڅې روانې دي، خو د دې لارې ناڅاپه او له همغږۍ پرته بندښت دسوداګرو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست ویاند عابدالله فاروقي په یوه ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۸مه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون له لارې خپور شوی، ویلي چې پاکستاني لوري د کوم دلیل له روښانه کولو پرته د غلامخان بندر د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلی دی.

فاروقي زیاته کړه چې پاکستاني چارواکو له سیمه ییزو مسولینو غوښتي چې په یاد بندر کې بند پاتې موټرې له یوې بلې لارې ولېږدوي.

د ده په خبره، د طالبانو د حکومت چارواکي هڅه کوي، چې دغه موضوع د تفاهم له لارې حل کړي.

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مستغفر ګربز هم د ياد بندر تړل کېدل تاييدوي او په خپله ایکس پاڼه کې يې ليکلي، چې یوه شپه مخکې غلام خان بندر کې د طالبانو حکومت د اړوند کمیسارۍ چارواکو له پاکستاني لوري معلومات ترلاسه کړي وو، چې دغه لاره به د امنيتي ستونزو او ګواښونو له امله تر نا معلوم وخته تړلې وي.

نوموړي له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او مسافرو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا دې د دې لارې له کارولو ډډه وکړي او له بدیلو لارو دې کار واخلي

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې سلاکار ډاکټر مخلص احمد هم د تازه مېوو د صادراتو موسم ته په اشارې وايي، د غلام خان بندر تړلو دوام خوراکي توکو ته ډېر زیان اړوي، چې له امله یې سلګونه موټرې یې په دې بندر کې بند پاتې او د له منځه تلو له ګواښ سره دي.

د دې لارې بندښت به خصوصا اوسني وخت کې چې د تازه مېوو موسم دی، ډېرې ستونزې رامنځته کړي
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې سلاکار

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د دغه بندر تړل کېدل به د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورو لارو د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شي او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو حکومت او پاکستان باید ژر تر ژره د دې بندر د پرانیستلو لپاره اقدام وکړي. "د غلام خان بندر هم زموږ صادراتو او هم ټرانزیت ته له مهمو بندرونو دی،د دې لارې بندښت به خصوصا اوسني وخت کې چې د تازه مېوو موسم دی، ډېرې ستونزې رامنځته کړي او زموږ سوداګرو او د سوداګرۍ ټولنې دواړو ته به د صنعتي، محصولاتو او ټرانسپورټ سکټورونو ته لوی زیان رسوي، بله ستونزه دا ده چې دا به په نورو لارو کې هم د ترافیکي ګڼه ګوڼې لامل شي."

ده زياته کړه، په هغه خبرتيا کې چې دوى ته رسېدلۍ، راغلي چې د غلام خان بندر به د امنيتي دلايلو له امله تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې تړلىوي

د غلام خان بندر په خوست ولایت کې دی او له تورخم او سپین بولدک وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دریمه مهمه لار بلل کیږي.

که څه هم پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه بندر د تړل کېدو رسمي لامل نه دی په ډاګه کړی، خو تر دې وړاندې هم څو ځله د امنیتي او سیاسي لاملونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه شان لارې تړل شوې دي.

په همدې حال کې افغان سوداګرو هم ازادي راډیو سره خبرو کې خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به پر خصوصي سکټور باور کمزوری کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ بهیر پڅ کړي.

XS
SM
MD
LG