د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۱

د زعفرانو په کښت کې سلګونه ښځې بوختې دي، دوی وایي که محدودیتونه کم شي، حاصلات نړیوالو بازارونو ته رسولی شي


هرات کې د زعفرانو فستیوال، ارشیف
هرات کې د زعفرانو فستیوال، ارشیف

یو شمیر افغان میرمنې وایي،  د زعفرانو د کښت، پروسس او سوداګرۍ له لارې یې ځان او ګڼو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې. دوی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت لخوا یې محدودیتونو کار سخت کړې، او په خبره یې که دا محدودیتونه پرې کم شي، تر نړیوالو بازارونو خپل زعفران رسولی او پلورلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د زعفران کارانو ټولنه وایي، اټکل کېږي چې سږکال د ټول افغانستان په کچه د نورو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه زیات زعفران راټول او نړیوال بازار ته صادر شي.

د هرات ولایت اوسېدونکې او د زعفرانو سوداګره ملیحه شمس وایي چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې د زعفرانو کښت، پروسس او سوداګري کوي.

دې ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت لخوا پر ښځو او نجونو په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه لګېدلي، دا کار د ډیری ښځو لپاره ښه بوختیا او عاید لرونکی کار دی."په داسې حال کې چې اوس ښځې په کورونو ناستې دي، د زعفرانو کار ورته ډېر ښه دی، دې برخه کې ورته د کار ښه زمینه برابرېږي، موږ سږکال د زعفرانو د فصل پر مهال په دوو میاشتو کې تر ۱۳۳۶ ښځېنه کارکونکې لرلې، او د کال نور وخت کې تر ۱۷دایمي نارینه او ښځینه کارګرانې او بزګرانې لرو، خو دې ورځو کې هره ورځ تر ۱۲ ښځې وچ زعفران راته پروسس کوي."

موږ سږکال د زعفرانو د فصل پر مهال په دوو میاشتو کې تر ۱۳۳۶ ښځېنه کارکونکې لرلې، او د کال نور وخت کې تر ۱۷دایمي نارینه او ښځینه کارګرانې او بزګرانې لرو
ملیحه شمس د زعفرانو کروندګره

دا وایي ډیری دا ښځې چې ورسره کار کوي د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې او سرپرستانې دي.

ملیحه وایي د زعفرانو برخه کې ځان او نورو ښځو ته د پراخې کاري زمینې برابرولو له امله په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د افغانستان د زعفرانو د ټولنې لخوا د «زعفرانو ملکې» لقب هم تر لاسه کړی دی.

د هرات ولایت بله اوسېدونکې نسیمه ابراهیمي هم چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې د زعفرانو د کښت او سوداګري په برخه کې کار کوي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل چې دې سره هم د زعفرانو د فصل پر مهال تر ۷۰ زیاتې ښځې او نورو وختونو کې د پروسس برخه کې تر ۵۰ ښځې چې ډیری یې کلیوالې دي کار کوي.

خو په دې برخه کې یې د ننګونو په اړه وویل"د زعفرانو ښه کار او بار دی او په دې ارزي چې پانګونه په کې وشي، خو زموږ د کار پر وړاندې محدودیتونه زیات دي او ورځ په ورځ ډېرېږي، نندارتونونو ته نه غوښتل کېږو، اجازه نه راکول کېږي، نارینه او ښځینه پېردونکي جلا کېږي، بهرنیو نندارتونو ته هم نه بلل کېږو، بازار کې اجازه نه راکول کېږي چې پلورنځي او دکانونه جوړ کړو، موږ اړتیا لرو چې له نږدې پېردونکو سره وګورو وغږېږو، ځکه د دې پر کیفیت له لرې څوک باور نه شي کولای."

دا ښځې د طالبانو له حکومته او نړیوالې ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه کوي وایي چې په سوداګریزه برخه کې دې پرې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالاسلام جواد د دې ښځو د ستونزو او غوښتنو اړوند د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د افغانستان د زعفران کارانو ټولنه وایي اټکل کېږي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال ۳۰سلنه زیات زعفران راټول او بهر ته صادر شي.

د دې ټولنې مرستیال او د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ خونې مشر نجیب الله رحمتي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل"سږ کال کښتونه د کیفیت له اړخه په عالي کچه دي، دا د دې لپاره چې کال په کال زعفران کاران ښه روزل کېږي، له زعفرانو ښه ساتنه کوي، نو کیفیت او وده یې ډېره ښه کېږي، دا مهال ( ټول هېواد کې) تر ۲۰۰ زره خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دې برخه کې بوخت دي، له دولته مو غوښتنه دا ده چې حد اقل موږ ته دې د بانکونو سیستم سم کړي چې کله صادرات کوو له بهره خپله پیسې تر لاسه کړی شو."

ښاغلي رحمتي زیاته کړه چې د ټول افغانستان په کچه د زعفرانو د برخې ۹۰ سلنه کار ښځې کوي چې په خبره یې په دې برخه کې د دوی ونډې ښې لاسته راوړنې لري.

د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، تېر کال له ټول افغانستانه ۳۵ ټنه زعفران راټول شوي وو او سږ کال اټکل کېږي چې ۴۵ تر ۵۰ ټنه تر لوي.

دغه ټولنه وايي، دا مهال په هېواد دننه د یو کیلو زعفرانو بیه ۹۵ زره افغانیو او د یو ګرام بیا ۹۵افغانۍ ده، خو په خبره یې له هېواد بهر په ازاد بازار کې مختلفو بیو پلورل کېږي.

زعفران د افغانستان د هرات، فاریاب، بلخ، سمنګان، فراه ولایتونو په ګډون د هېواد شاوخوا ۱۰ ولایتونو کې کښت کېږي خو د دې بوټي ډېره برخه په هرات ولایت کې کښت، پروسس او بسته بندي کېږي.

د افغانستان زعفران د کیفیت له نظره د نړۍ تر ټولو ښه زعفران ګڼل کېږي.

د بلجيم د "مزه" نړیوال انسټېټیوټ د تېر لمریز کال د جوزا په مياشت کې اعلان وکړ چې د لابراتوري څېړنو وروسته، د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د تیر کال په مرغومي میاشت کې ویللي وو، چې د تخمونو او مشورې په ورکولو سره په افغانستان کې د زعفرانو د کروندګرو ملاتړ کوي څو هغوی دا ارزښتناکه بوټی وکري او پروسس کړي.

دې سازمان په دې اړه په یو بیان کې زیاته کړې وه چې دا د کورنیو لپاره د تغذیې د برابرولو یوه لاره ده.

د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي وو، چې زعفران د نړۍ سره زر بلل کېږي، او کښت یې د دوامداره فرصتونو رامنځته کولو لپاره یوه ښه لاره ده.

XS
SM
MD
LG