د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

میدان وردګو او لوګر کې سیلابونو خلک زیانمن او بې سرپنا کړي


لوګر کې د تیرې شپې سیلاب، ټولنیزې رسنۍ
لوګر کې د تیرې شپې سیلاب، ټولنیزې رسنۍ

د لوګر او میدان وردګ ولایتونو  یو شمېر اوسېدونکي وايي،د تېرې شپې سیلابونو دوی ته لوی مالي زیانونه اړولي دي. دوی نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه سیلابونو له امله د دوی کرنیزې ځمکې، باغونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي او ان په یو شمېر سیمو کې سړکونه بند شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ یو اوسېدونکی پادشاه وايي د تېرې شپې سیلابونو کرنیزې ځمکې تخریب کړې اوله امله یې د سیدان تنګی هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه یولس بجې د دې ولسوالۍ د څلورمې حوزې په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول بیجګه، بدرغنګ، ونوناو او شاهي خیلو سیمو کې سیلابونه راغلل چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

پادشاه وویل نوموړی هم د سیلاب له امله زیانمن شوی دی " په دایمیرداد سیمه کې خطرناک سیلابونه راغلل چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول، د خلکو کرنیزې ځمکې، کاریزونه او باغونه سخت زیانمن شول، زه خپله هم یو زیانمن یم، زما د لوبیا، غنمو او نورو حبوباتو کروندې له منځه لاړې، زموږ غوښتنه داده چې باید له موږ سره مرسته وشي."

کرنیزې ځمکې، کاریزونه او باغونه سخت زیانمن شول، زه خپله هم یو زیانمن یم، زما د لوبیا، غنمو او نورو حبوباتو کروندې له منځه لاړې
د میدان وردګو اوسیدونکی

د تېرې شپې سیلابونو د میدان وردګ تر څنګ د لوګر ځینې سیمې هم ځپلي دي.

د لوګر یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل" تېره شپه شدید باران وو، وروسته سیلابونه راغلل چې ډیری کورنۍ یې زیانمنې کړې، زما د خور کور چې په نظر خیلو کې دی سیلابونو د هغوی کرنیزې ځمکې په بشپړ ډول له منځه وړي دي، او کورونه یې هم ورته زیانمن کړي دي."

د دغه سیلابونو له امله زیانمن شوې کسان وايي له ډېرو ستونزو سره مخ دي د طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره مرستې وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول د دغه سیلابونو له امله د رامنځته شویو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت له پېښو سره د چمتوالي ملي ادارې ویاند جانان صایق هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د میدان وردګو د مسولانو په حواله ویلي چې په نرخ، دایمیرداد، چک او جغتو ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

سیلابونو دغلته لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه هم ویجاړ کړي دي.

ورته وخت کې، د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي تازه د دې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي په کابل کې د روسیې له جنرال قونسل سره لیدلي او د د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو زیانونو لپاره د روسیې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

افغانستان د اقلیم د بدلون له امله یو له زیانمنونکو هېوادونو ګڼل کېږي، چې د سیلابونو او بارانونو له امله یې خلک د سختو مالي او ځاني زیانونو شاهدان پاتې شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت او ځینو ادارو د سیلاب ځپلو سره د مرستې ادعاوې کړې، خوسیلاب ځپلو په وار وار نیوکه کړې چې ورسره شوې ژمنې نه دي پوره شوي او دوی د سرپنا په ګډون هیڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG