د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې ساري ډول زیاته شوې چې په ورځني ډولد تېر په پرتله پنځه برابره زیاتوالي ښيي.
دغه سازمان په یو بیان کې چې پرون د جون په ۲۷ مه یې په خپله اېکس پاڼه خپور کړی ویلي یوازې په تېره اونۍ کې له دې هیواده له ۸۸ زره ۳۰۸ افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه کړل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي په دې شمېر کې یې ۵۵ سلنه له دې هیواده په جبري ډول شړل شوي دي، او په دوې ۶۴ سلنه یې کورنۍ دي.
په بیان کې راغلي چې اوس مهال د افغان کډوالو د ستنېدو ورځنی شمېر نږدې ۳۰ زره کسانو ته رسېدلی او دا د تېر په پرتله چې له ۶ تر ۷ زره کسانو پورې رسېده پنځه برابره زیاتوالي ښيي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د بیان له مخې ډېره ستانه شوي کسان بې اسناده دي چې د افغانستان پولو ته په ډېر بد حالت کې رسېدلي دي.
ای او ایم خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستېندو په شمېر کې د زیاتوالي له امله د افغانستان په پولو کې د مرستو مرکزونه تر شدید فشار لاندې دي او د سرچینو د محدودیت له امله یوازې ۱۱ سلنه دغه راستانه شوي کډوال نغدي مرستې ترلاسه کوي.
دغه سازمان دراتلونکو دوه میاشتو لپاره د کډوالو ستونزو ته درسېدنې په هدف د ۱۵ عشاریه ۹ میلیونه ډالرو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که دغه مرسته سمدستي برابره نه شي نو د دغه سازمان په خبره سلګونه زره راستانه شوي کسان به د خوړو، اوبو، سرپنا او روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییلو تر منځ له وروستیو وسله والو شخړو وروسته دواړو لوریو ته په کې زیانونه واوښتل له ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ستنونې لړۍ په بې سارې ډول تېزه شوې ده.
تازه د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي.
ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کاروي.
ایران د لسګونو کسانو تر منځ لږ تر لږه ۵ افغان کډوال هم د اسراییلو د جاسوسۍ په تور په تېرو دوو اوونیو کې نېولي دي.
یو شمېر راستانه شوي کډوال په هغه هیواد کې د ایراني پولیسو له بده چلنده شکایت کوي او وايي چې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور ځورول شوي دي.
د ختیځ کونړ یو اوسېدونکې لعل مرجان چې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره یو ځای څلور ورځې وړاندې له ایرانه افغانستان ته ستون شوی وايي:
(د دولت له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده شوې ده، نه نغدې مرسته راکړل شوې، نه طبي مرسته موږ سره شوې ده، په ایران کې وضعیت داسې وو چې د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته د افغانانو په وړاندې وضعیت ډېر خراب شوی دی، زموږ اسناد هم پای ته رسېدلي وو، په ډېرې سختۍ مو ځانونه تر افغانستان راورسول، له افغانانو سره د ایراني پولیسو چلند ډېر بد وو هر څه یې چې په وس پوره وو کول یې.)
د کاپسیا یو اوسېدونکی سید حسین چې دا هم وروستیو کې له ایرانه ستون شوی ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال له سختې بې روزګارۍ سره مخ دی.
(په ایران کې پولیسو ونیولو او افغانستان ته ډیپورټ کړو، هرات ته په رارسېدو موږ سره هیڅ ډول مرسته ونه شوه، موږ ان د ډوډۍ د خوړولو پیسې درلودې، نه حکومت مرسته وکړه نه یو این ایچ سي، ار، اوس له سختې بې وزلۍ سره مخامخ یو نه کار لرو نه روزګار، له دولت هیله لرو چې باید له راستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي او دوی ته د کار او روزګار زمینه برابره کړي. )
په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو دحکومت د اطلاعاتو او کلتور ریس احمد الله متقي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې د اسلام قعله بندر له لارې نږدې یو لک کسان افغانستان ته راستانه شوي دي او د دغه کسانو سره د مرستې لپاره په سیمه کې د دوی ټیمونه موجود دي او هڅه کیږي ټولو راستندونکو ته رسېدنه وشي.
افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو اندېښنې راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري یو این ایچ سي ار د ستنېدونکو لپاره د عاجلو مرسته غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د جون په ۲۶ مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې روان کال له یو میلیونو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. چې د اعلامیې پر بنسټ دې پراخې بېرتهستنېدنې افغانستان کې بشري ناورین چې لا له وړاندې د نړیوالو مرستو د کمښت او وچکالۍ له امله سخت شوی و پیچلی کړی دی.
یوناما خبرداری ورکړی چې که سمدیستي او مؤثر ملاتړ ونه شي، نو راستې شوې کورنۍ به له ژورې بېوزلۍ او ناهیلۍ سره مخ شي.