انتیک پلرونکي وايي دا مهال یې کار روزګار خراب دی او ان خپل لګښتونه نه شي پوره کولای.
"ستونزمنه ده، مونږ په دې شرایطو کې خپل لګښتونه نه شو پوره کولای."
دا د کابل د انتیک پلورنځیو کوڅې یو پلورنکی دی چې نه غواړي مونږ یې په راپور کې نوم واخلو.
ده ازادي راډیو ته ویل، افغانستان ته د بهرنیانو د سفرونو په کمېدو سره یې بازارونه ساړه شوي دي" د رژیم تر بدلېدو مخکې زمونږ کارو بار ښه و، بهرنیان به راتلل، انتیک څیزونه به یې اخیستل خو د رژیم په بدلېدو سره مو اوس کار ښه نه دی، کم شوی او خونده یې نه ده پاتې. "
د رژیم تر بدلېدو مخکې زمونږ کارو بار ښه و، بهرنیان به راتلل، انتیک څیزونه به یې اخیستل خو د رژیم په بدلېدو سره مو اوس کار ښه نه دید کابل یو انتیک پلورونکی
د کابل په انتیک پلورنځیو په ځانګړي ډول شهر نو کې په دې نوم د کوڅې په هټیو کې پخواني جوړ شوي زیورات، لاسي صنایع، ډبرې، پخوانۍ وړې غالۍ او ټغرونه، له لرګیواو تیږو یو شمیر جوړ شوي پخواني لوښي او نور انتیک څیزونه خرڅېږي چې تر ډیره به پخوا بهرنیانو ځانته او یا سوغات لپاره پیرل.
دې کوڅه کې یو پلورنکی هم په ورته شرایطو همدا خبره راته وکړه " اوس بازارونه نشته، ځکه بهرنیان کم دي، یو چینايان راځي هغه هم د ډبرو په خاطر، نور نو بهرنیان ګرځي راګرځي نه، اوس یوازې د لاسی صنایع پير او پلور کوو".
خو طالبانو تل د دوی له بیاځلي واکمنېدو ورسته افغانستان کې د بشپړ امنیت او دغه هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو د سفرونو د زیاتېدو ادعا کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال د اپریل په اوومه نېټه ویلي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال (۲۰۲۴ زېږدیز کال) کې ۲۷۲۱ بهرني وګړو د سیاحت په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.
دغه شان، اسوشیټډ پریس خبري آژانس یو کال مخکې د طالبانو حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت د ګرځندوی ریاست د سرپرست محمد سعید له قوله راپور ورکړی چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۶۹۱ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو، په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېر ۲۳۰۰ ته رسېدلی و، او په ۲۰۲۳ کال کې ۷۰۰۰ بهرني ګرځندویان افغانستان ته تللي وو.
داسې مهال چې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې په بامیانو کې د وسلهوالو کسانو په ډزو کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ومانه، درې هسپانوي سیلانیان او درې ورسره مل افغانان ووژل شول.
په دې ډزو کې د درېیو نورو افغانانو ترڅنګ د هسپانیا، ناروې، استرالیا او لاتویا څلور سیلانیان ټپیان هم شول، دغه برید په کور دننه او په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شو.
مخکې تر دې په بهرنیانو د بریدونو او د طالبانو له خوا یې د نیونې نور راپورونه هم خپاره شوي دي.
له همدې امله له ۲۰۲۱ کال ورسته یو شمیر هیوادونو خپل وګړي هم افغانستان ته له سفر منع کړي دي.
په تر ټولو وروستي مورد کې، د اسټرالیا حکومت درې اونۍ مخکې خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.