د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۰

شمالي وزیرستان کې موټر بم ۱۳ سرتیري وژلي دي


ارشیف
ارشیف

په شمالي وزیرستان کې یوه موټر بم برید لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني سرتیري وژلي او ۲۹ سرتیري او ملکیان یې ټپیان کړي دي. د ټپي سرتیرو شمېر ۱۰ او د ټپي شویو ملکیانو شمېر چې ماشومان هم په کې دي، ۱۹ یاد شوی دی. ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان د برید مسولیت منلی.

فرانس پریس اژانس د ځایي چارواکو په حواله ویلي، ځانمرګي بریدګر نن ( شنبه د چنګاښ ۷مه) د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوځ له کاروان سره وجنګوه.

تراوسه د پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د برید مسولیت منلی دی.

پاکستان تل تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پټن ځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

د ازادۍ راډیو مشال څانګه یوه بل خبر کې وایي چې نن سهار پیښور کې نامعلومه کسانو یو پولیس په ډزو وژلی دی.

د شاه پور تاڼې مدد محرر اسلام مشال راډيو ته وویل چې ۴۰ کلن شهنشاه نومي پوليس د جون پر ۲۸مه سهار له کوره د کار پر لور روان وو چې د شاه پور په حاجي اباد سيمه کې پرې برید وکړ.

د دوی په وینا، برید داسې وسله والو کړی چې پر موټرسایکل سپاره وو. دی وايي پولیس عسکر د پېښور ليډي ريډنګ ته وړل روغتون ته وړل شوی او هلته یې سا ورکړې ده.

د دې پېښې زمه واري لا چا نده منلې. پولیس وايي پلټنې کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ورته ترهګریزو پیښو د ډیریدو خبر ورکوي او د راپورونو له مخې تېر ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې د ترهګریزو پیښو له اړخه تر ټولو ډیر خونړی و.


XS
SM
MD
LG