د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

له ایرانه د کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې، ۴۲ زره پر اسلام کلا بندر را اړول شوي


له ایرانه راستنیدونکي کډوال، ارشیف
له ایرانه راستنیدونکي کډوال، ارشیف

په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته د اسلام قلعه بندر له لارې د څه باندې ۴۲ زره افغان کډوالو په بېرته ستنولو سره، هرات ولایت ته یوشمېر راستانه شوي او د دغه ولایت اوسېدونکي ی د جدي ستونزو خبره کړي.

دغه ولایت ته یو شمېر ستنو شویو کډوالو ازادي راډیو سره خبرو کې د سرپناه د نه لرلو او د ژوند د دوام لپاره د کار له نشتوالي شکایت لري.

میلاد د یوې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست چې په دې وروستیو کې له ایرانه ستون او اوس په هرات ولایت کې میشت شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وړاندې وویل، په ایران کې د سختو قوانینو له امله بېرته ستنېدو ته اړ شوی، خو اندېښمن دی چې چې سرپناه نه لري او دخپل کور او کورنۍ د لګښتونو برابرولو او د خپلو ماشومانو لپاره د درې وخته ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار هم نه شي موندلی."کابو ۹ کاله ایران کې وو،د هغو سخت ګیریو له امله چې په ایران کې د کډوالو پر وړاندې وې، د ایران پرېښودو ته اړشوو، اوس چې دلته راغلي یو هېڅ مرجع نشته چې ولاړ شو او ورته ووایو چې ستونزې لرو، زه مې مېرمنئ او درې ماشومانو سره راغلی یم، کور نه لرو او کار هم نه پیدا کېږي، زموږ ستونزې ډېرې دي."

مصطفی هرات ولایت ته له ایرانه بل راستون شوی افغان دی چې د یوې درې کسیزې کورنۍ مشري کوي، دی هم له ورته ستونزو سر ټکوي"دلته هېڅ اسانتیاوې نشته، له مېرمنې او ماشوم سره مې کله په یو کله په بل کور کې او د خلکو په کورنو کې ژوند کوو، نه ځای لرو او نه وسایل لرو، نه کار شته او نه غریبي، په مرز کې ملګرو ملتونو سازمان یوه پاڼه راکړه او ویې ویل چې تعقیبوویې، خو د هغوی هم هېڅ احوال نشته او اوس له سرپناه پرته پاتې یو."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د وضعیت د مدیریت او د هر ډول ناورین د مخنیوي لپاره یې دولتي ټیمونه او نادولتي ادارې همغږې کړي دي، خو د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې راستانه شوي کډوال د سرپناه، خوراکي توکو، د څښاک اوبو او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هرات یوه اوسېدونکي خیرالله ازادي راډيو ته وویل "هېواد ته د کډوالو خصوصا هرات ته یې راتګ د خلکو جدي اندېښنې راپارولي دي، دوی دلته د استوګنې ځای او د ژوند لپارهېڅ ډول اسانتیاوې نه لري، د ځمکو، کورنو او ان د کورنو د کرایې بیې هم هرات کې ډېرې لوړې شوې دي."

له ایرانه ستانه شوي کډوال د طالبانو له حکومت، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي او د کار، خوراک او سرپناه زمینه ورته برابره کړي.

هڅه مو وکړه چې د کډوالو د اندېښنو او مرستو په اړه په هرات کې د طالبانو د والي ویاند مفتي یوسف سعیدي نظر هم واخلو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په دې وروستیو ورځو کې د ایران حکومت اسراییلو سره د شخړې په ترڅ کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې ۴۲ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس احمدالله متقي په خبره، یوازې د چهارشنبې په ورځ د(جون ۲۵) له ۳۰ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو اندېښنې راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۶) د یوې اعلامیې په خپرولو افغانستان ته چې لا له وړاندې له بشري ناورین سره مخ دی د کډوالود پر ستنېدو اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما ویلي، سږ کال او تر اوسه له یو میلیونو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. چې د یوناما په ټکو دې پراخې بېرته‌ستنېدنې افغانستان کې بشري ناورین چې لا له وړاندې د نړیوالو مرستو د کمښت او وچکالۍ له امله سخت شوی و پیچلی کړی دی.

یوناما خبرداری ورکړی چې که سمدیستي او مؤثر ملاتړ ونه شي، نو راستې شوې کورنۍ به له ژورې بې‌وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG