نن د جون ۲۷ مه ( د نابینایانو او نه اوریدونکو یا کڼو) نړیواله ورځ ده. دغه معلولان هر یو ځانته کیسې لري. مونږ د یوه هغه ژوند ته کتنه کړې.
" زه خپله د دې جنګ، جګړو او میلیونونه خلک نور یې قرباني دي."
دا د افغان پېژندل شوي شاعر او لیکوال باقي بریال خبرې دي.
هغه چې په تانده ځوانۍ کې یې یوې پیښه کې دنیا په سترګو تیاره شوه.
ښاغلی بریال ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغې ورځ کیسه داسې کوي." د ۱۳۶۱ کال د سرطان میاشتې په ۱۵ مه، دغه د پنجشیر په سیمه کې، هغه وخت زه ډیر ځلمی ومه، ډیر ځوان ومه، تقریبا د ۲۶ نیمو کلونو راتلمه، نو ضد پرسونل ماین مې د پښې لاندې وچاودېدو او زما ښي پښه له زنګانه ښکته پرې شوه او سترګو مې هم ضرر ولیدو."
نوموړی وايي، په لومړیو کې ورته ډیره ستونزمنه وه خو په خبره یې شعر او فرهنګ یې د تیاره لارې مشال شو" په ابتدا کې ماته په حیث د یو انسان ډیره ستونزمنه وه، خو ماته همدې شعر او فرهنګ نجات راکړ، ما وویل چې له دې ظاهري نابینایۍ د زړه مساله مهمه ده، زه وجدان لرم او ما د وطن لپاره قربانۍ ورکړې دي."
په ابتدا کې ماته په حیث د یو انسان ډیره ستونزمنه وه، خو ماته همدې شعر او فرهنګ نجات راکړباقي بریال
د باقي بریال تر اوسه د شعرونو څلور ټولګې چاپ شوي دي، ده له پښتو سربیره په دري ژبه هم شاعري کړې، د ژورنالیزم په برخه کې یې هم کار کړی دی، او څو دورې د افغانستان په مشرانو جرګه کې د شهیدانو او معلولینو انتصابي سناتور هم پاتې شوی دی" ۶۴ کال نه ورسته ما خپل فرهنګي فعالیتونه پیل کړل او تر اوسه مې څلور پنځه کتابه چاپ شوي دي، د تنظیمي جګرو پر مهال پېښور ته ولاړم او هلته د "روشندلان" او "نور" مجلو مسوول مدیر وم، د ملي شورا له پرانیستې سره سم د شهیدانو او معلولینو انتصابي استازی ومه ، د شهیدانو او معلولینو د کمیسیون مرستیال مشر ومه، ۹۷ کې بیا زما دنده هلته پای ته ورسېدله. "
۷۰ کلن بریال چې له نابینایۍ ورسته یې د لسانس تر کچې په سیاسي او نظامي برخه کې له هیواده بهر زده کړې کړي وايي، هر انسان یو خلاقیت لري چې باید په کمه سترګه ورته ونه کتل شي" واقعاً بې وسه یې فکر کوي، خلاقیت ته یې نه ګوري، چې الله انسان ته یو خلاقیت ورکړی وي، هغه ته یې توانمندي ورکړي وي، مونږ ډیر مثالونه لرو دې برخه کې، ډاکټر طه حسن مصري د مصر د پوهنې وزیر و ، یا په امریکې کې هلن کلر ده فکر کوم، څوک چې نابینا او نا شنوا وه، نور ډیر مثالونه لرو، دلته په افغانستان کې هم ډیر لرو، لیسانس شول فارغه شول."
نن د جون ۲۷ د هلن کلر د زېږون له ورځې سره برابره ده، هغه چې ښاغلي بریال یې هم یادونه وکړه.
هغې ویلي وو" که احساس دې د الوت وي، مه څښیږه"
دا ورځ د ۲۰۲۳ کال په جون کې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمي ډول ، د نه لیدلو او نا اوریدلو یا د هغو کسانو چې د لیدلو او اوریدلو توان نه لري په نوم ونومول شوه.
د یادونې ده، په افغانستان کې له څلور نیمو لسیزو زیاتو جګړو په میلیونونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي. په دې ټپیانو کې د باقي بریال په شان کسان هم شامل دي چې دنیا ورته د تل لپاره تیاره شوې او یا هم خاموشه شوې ده.
د امریکا په کلفورنیا کې د "Unspoken Language Services" یا " د ناویلې ژبې خدمتونه "په نوم د یوې موسسې د شمیرو له مخې چې د اشاره يي ژبې خدمتونه وړاندې کوي، په افغانستان کې له شا او خوا څلویښت کلنې جګړې ورسته د هغو کسانو شمیر چې د اوریدلو معلولیت لري زیات شوی دی.
دې موسسې په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر چې نه یې اوري ۳ لکه او ۹۴ زره ښودلې چې ویلي ۱۰ زره یې ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکو بیا د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد په ۳۱مه نېټه په کابل کې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نوم یوه خبري ناسته کې بیا د ټولو ثبت شویو معلولینو شمېر نږدې دوه لکه ښودلی و.
د افغانستان په شان ورسته پاتو ټولنو کې معلولیت لرونکو کسانو سره د ناسم چلند بیلګې کمې نه دي، چې خپله دوی یې په اړه په وار وار ویلي دي.
باقي بریال دوی ته پیغام لري"که ستاسې بچي معلوبیت ولري، شاید د مختلفو عواملو په اساس باندې، معلول زېږېدلي، یا د ناروغیو له امله، د جګړو امله، توانمندي ورته ورکړئ، ویې هڅوئ او لاس نیوی یې وکړئ. هغوی په ټولنه کې د ژوند او احترام حق لري."