د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالستار وایي، په کور کلي کې یې بېلابېلې ناروغۍ زیاتې، خو ناروغان لازمو روغتیایي خدمتونو اودرملو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو سره مخ دي.
ده ازادي راډیو ته پسې زیاته کړه:
"موږ ځینې روغتیایي مرکزونه لرو خو خدمتونه یې کم او د ولسونو ګڼه ګوڼه پرې زیاته ده،هغه ډول چې لازمه ده دوی رسېدنه نه شي کولای، موږ له ډېره ستونزو سره مخ یو."
د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ د قره قل سیمې اوسېدونکې ۲۱ کلنې نجلا بیا ازادي راډیو ته وویل، د دوی او په ګڼو نورو سیمو کې تن یو کلنیک هم نشته چې له امله یې ډېرځله د بېلابیلو ناروغیو درلودونکو په ځانګړي ډول امېندوارو میندو ژوند له ګواښ سره مخ کوي:
"دلته ډېرې کورنۍ اوسېږي خو بې وزله دي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، قره قل سیمه کې خو ښځې او ماشومان روغتیایي مرکزونو ته ډېره اړتیا لري، څو داسې پېښې هم شوي چې د امیندوارو ښځو ماشومان مړه شوي او دوی هم بد وضعیت ته رسېدلې دي."
دا افغانان داسې وخت روغتیایي مراقبتونو، خدمتونو او اسانتیاوو ته د نه لاسرسي شکایتونه کوي چې د «ایمرجنسي» په نوم و نړیوال بنسټ هم په خپل تازه خپور کړي راپور کې هم ورته اندېښنه مطرح کړې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې غیر ساري ناروغۍ مخ په پراخېدو دي، ډېری خلک د لسیزو جګړو له امله له ویجاړ شوي روغتیایي سیستم سره مخ دي.
«ایمرجنسي» ازادي راډیو ته د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) په استولي راپور کې چې یوه کاپي یې پر خپله وېب پاڼه هم خپره کړې، زیاته کړې چې دې هېواد کې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته زیات شمیر افغانان د روغتیایي خدمتونو په لټه کې دي.
خو د راپور په ټکو په دې برخه کې له لسیزو پانګونې وروسته هم د افغانستان د روغتیایي خدمتونو زیربناوې د دې جوګه نه دي چې خلکو ته (له پېښو) د ور اوښتو زیانونو او ټپونو، زېږون جدي مراقبتونو او جراحۍ عملیاتو اړوند مخ په ډیریدو اړتیاوې پوره کړي.
دغه بنسټ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۰۰ افغان ناروغانو، روغتیا پالانو او روغتیایي کارکوونکو سره د مرکو پربنسټ" په افغانستان کې بیړني، جدي او عملیاتي پاملرنې ته لاسرسي» په نوم خپل دې تازه راپور کې لیکلي چې دې حالت او په لوړه کچه زیانونو یې، اوږد واټن او د لګښتونو نه شتون، ډېرې ښځې او امېندواره میندې اغیزمنې او دوی یې دغو خدمتونو ته لاسرسي لپاره له خنډونو سره مخ کړې دي.
دې راپور کې د «ایمرجنسي» د مشرې روسلا میکسیو په حواله راغلي چې «افغان ولس د لسیزو جګړو له امله روغتیايي ناامنۍ سره مخ و او اوس له ګډو اقتصادي او بشري ناورینونو سره مخ دي.»
راپړر کې د نوموړې په حواله دا هم راغلي چې باید له ټولنې تر روغتیایي مرکزه، د فزیکي لاسرسي وړ اسانتیاوو برابرولو، په سمه توګه د روغتیایي کارکوونکو روزنې، له روغتونونو یو بل ته د راجع کولو سیسټم او ناروغانو ته پر وړیا خدمتونو وړاندې کولو غور وشي.
خو نوموړې اندېښنه ښودلې چې پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار اړوند د طالبانو بندیزونو نه یوازې اوس بلکې په ټکو یې د ټول افغانستان راتلونکی هم ګواښي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په راپور کې د مرکه شویو کسانو او ایمرجنسي د شکایتونو او څرګندونو اړوند د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم د افغانستان له ګڼو ولایتونو خلکو، د روغتیا نړیوال سازمان او ګڼو بشري سازمانونو په افغانستان کې دروغتیایي سیسټم د وضعیت اړوند اندېښنې شریکې کړې دي.