د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

له ایران څخه دافغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده


داسلام کلا دبندر له لاری له ایرانه افغانستان ته ستنیدونکي کډوال
داسلام کلا دبندر له لاری له ایرانه افغانستان ته ستنیدونکي کډوال

د ایران په پلازمینه تهران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي، په وروستیو ورځو کې د بې اسناده کډوالو نیول او ستنول ډېر زیات شوي دي. دوی ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل چې دې وضعیت سخت اندېښنمن کړې دي. هرات کې طالب چارواکي وایی هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته راځي.

د تهران والي له دې اعلان ورسته چې د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل باید چټک شي، اوس یو شمېر افغانان چې په تهران کې ژوند کوي وایي، په ورستیو ورځو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل د پام وړ زیات شوي دي.

دوی د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۵مه) ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، چې دې حالت سخت اندېښمن کړې دي.

یو له دوی څخه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وویل:

په هغه اعلامیه کې چې خپره شوې ویل شوي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، باید ژر ایران پرېږدي. په هر ځای کې امنیتي پوستې جوړې شوي، او هر افغان چې وویني اسناد یې ګوري، که قانوني اسناد ونه لري، نو هغوی بېرته افغانستان ته شړل کېږي.


یو بل افغان چې دی هم نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ورته اندېښنه څرګنده کړه:

په دې څو ورځو کې یو ځل بیا د بې اسناده افغان کډوالو نیول پیل شوي، او وایي هر هغه څوک چې غیرقانوني وي، باید هر حال کې له ایرانه وایستل شي. او دا بهیر د پخوا په پرتله ډیر چټک دی.


په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو کمېسیون مشر حضرت آغا زعیم ویلي چې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان د هرات ولایت د اسلام‌قلعه له پولې افغانستان ته راځي.

یوشمېر کورنیو رسنیو چهارشنبه (د جون ۲۵مه) د نوموړي په حواله ویلي چې دا بېرته ستنېدل د ایران حکومت له هغې مهلت وروسته زیات شوي چې بې اسناده افغان کډوال ته یې د وتلو لپاره ورکړی و.

نوموړي دغه شان له ایرانه د افغان کډوالو د پراخه ستنولو دا لړۍ د ایران او اسرائیلو ترمنځ وروستیو شخړو پورې تړلې مسله هم بللې ده.

داسې مهال چې د ورد ویژن په نوم نړیوالې مرستندویې ټولنې څلور ورځې مخکې په ورځني ډول د راستنو شویو شمیر شا او خوا ۵ زره بللی و.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې، د تهران والي هم د د ده په خبره د غیرقانوني اتباعو د راټولولو او ایستلو د طرحې د شدت په اړه ویلی وو.

یوشمېر ایراني رسنیو له دې ډلې مهر، راپور ورکړی چې محمد صادق معتمدیان ویلي، د پولیسو، د بهرنیو اتباعو د چارو مرکز او نورو اړوندو ادارو په مرسته دا پروسه لا چټکه شوې ده.

نوموړي دغه شان له خلکو غوښتي چې د غیرقانوني کډوالو د استوګنځایونو په پېژندنه کې مرسته وکړي او دا کار یې یوه امنیتي او ټولنیزه اړتیا بللې ده.

ایراني چارواکي او رسنۍ د "بهرنيو اتباعوو" یا “غیرقانوني اتباعو" اصطلاح هغو افغان کډوالو ته کاروي چې د اقامت قانوني اسناد ونه لري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني هم د دوشنبې په ورځ، د جون ۲۳مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې ایران به له خپل هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم چټک کړي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) هم مخکې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د می میاشتې په درېیمه اوونۍ کې له ایرانه تر ۶۱ زرو زیات افغانان افغانستان ته تللي دي.

دغه سازمان ویلي، د ایران حکومت هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، د ۲۰۲۵ کال د جولای تر ۶ نیټې پورې د وتلو مهلت ورکړی دی.

د (ای او ایم) په وینا دا اقدام ښایي تر څلور میلیونو زیات کسان اغېزمن کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) مخکې ویلي وو چې د روان کال په اپریل او می میاشتو کې له ایرانه او پاکستانه تر نیم میلیون زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG