د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۳

سپینه ماڼۍ: د وتلو له ګواښ سره مخ افغانان محاکمو ته مراجعه کولای شي


له افغانستانه د تخلیې بهیر، ارشیف
له افغانستانه د تخلیې بهیر، ارشیف

د امریکا متحده ایالات وايي که هغه افغانان چې په دې هیواد کې یې د لنډمهالي خوندیتوب موده پای ته رسېدلي وي په دې هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي قضیې به یې د امریکايي محکمو له لوري په انفرادي ډول وڅېړل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د اپریل په ۲۲ مه په یو خبري کنفرانس کې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د عیسوي افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب د لغوه کېدو په اړه له کومې مشخصې اشارې پرته د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هغه کډوال چې د بایډن د ادارې پر مهال متحده ایالاتو ته داخل شوي او لنډمهالی خوندیوب یې ترلاسه کړی ژر به یې دا مصونیت پای ته ورسیږي.

د افغانانو لپاره "لنډمهاله خوندیتوب حیثیت" لغوه شوی نه دی، بلکې د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې ده
د سپینې ماڼۍ ویانده

خو نوموړې ټینګار وکړ چې د افغانانو لپاره "لنډمهاله خوندیتوب حیثیت" لغوه شوی نه دی، بلکې د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې ده.

میرمن لیوټ وویل د هغو کسانو لپاره چې امریکا ته داخل شوي او غواړي د پناه غوښتنه وکړي، یوه قانوني پروسه ده او قضیې به یې د قاضي له خوا د هغوی د قضیو پر بنسټ وڅیړل شي"که چیرې داسې خلک وي چې د بایډن د ادارې پر مهال متحده ایالاتو ته داخل شوي وي او غواړي د پناه غوښتنه وکړي، نو د دوی لپاره یو قانوني پروسه شته او دا قضیې به د قاضي لخوا وڅیړل شي، موږ په خپل هیواد کې د کډوالۍ لپاره قانوني پروسه لرو او حکومت یې د عملي کولو هڅه کوي."

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال چې په امریکا کې یې د راتلونکې مې په ۲۰ مه "لنډمهاله خوندیتوب" پای ته رسیږي، د امریکا له حکومت غواړي چې په افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په پام د دوی د پاتې کېدو موده وغځوي.

له ډلې یې یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور ازادي راډيو ته وویل:"موږ اوس مهال له دې پرېکړې خوښ نه یو، نه پوهیږو چېرته ولاړ شو، یا چا ته شکایت وکړو، خو لا هم هیله شته چې حکومت به د افغانانو په اړه داسې پرېکړه وکړي چې له مخې یې لږترلږه موږ ته وخت راکړي یا زموږ د پاتې کیدو موده وغځوي ترڅو موږ دلته ښه او باعزته ژوند ولرو."

موږ اوس مهال له دې پرېکړې خوښ نه یو، نه پوهیږو چېرته ولاړ شو، یا چا ته شکایت وکړو
امریکا کې میشت یو افغان چې لنډمهاله خوندیتوب لري

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مکلالین د اپریل په ۱۱ مه په یوه بیان کې وویل وزارت یې دې پایلې ته رسیدلی چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور د لنډمهاله خوندیتوب حالت معیارونه نه پوره کوي، په همدې بنسټ به د مې له میاشتې وروسته، د هغو افغان او کامروني اتباعو د لنډمهاله محافظتي استوګنې اسناد چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي نور د اعتبار وړ نه وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون یو شمېر پناه غوښتونکو له متحده ایالاتو څخه د وتلو پیغامونه ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي که په اوسنیو شرایطو کې دغه افغانان خپل هیواد ته ستانه کړل شي ژوند به یې له جدي ګواښونو سره مخ شي.

له ډلې یې احمد ذکی خلیل ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې د ښځو او مذهبي لږکیو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي ،سیاسي ازادي نشته، ډیری هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې د لنډمهاله ساتنې تر قانون لاندې ژوند کوي که چیرې دوی بیرته افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو د حکومت له لوري له جدي ګواښونو سره مخ کیږي."

په همدې حال کې فاکس نیوز په دې وروستیو کې راپور ورکړ چې د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د ادارې د پالیسۍ له امله سلګونه افغان عیسویان د ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي او مذهبي مشرانو غوښتنه کړې چې د افغان عیسویانو د اخراج مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې یو شمېر افغانانو په وروستیو کې له دې ویرې چې له امریکا څخه ونه ویستل شي عیسویت منلی او دوی باور لري چې په لویدیځو هیوادونو کې د لږکیو ملاتړ کیږي.

د امریکا مخکیني ادارې د ۱۴۶۰۰ افغانانو لپاره چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ امریکا ته داخل شوي وو د لنډمهاله خوندیتوب اجازه لیکونه چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې څخه د ۲۰۲۵ کال د می تر ۲۰مې پورې د ۱۸ میاشتو لپاره وغځول.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست، د امریکا حکومت له ۸۲۰۰۰ څخه ډیر افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.

له دې ډلې له اویا زرو څخه ډیر خلک د «پَرول» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې له لنډمهالې استوګنې سره امریکا ته داخل شول.

د لنډمهاله محافظتي استوګنې حیثیت د هغو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیږي چې طبیعي پیښې، جګړې او نورې استثنایي پیښې یې لیدلي وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه شان د جنوري په ۲۰ مه نېټه د کډوالو د بیا میشتنېدنې پروګرام د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه چې له امله یې زرګونه افغانان چې هغه هیواد ته د لېږد په تمه دي نامعلوم برخلیک سره مخ شول.

XS
SM
MD
LG