په داسې حال کې چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو په اړه مخکې هم راپورونه ورکول شوي، د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف د چلډرن) د یوې نوې ارزونې له مخې وضعیت به لا بدتر شي.
دغې ادارې په خپلې یوې نوئ ارزونه کې ویلي د نړۍ په لسو هیوادونو کې چې افغانستان یې په سر کې دی لږ ترلږه ۱۱۰۰۰۰ په شدیدې خوراځواکۍ اخته ماشومان چې د دوی له ملاتړه برخمن دي ښايي په راتلونکو میاشتو کې د بشرپاله مرستو د کمښت له امله د تغذیې د بېړنیو خوراکي موادو له لاس رسي بې برخې شي.
سیف د چلډرن په خپلې دې اروزنه کې چې چهارشنبه د اپریل په ۲۳ یې د ریلیف په ویب پاڼه خپره کړې دا مرستې د خوارځواکو ماشومانو د ژوند د بقا لپاره مهمې بللي دي.
دوی زیاته کړې چې افغانستان، ایتوپیا، کینیا، مالي، میانمار، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان او یمن هغه هیوادونه دي چې د یاد شمیر خوارځواکو ماشومانو لپاره د هغوی د ژوند ژغورونکو معالجوي خوړو " RUTF " دکمښت په برخه کې له ډېر لوی ناورین سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې بې وزلۍ تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته شوي وايي د غربت له امله خپلو ماشومانو ته بشپړ خواړه نه شي برابرولی.
د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په کور کې یې دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي"دلته په خوارځواکۍ ډېر ماشومان اخته دي، زموږ په کور کې یو درې کلن ماشوم او بل دوه کلن خوارځواکه دي، څه به وکړو بې وزلۍ ډېره زیاته ده، کار نشته، کلنیکونه نشته، خپله هم ناروغان یو، خو د درملنې وسه نه لرو."
د همدې ولایت د اچین ولسوالۍ یوه روغتیايي رضا کار چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې یوازې د دوی په ولسوالۍ کې سلګونه په خوارځواکۍ اخته ماشومان شته چې کورنۍ یې بې وزله دي او خپلو ماشومانو ته پوره خواړه نه شي رسولی"دلته یوازې زموږ په یوه ولسوالۍ کې ۲۳۳ ماشومان په متوسطې او ۹۲ نور په شدید خوراځواکۍ اخته دي، دا یوازې د یوې ولسوالۍ حال دی، ځکه خلک بې وزله دي، کار نشته، روغتیايي خدمتونه هم هغسې نه شته."
خو ژوند ژغورنکي معالجوي خواړه یا " RUTF " چې بې وزله هیوادونو کې خوارځواکه ماشومانو ته ورکول کیږي څه ځانګړنې لري؟
سیف د چلډرن وايي د خوارځواکه ماشومانو د درملنې لپاره دغه تیار شوي خواړه له مغذي او انرژۍ نه ډک اوړه دي چې معمولا د پلیو، بورې، د شیدو، له پوډرو منرالونو، ویټامیونو او غوړیو څخه جوړیږي.
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي چې په تېرو دیرشو کلونو کې دغو خواړو د هغه میلیونونو ماشومانو ژوند ژغورلی چې په خوارځواکۍ اخته وو.
دغه سازمان خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د لوږې کچه په شدت سره د زیاتېدو په حال کې ده، دغه مغذي خواړه چې د دوی له لوري ماشومانو ته ویشل کېدل اوس مهال ان د نړۍ له له ۴۰ سلنه کمه اړتیا تامینولی شي، او میلیونونه ماشومان ورڅخه بې برخې کیږي.
په ارزونه کې راغلي په ۲۰۲۴ کال کې دغه خوړو ته د اړتیا د زیاتوالي له امله دوی د دغه خوړو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ وو او د دې تمه کېدای شي چې په ۲۰۲۵ کې دا وضعیت لا بدتر شي.
سیف د چلډرن ویلي په نړیواله کچه د پنځه کلونو کم عمره ماشومانو په هرو پنځه مړینو کې یې یو یې د شدېدې خوارځواکۍ له امله وي هغه پدیده چې د ماشومانو د بقا لپاره یو له تر ټولو سترو ګواښونو بلل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اپریل په ۱۵ مه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی وو چې "د افغان خوارځواکه ماشومانو وضعیت په بیړني حالت" بدل شوی دی.
دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او د دې ماشومانو د ملاتړ لپاره مرستې ته اړتیا لري.
روغتیا پوهان وايي خوارځواکي د خرابې تغذیې یا د غذايي موادو د کمښت یا مطلق بندیدو له امله په ماشومانو او لویانو کې رامنځته کیږي خو تر ډېره ماشومان اغیزمنوي.
دوی وايي ماشومانو ته پوره خواړه ورکول د دغې ناروغۍ د مخنیوي لارې دي خو بې وزله افغانې کورنۍ وايي د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله نه شي کولای خپل ماشومان سم تغذیه کړي.