د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۳

د کتاب نړیواله ورځ، کوم کسان چې د مطالعې ذوق لري، کتابونو ته په لاسرسي کې ستونزه لري


افغانستان کې د سړک غاړې یو کتاب پلورنځی، ارشیف
افغانستان کې د سړک غاړې یو کتاب پلورنځی، ارشیف

د اپریل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې دننه د نورو هېوادونو پرتله د کتاب لوستلو دود کمرنګه دی. له هېواده بهر یوشمېر افغانان بیا چې په وینا یې د مطالعې ذوق لري، کتابونو ته لاسرسی ورته محدود دی.

بهر کې د پښتو او دري کتابونو یو شمیر افغان مینوال وايي، د مطالعې شوق لري خو له وطنه ورته د کتابونو راوړل سخت دي.

دوی وايي د کم وزن اجازه لري نو ستونزمنه ده چې ډیر کتابونه ځان سره راوړي.

افغانستان کې یو شمیر کتاب پلورنکي هم دا خبره تایدوي وايي، داسې کسان ډیر ورځي چې زړه یې کېږي کتابونه واخلي خو د وړلو ستونزه یې لري.

یو شمیر بهرمیشتي لیکوال او د مطالعې مینوال بیا وايي، اوس د ځينو پلټفارمونو په مت کولای شي خپل د خوښې وړ کتاب د کور په وره کې ترلاسه کړي.

" زړه مې غواړي چې د ټول کابل کتابونه ځان سره راوړم خو نه یې شم راوړلای."

په هالند کې میشته افغانه حنا پرديس وه.

نوموړې وايي د کتابونو او مطالعې ډیر شوق لري، کله چې افغانستان ته ولاړه شي ځني کتابونه له ځانه سره راوړي، خو ډیر ځکه نه شي راوړلی چې په خبره یې جامې او نور اړین توکي هم ورسره وي" ډیر نه شم راوړلای، ځکه شل کیلو وزن حق لرم، بس هر ځل چې ولاړه شم لس، دولس ټوکه اخلم."

په افغانستان کې یو شمیر کتاب پلورنکي هم دا خبره تایدوي وايي، له بهره چې مسافر ورځي زړه یې کېږي چې ډیر کتابونه واخلي خو د وزن د ستونزې له امله یې نه شي اخیستلای.

کندهار کې د یو کتاب پلورنځي مسوول صادق صداقت ازادي راډیو ته وویل"دوی چې افغانستان ته راشي، کتاب پلورنځیو کې ګرځي، کتابونه یې دیر خوښ دي خو د وزن په خاطر چې دا مونږ نشو وړلای بیا یې پرېږدي. دا دوه، درې ورځې مخکې هم دوه ملګري راغلي وو کتابونه یې خوښ شول، بیا یې په دې خاطر ډیر کتابونه پرېښودل چې زمونږ وزن زیاتېږي نه یې شو وړای."

خو یو شمیر بهرمیشتي لیکوال او د مطالعې مینوال بیا وايي، دا ستونزه کرار کرار په هوارېدو ده او اوس د ځينو پلټفارمونو په مت کولای شي خپل د خوښې وړ کتاب د کور په وره کې ترلاسه کړي.

لیکوال او شاعر احسان الله درمل ازادي راډیو ته وویل" اوس مهال په ځینو هیوادونو کې په ډیجیتال بڼه هم ځني کتابونه اخیستلی شو، د ځينو پلټفارمونو له لارې لکه لولو، امازون او ځني نور د کتاب پلورلو سیستمونه دي چې کتابونه لري او بنده کولای شي چې په یو کلیک کتاب په دوه یا درې ورځو کې کورته راوغواړي، البته ځني پلټفارمونه دي چې د رالېږلو موده یې یو څه اوږده ده خو ځنی شته چې په بېړني ډول یې هم لېږي."

طالبانو پخوا د یوشمېر کتابونو پر پلور بندیز لګولی او تایید کړې ده چې له بازاره یې ۴۰۰ عنوانه داسې کتابونه راټول کړي چې د دوی په ټکو له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.

دوی پخوا تر دې له تعلیمي مرکزونو څخه د هغو کتابونو د ټولولو امر هم کړی و چې په وینا یې حنفي فقهې سره اړخ نه لګوي.

کندهار کې کتاب پلورنکی صادق صداقت بیا وايي په ډیر کم شمیر سره کتابونه له دې لارې تر لاسه کیدای شي، داسې مهال چې ذوقونه مختلف دي او هر څوک به د خپلې خوښې او علاقې کتاب غواړي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې به د کتاب مینه والو او هم لیکوالو کتابونه د پوست له لارې ترلاسه کول، چې دیری دا کتابونه به د پاکستان له لارې په ډیره ارزانه بیه نورو هیوادونو ته لېږل کېدل ځکه چاپ چارې یې په پېښور یا لاهور کې ترسره کېدې.

خو ننګرهار کې د مومند کتاب پلورنځي مسوول نجیب مومند وايي اوس دا امکانات نشته ځکه په خبره یې تر ډیره چاپ چارې هم اوس په افغانستان کې دننه ترسره کېږي"مونږ خو به پخوا ډیر کتابونه په پېښور کې چاپول نو پېښور نه بیا ډیر اقتصادي وو، په خارج کې به چې لیکوالانو کتاب چاپولو بیا به یې ویل، چې سل، دوه سوه، څلور سوه ټوکه راولېږه، بیا به مونږ هغه د لاهور له لارې لېږل هغه به ډیر اقتصادي راتلل اوس زیات پریتنټینګ مونږ دلته کابل کې کوو."

د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په لومړیو کې ډیری شخصي کارګو ګانو به هم بهرته د کتابونو د لېږلو خدمتونه ترسره کول خو د دغو شرکتونو یو شمیر مسوولینو او په کابل ځینو کتاب پلورنکو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو وویل، طالبانو دا چاره هم اوس سخته کړې او محدودیتونه یې پرې لګولي دي.

دوی وايي اوس چې کتابونه بهر ته لېږل کېږي د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتد اړوند کمیسون اجازه باید ولري.

د یادونې ده د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ځنیو کتابونو په پلور هم بندیز لګولی و.

دغه وزارت په دې ترڅ کې له کتابتونونو د شااوخوا ۴۰۰ عنوانه کتابونو د ټولولو لړۍ پیل کړې وه او ویلي یې وو چې دا کتابونه ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

خو یو شمېر هغه لیکوالو چې کتابونه یې د یادو لاملونو له امله ټول شوي وو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو، د دوی کتابونه له دیني او فرهنګي ارزښتونو سره هېڅ ټکر نه لري او ادعا یې کړې وه چې د طالبانو حکومت دوی سره د نظر د اختلاف له امله دا اقدام کړی دی.

نن د اپریل ۲۳ د کتاب نړیوال ورځ ده.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو په ۱۹۹۵ میلادي کال کې دا ورځ د کتاب د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

په افغانستان کې دا ورځ مخکې تر ډیره د کتابونو د نندارتونونو په جوړولو سره نمانځل کېده او کتاب پلورنځيو به مینه والو ته ځانګړی تخفیف په پام کې نیولو، چې په دې ډول هغوی سره چې د کتاب لوستلو شوق لري خو د اخیستلو وس یې نه لري یو ډول مرسته او همکاري کېده.


XS
SM
MD
LG