له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په اوج کې په افغانستان کې له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق"یونیسف" وايي تېرو شا اوخوا اتو میاشتو کې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو کړل شویو افغان کډوالو تقریبا دوه په درېیمه برخه یې ماشومان دي.
د دې ادارې رییس تاج الدین اویوال د اپریل په ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي د دغه ماشومانو په منځ کې ۷۸۲ یې د بېرته ستنېدو په جریان کې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي وو، خو د یونیسف په مرسته، بېرته یوځای شول.
نوموړي ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر راهیسي له پاکستان ۶ لکه افغان کډوال راستانه شوي.
ښاغلي اویوال په دې بیان کې تورخم ته د خپل وروستي سفر خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې هلته یې په یوه دوستانه فضا کې له راستنو شویو افغان ماشومانو سره کتلي دي.
افغانستان ته ستنې شوې یو شمېر کورنۍ چې ګڼ ماشومان لري وايي د سرپنا د نه موجودیت په ګډون د ژوند له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د ننګرهار اوسېدونکي عمران چې شپږ اولادونه لري ازادي راډيو یې ته وویل چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه سخت اندېښمن دی" هلته مو کار کولو، ژوند مو ښه روان و، ماشومان ښوونځیو ته تلل، مدرسو ته تلل، زموږ لګښتونه پوره کېدل، دلته چې راغلی یو، کارونه نشته، مصارف نه شو پوره کولای، د یو سخت ژوند سره مخامخ یو."
د کابل د سروبې ولسوالۍ یو اوسېدونکې خان زمان چې تازه د خیبرپښتونخوا له پېښور ښار څخه په جبري ډول افغانستان ته ستون شوی هم له ورته ستونزې شکایت کوي.
نوموړي ازادي راډيو ته ووږیل"دلته له ډېرو ستونزو سره مخ یو، سرپناه نه لرو، کار نه لرو، کورنۍ مو ټوله خفه ده، ماشومان مو خفه دي، ښوونځیو ته تګ نشته، هلته خو به مو کار کاوه لږ ترلږه د ماشومانو د ښوونځیو لپاره مو فیسونه پیدا کولای شول دلته هیڅ نه کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اپریل میاشتې په اتلسمه د ماشومانو د ساتنې سازمان "سیف ده چلډرن" په یو راپور کې ویلي وو چې د اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې د راستنو شویو کورنیو په ډله کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان دي ، چې له هرو پنځه تنو څخه یو یې له پنځو کلونو کم عمر لري.
د دې سازمان په راپور کې راغلي وو چې ۲۰۲۳ له سپتمبر راهیسې شاوخوا ۹ لکه او ۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ستانه شوي چې شاوخوا ۵۴۵ زره یې ماشومان دي.
"سیف د چلدرن" د دې ماشومانو د زدهکړو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې د دې ماشومانو دوه په درېیمه برخه یې لاهم په ښوونځیو کې نه دي شامل شوي او ډېر یې د نوملیکنې لپاره اړین اسناد نه لري.
دغه سازمان له دې وړاندې ویلي وو چې له پاکستانه ستانه شوي کډوال ماشومان په افغانستان کې مناسبو کورونو، خوړو او زده کړو ته د لاس رسي اړتیاوې لري.
پاکستان د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په دې هیواد کې د میشتو بې اسنادو او ای سي سي یا افغان تابعیت کارت لرونکو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پیل او ورځ بلې ته چټکه کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ"یو ان ایچ سی ار" د معلوماتو له مخې، د اپریل په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۸۴۸۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې شمیر ۱۹۶۰۰ یې ایستل شوي دي.
ډیرې راستنو کړل شویو کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه هم ورکړل شوي.
تازه د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست مولوي عبدالکبیر پاکستان نه د افغان کډوالو د جبرې اېستل کېدو په اړه انتقاد کړی ویلي، د دې کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی د زغم وړ نه دی او د دواړو هیوادونو د ملتونو تر منځ یې د کرکې لامل ګڼلی.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د اپریل په ۲۲ مه په خپل ایکس پاڼه( پخواني ټویټر) لیکلي چې نوموړې دا خبرې یونما سره د کډوالو د ستونزو د هواري په موخه تخنیکي ناستې ته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته د خپل تازه سفر په تر څ کې ( د اپریل ۱۹) ویلي وو افغان کډوالو سره به نا مناسب چلند ونشي او په دې برخه کې به جدي ګامونه پورته شي.