د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۲

پاکستان د کډوالو د ځورونې د مخنیوي لپاره ځانګړې اداره جوړه کړې


افغان کډوال د وطن په لور
افغان کډوال د وطن په لور

پاکستان وايي د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کې د هغوی د ځورونو د مخنیوي لپاره یې یوه ځانګړې اداره جوړه کړه. دغه اقدام کابل ته د دغه هېواد د مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.

کابل ته د پاکستان صدارعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق دار له سفر وروسته دغه هېواد له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کې د هغوی د ځورونو د مخنیوي او د دوی د ملکیتونو او وسایلو د انتقال په وړاندې د مشکلاتو د لیرې کولو په هدف د ستونزو د اورېدو د کنترول د ادارې د جوړېدو اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په دې اړه په یو بیان کې د دغه ادارې جزیات خپاره کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې دغه اداره د اړیکو لپاره څلور بېلابېلې شمېرې لري چې د ستونزې پر وخت به کډوال ورسره اړیکه نیسي.

وړاندې راغلي چې دا اداره په کابل کې د دواړو لورو ترمنځ په وروستۍ ناسته کې د شویو پرېکړو پر بنسټ رامنځته شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا اداره د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر کې د شفافیت او انساني چلند د تأمین لپاره کار کوي او هر ډول شکایتونو ته به رسېدنه کوي.

که څه هم محمد صادق ویلي چې یاده اداره به ۲۴ ساعته فعالیت کوي، خو په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال چې د اخراج له خطر سره مخ دي وايي ډېری وخت دغه ډول اقدامات نمایشي بڼه لري او د اړتیا پر مهال دوی سره مرسته نه کوي.

په پنډۍ کې مېشت یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي هم ورته شکایت وکړ:
«موږ ان له کورونو نه شو وتلی، وضعیت ډېر بد دی چې ونیول شې پولیس درنه هر څه اخلي، دوی چې اوس کوم د مرستې کومه لیکه رامنځته کړې ده، موږ فکر کوو چې دا به د اړتیا په وخت کې کار نه کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا باید فعاله وي ترڅو د ستونزې پر مهال ورسره اړیکه ونیول شي.»

په پېښور کې مېشت د «اې سي سي» کارت لرونکی افغان کډوال عبادالله ناصري ازادي راډيو ته وویل:

«د کډوالو د ایستلو بهیر په ډېرې چټکۍ روان دی او افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د ستنېدو پر مهال له کډوالو سره ناوړه چلند کېږي، له دوی پیسې اخیستل کېږي او دوی سخت ځورول کېږي.»

یو بل افغان پناه غوښتونکې چې تازه کابل ته ډیپورټ شوی او نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د ډیپورټ پر مهال ورسره پولیسو ناسم چلند کړی دی:

«په ډېر تأسف سره چې پولیسو موږ سره ډېر بد چلند کولو، د توقیف پر مهال یې چې له موږ پیسې او موبایلونه اخیستي وو، وروسته یې چې پیسې راکولې بیا زموږ پیسې پوره نه وې، په لاره کې هم دوی هېڅ ډول امکانات نه لرل، نه د څښاک او نه د خوراک لپاره څه موجود ول، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو وضعیت ډېر خراب وو.»

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یوې ادارې د جوړېدو اعلان وکړ چې په وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند او د افغان کډوالو د مالونو او سرمایو په چور او تالان تورن شوي دي.

مخکې یو شمېر ستنو شویو افغانانو ازادي راډيو ته ویلي چې پاکستاني پولیسو ترې ټوله هستي او دارايي ایساره کړې او دوی په یوه جوړه جامو کې افغانستان ته شړلي دي.

د روانې اپریل په ۱۹مه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق دار په مشرۍ تللي پلاوي ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو سره د نامناسب چلند د مخنیوي لپاره به ګامونه واخلي او دا چې د کډوالو جایدادونه او پانګې د دوی خپلې دي او هېڅوک یې د لېږد مخه نه شي نیولی.

پاکستان د روانې اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسي په دې هېواد کې د مېشتو بې اسنادو او «اې سي سي» افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د نیولو او ایستلو پراخه عملیات پیل کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) د شمېرو له مخې، د اپرېل په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۸۴،۸۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې له دې شمېر ۱۹،۶۰۰ یې په زور ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG