د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

کابل کې د نجونو له ځينو ښونځیو درسي کتابونه ټولېږي او د هلکانو ښونځیو ته وړل کیږي


ارشیف
ارشیف

په کابل کې د نجونو د یوشمېر ښوونځیو مدیران وايي چې د طالبانو حکومت له دغو ښوونځیو څخه له اووم نه تر دولسم ټولګي پورېد کتابونو د ټولولو لړۍ پیل کړې ده. يو شمېر يې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د نجونو له ښوونځيو دغه کتابونه تر ټولولو وروسته د هلکانوښوونځيو ته لېږدول کېږي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي د پورته زده کړو د بندیز په دوام په دې وروستیو کې په کابل کې د نجونو له ښوونځیو له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې د کتابونو راټولول پیل کړي دي.

د دغو ښوونځیو یو شمېر مدیرانو ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا کړې چې طالبان دغه کتابونه د نجونو له ښوونځیو تر ټولولو وروسته د هلکانوښوونځیو ته لېږدوي.

تاسو پوښتنه کړې وه چې ایا د نجونو له ښوونځیو یې کتابونه انتقال کړي که نه؟هو انتقال کړي یې دي
کابل کې د یوه ښونځي مدیره

د کابل ښار د یوه ښوونځي مدیرې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته د غږ دبدلولو په شرط وویل " تاسو پوښتنه کړې وه چې ایا د نجونو له ښوونځیو یې کتابونه انتقال کړي که نه؟هو انتقال کړي یې دي،یوازني ښوونځي نه یې چې نه دي لېږدولي، زموږ ښوونځی دی ځکه مقاومت مو وکړ خو ښایي له موږ هم وپوښتل شي یا استعلام راولېږي چې تاسو ولې کتابونه نه تسلیموی."

ومو غوښتل په دې اړه چې ایا دا اقدام د کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم پلي شوی او که نه، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د نجونو دښوونځیو د مسوولینو نظر هم واخلو خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړ.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو دې موضوع له زده کړو د هغو نجونو اندېښنې راپارولې چې له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د خپلو ښوونځيو د دروازو د پرانستلو په تمه دي.

له دې ډلې یوې زده کوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل " دا په دې معنا ده چې اصلا زړونه یې نه کېږي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي،دوی اصلا پر خپلو خبرو ولاړ نه دي،هر کالانجونې په ډېره هلیه مندۍ ټلویزیون ته ناستې او خبرونو اوري چې اوس به ووایي چې ښوونځي پرانیستل شول، خو تل ناهیلې کېږي".

نه یوازې له زده کړو راګرځول شوې نجونې، بلکې د نجونو د ښوونځیو ښوونکې او د زده کړو د حقونو فعالان هم د طالبانو د دې اقدام له امله اندېښمن دي.

له دې ډلې یوې ښوونکې چې دې هم د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې د دې خبرې په تاییدولو زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت دا کړنه دا څرګندوي چې دوی د نجونو ښوونځي نه پرانیزي"دا موضوع دا ثابتوي چې د اسلامي امارت حکومت هېڅ د دې اراده نه لري چې تر هغه په واک کې دي، د نجونو ښوونځي بهپرانیزي،دا افغان نجونو لپاره یوه ستره ناهیلي ده او ډېره سخته ورته تمامېږي."

د زده کړو د حقونو فعال فضل الهادي وزین د نجونو له ښوونځیو له شپږم ټولګیو پورته د درسي کتابونو راټولول د اندېښنې وړ او له زده کړو دمحرومو نجونو پر هیلو وروستی ګزار ګڼي " دا موضوع یو ځل بیا دا تاییدوي چې د طالبانو سرپرست حکومت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتونکی نه دی او پردې خطرناکه ناورین چې د افغانستان د ټولنې نیمایي برخه د زده کړو له نعمته محرومي، ټینګار کوي."

دا اندېښنې داسې مهال دي چې طالبانو تر دې مخکې څو ځلې ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره یې پر طرز العمل کار پیل کړی اود خپل مشر ثاني امر ته په تمه دي.

خو له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، چې د ډېرو سازمانونو،بنسټونو او هېوادونو نیوکې یې راوپارولې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د مارچ په ۲۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال له پیل سره نږدې ۴۰۰ زره نورې نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې چې له دې سره د زده کړو د محرومو نجونو شمېر ۲،۲ میلیونو ته رسېږي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ څلور میلیونه نجونې به له ښوونځي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG