د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۸

پر افغانانو د امریکا د مرستو د کمیدو او بندیدو اغیزې


د رزګان استوګن وایي چې بیړنیو بشري مرستو ته ضرورت لرو
د رزګان استوګن وایي چې بیړنیو بشري مرستو ته ضرورت لرو

له افغانانو سره په افغانستان کې دننه د امریکا د متحد ایالتونو بشري مرستې کمې شوې دي او داسې راپورونه شته چې ممکن یو مخ قطع شي. د امریکا د مخکني ولسمشر جوبایدن ادارې چې کله له افغانستان سره بشري مرستې کولې، دا خبره یې کوله چې په افغانستان کې د اقتصادي نظام له منځه تلل د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی

د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې ادارې د یو شمېر هیوادونو لپاره د بېړینو خوراکي مرستو په ګډون د بهرنیو کومکونو ځنډول شوي پروګرامونه بیا پیلوي، خو د دغو هیوادونو په ډله کې د افغانستان نوم نه دی ذکر شوی.

رویټرز اژانس د اپریل په لومړۍ اونۍ کې له دې قضیې سره د شپږو اشنا امریکایي چارواکو په ګډون د نهو سرچینو په استناد دا خبر ورکړ.

له دې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له افغانستان سره یې د بېړنیو خوراکي مرستو یو شمېر پروګرامونه له دې امله چې دغه مرستې د طالبانو په ګټه کارول کیږي ځنډولې دي.

د دې وزارت ویاندې ټمي بروس د اپریل په ۸ مه یوې خبري غونډې ته وویل:

"د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر ټولو ډېره برخه مرستې چې ودرول شوې، په یمن او افغانستان کې وې، دا کار د یوه اجرایي فرمان له مخې د هغو اندېښنو پر بنسټ وشو چې دغه مالي مرستې ترهګریزو ډلو، لکه حوثیانو او طالبانو ته ګټه رسوي."

نوموړې زیاته کړه چې دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او په بشري فعالیتونو کې د طالبانو د لاس وهنې په اړه له اوږدې مودې اندېښنو وروسته شوې ده.

د اغلې بروس تر دې څرګندونو څو ورځې مخکې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوه قانوني لایحه په دې هدف تصویب کړه چې دا ډاډمنه شي د امریکا پیسې نور د طالبانو لاس ته نه لویږي.

د دې کمېټې غړیو ټینګار وکړ چې د امریکا سلګونه میلیونه ډالره له اړین شفافیت او حساب ورکونې پرته د افغانستان بانک ته تللي چې د طالبانو په واک کې دی.

د کمېټې مشر براین مسټ وویل هېڅ باور نه کوي چې طالبانو دې پيسې مرستندویو بشري موسسو ته ورکړې وي.

د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي وو چې بشري مرستې د ملګرو ملتونو له لارې مرستندویو موسسو ته د پروګرامونو د پلي کولو لپاره ورکول کېږي او دوی پکې لاسوهنه نه کوي. طالبانو په ورته وخت کې ټینګار کړی دی چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

د اقتصادي چارو د ځینو کارپوهانو په وینا د واشنګتن دا پریکړه چې پر افغانستان ښایي بشري مرستې یو مخ بندې کړي، روان بشري بحران نور پسې ژور کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل، په داسې حال کې چې د افغانانو اقتصادي وضعیت خراب دی، متمدن ولسونه باید د افغان ولس په څیر خوار خلک یوازې پرې نه ږدي:

« په دغسې حال کې چې د افغانستان د خلکو معیشت په ډیر بد حالت کې دی او مهاجرین له ګاونډیو هیوادو څخه شړل کیږي، فقر لاپسې زیاتوي او مشکلات لاپسې ډیروي. د افغانستان اوسنی حکومت د دې وس نه لري چې دغو مشکلاتو ته ورسیږي نو دغه د امریکا مرستې چې د نړیوالو موسسو له لارې د افغانستان خلکو ته رسیدې؛ که څه هم دا کافي نه وې د مشکلاتو په پرتله لږې وې بیا هم ډیرو مجبورو او اړو خلکو ته غنیمت وې»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې ۲۳ میلیونه خلک په افغانستان کې مرستې ته اړتیا لري، چې تر نیمایي ډېر یې ماشومان دي.

ملګري ملتونه وایي، امریکا روان کال تر اوسه له افغانستان سره ۲۰۶ میلیونه ډالر مرسته کړې. پروسږکال د امریکا متحد ایالتونو تر بل هر هیواد سره ډيره مرسته کړې وه چې اووه سوه شپیږ دیرش میلیونه ډالرو ته ورسیده.

د امریکا مخکني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به بشري مرستې د یوه بل کال لپاره وغځول شي چې د افغانستان د اقتصادي نظام د سقوط مخه ونیول شي.

د ښاغلي بایډن هغه لیک چې د ۲۰۲۴ کال( د فبروري ۷ مه) کانګرس ته استول شوی و، پکې راغلي و چې په افغانستان کې د پراخ بشري کړکېچ په شتون کې د متحد ایالتونو د مرستو له ادامې پرته د اقتصادي نظام د له منځه تللو امکانات شته چې دا وضعیت د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یو غیرعادي او ځانګړی ګواښ دی.

د رویټرز اژانس په باور له افغانستان سره د یو ایس ایډ ټولې مرستې لغوه شوې دي چې په دغو کې هغه مرسته هم شامله ده چې له یوې داسې ادارې سره کیده چې ښځو او نجونو ته خدمت کوي، په ورته وخت کې د خوړو له نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) او لږ تر لږه شپږو غیردولتي موسسو سره په افغانستان کې د امریکا مرستې بندې شوې دي.

ډبلیو ایف پي په خپلې ویبپاڼه کې لیکلي دي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې نژدې دولس میلیونه افغانانو ته خواړه چمتو کړې دي او نغدي مرسته یې ورسره کړې وه چې تر ټولو لویه برخه مرسته یې له هغو ښځو او نجونو سره کړې چې له سختې لوږې سره مخامخ وې.

رویټرز اژانس د پنځو سرچینو په وینا دا خبرهم ورکړی دی چې له افغانستان سره د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو، نفوس او مهاجرت د ادارې له خوا ترسره کیدونکې مرستې هم بندې شوې دي.

رویټرز اژانس د چارو د یوشمیر پوهانو په وینا چې نومونه یې نه دې ذکر شوي وایي چې د واشنګتن دا پریکړې به ښایي د غیرقانوني کډوالو د نوې بهیر د رامنځته کیدو سبب شي او د افغانستان اقتصاد ته به زیان واړوي ځکه چې د ملګرو ملتو له موسسو سره د متحد ایالتونو مرستې به د خصوصي بانک له لارې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د بدلون پروسه اغیزمنه کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد تلاش په دې باور دی چې له افغانستان سره د لویدیځ د مرستو بندیدل په لنډمهال کې ستونزې زیاتوي خو په اوږدمهال کې افغانان مجبوره کوي چې په خپلو پښو ودریږي:

« د امریکا د مرستو قطع کیدل په لومړیو کې په افغانستان باندې منفي او له مایوسۍ ډک تاثیرات لري خو په اوږد مهال او منځ مهال کې افغان حکومت، افغانان او سیمه ییز هیوادونه دې ته اړباسي چې د لویدیځ ټغر په اقتصادي حوزه کې ورټول کړي»

د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی له افغانانو سره د واشنګتن ډیره مرسته په بشري برخه کې لکه خوراکي مواد، سرپناه او روغتیایي خدماتو لګیدلې ده. همداراز د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته یوه برخه ځانګړې شوې ده په ځانګړې ډول پر زده کړو او د جنیستي برابري په چارو کې دا پیسې مصرف شوې دي. البته د امریکا د مرستو یوه ډیره لویه برخه چې په میلیارډونو ډالر کیږي د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د افغان کډوالو پر بیا میشتیدو او ملاتړ لګیدلې ده.

د امریکا مرستې په تیرو نژدې څلورو کلونو کې چې طالبان واکمنان دي د دې سبب شوې دي چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې افغانۍ خپل نسبي ثبات وساتي.

امریکا، چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې هره اوونۍ تقریبا ۴۰ میلیونه ډالر بشري مرستې افغانستان ته لېږلې، د نړیوال بانک د راپور له مخې، دا مرستې د افغانۍ د ثبات لپاره ډېرې مهمې وې او دي.

وروسته تر دې چې ډونالډ ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، یو لړ فرمانونه یې صادر کړل چې په دغو کې یو فرمان د نوي ورځو لپاره د امریکا د ټولو بهرنیو مرستو ځنډیدل و، هغه وخت په افغانستان کې د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندې کم شو، خو اوس چې د امریکا د مرستو د بندیدو خبره شوې ده تر اوسه افغانۍ د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی، خو دا به د لنډ زمان له تیریدو سره څرګنده شي چې پر افغانستان به د امریکا د مرستو د بندیدو اغیزې څه وي.

البته په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازولۍ( یوناما) د اپریل په اوومه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې سږکال نژدې درویشت میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري. یوناما په دې بیان کې له نړیوالو تمویلونکو غوښتې دي چې د دوه زره پنځه ویشتم کال لپاره دې له افغانانو سره خپلې حیاتي مرستې نه بندوي.

XS
SM
MD
LG