د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسیې څخه وغوښتل چې د تهران د اټومي پروګرامونو د برخلیک په اړه په لوړه کچه خبرو اترو کې رول ولوبوي. په ورته وخت کې عباس عراقچي له واشنګتن سره د مذاکراتو د نوي پړاو تر پیل مخکې د امریکا پر نیت شک څرګند کړ.
ښاغلي عراقچي په ماسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې لاهم په دې باور دی چې یوه موافقه ممکنه ده.
ټاکل شوې ده چې سبا د اپریل په ۱۹ مه د ایتالیا په پلازمینه روم کې عراقچي د منځني ختیځ لپاره د امریکا له ځانګړي استازی سټیف ویټکوف سره د ایران د اټومي پروګرامونو په تړاو دوهم پړاو خبرې پيل کړي، خو عراقچي نن په ماسکو کې له لاوروف سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، که څه هم د امریکایي لورې د نیتونو په اړه جدي شکونه شته، بیا به هم سبا په دې خبرو کې برخه واخلي.
تیره شنبې د اپریل په دولسمه د تهران او واشنګتن ترمنځ د عمان په مرکز مسقط کې لومړی پړاو خبرې وشوې. دا خبرې دواړو لوریو رغنده بللې وې.
لویدیځ هیوادونه د امریکا په شمول له اوږدې مودې راهیسې ایران تورنوي چې د اټومي وسلو د جوړیدو هڅې کوي، خو تهران بیا بیا ویلي دي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی.
نړیوال مفتشین وايي چې تهران توانیدلی چې خپل یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کړي دا فیصدي د اټومي وسلو د جوړیدو حد ته نژدې ده.
د اونۍ په پیل کې، ویټکوف د ایران د یورانیمو د غني کولو د ټولو پروګرامونو د بندولو غوښتنه وکړه.
عراقچي د اپریل په ۱۶مه په ځواب کې وویل چې د ایران د یورانیمو د غني کولو هڅې د بحث وړ نه دي او که چیرته بل لوری دې ته لیوالتیا لري او د ده په وینا له غیرواقعیي غوښتنو څخه ډډه کوي نو یوې موافقې ته رسیدل ممکنه دي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د دې میاشتې په پيل کې ویلي و چې له تهرانه ډیرې غوښتنې نه لري خو ایران به پرې نه ږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.