د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د سړو خونو نشتوالی، د بزګرو لویه ستونزه او محصولات یې په کمه بیه پلور کیږي


د افغانستان یو بزګر، ارشیف
د افغانستان یو بزګر، ارشیف

په افغانستان کې د سړو خونو کمښت د کروندګرو لپاره یوه جدي ستونزه ده. دوی وايي، له دې امله اړ دي چې خپل محصولات د خوسا کېدو له ویرې په ډیره ارزانه بیه وپلوري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونه خونه  د سړو خونو د نشتوالي لامل مالي ستونزه یادوي.

د کابل په بت خاک څلور لارې کې د احمدشا بابا مېنې اوسیدونکی خالد کور ته سبزي او ترکاري اخلي.

نوموړی چې د افغانستان څو ګاونديو هیوادونو کې یې وخت تېر کړی وايي، سبزي او ترکاري دلته ډیره ارزانه ده.

خالد د ځنيو سبزیو او ترکاریو د قیمتونو په اړه ازادي راډیو ته وویل" ترکاري لکه نعناع، ډڼیا، ملي سرخک، نوش پیاز دا ګیډۍ په پنځه افغانۍ دي، پیاز من ۱۴۰ او کچالو په ۱۵۰ افغانۍ، بادرنګ دوه کیلو په دیرش افغانۍ او بامیه چارک په اتیا افغانۍ، ګندنه بیا غټه ګېدۍ په لس افغانۍ."

د یادونې ده چې په کابل کې په هر موسم کې سبزي او ترکاري ارزانه نه وي، په ژمي کې ګرانېږي خو چې فصل یې وي او د اکثرو ولایتونو یو ځای پخېږي بیا ډیره ارزانه وي.

د افغانستان ډیری سبزي او ترکاري په دوبي کې پخېږي.

که څه عام خلک خوښ دي چې په ارزانه بیه یې اخلي خو کروندګر وايي، څومره چې خولې تویوي هومره ګټه نه ترلاسه کوي.

دوی وايي، کښت او حاصلات یې ښه دي، خو مارکیټ ورته نشته او اړ دي چې د خوسا کېدو له ویرې یې ارزانه وپلوري.

دا کرونګر ورته د سړو خونو د جوړولو غوښتنه لري.

متاسفانه مونږ په مفته بیه هم مجبور شوي یو چې خرڅ یې کړو ځکه سړې خونې نشته، له چارواکو هیله کوو چې همکاري وکړي
په هرات کې یو بزګر

د هرات ولایت یو کروندګر خیرالله ازادي راډیو ته وویل" متاسفانه مونږ په مفته بیه هم مجبور شوي یو چې خرڅ یې کړو ځکه سړې خونې نشته، له چارواکو هیله کوو چې همکاري وکړي او سړي خونې راته جوړې کړي څو محصولات مو خرابه نشي او زیان ونه کړو."

د کندهار ولایت یو کروندګر عبدالرحمان هم ورته خبره کوي"مونږ دا ترکاري کرو، بانجان، رومیان، بادرنګ، نو په دوبي کې ځای نه لرو چې دا وساتو، نو مونږ له حکومته غواړو چې خونې راته جوړې کړي چې مونږ خپل سبزیجات په کې وساتو."

که څه هم کره شمیر نه دی معلوم خو د طالبانو حکومت کرنې وزارت مخکې په خپله ویب پاڼه په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان له څلور کسانو درې یې په کرنه بوخت دي.

د ا چې ولې د سړو خونو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه نه کېږي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل" لوی مشکل برق دی، مونږ ۲۴ ساعته برق نه لرو، سړې خونې ۲۴ ساعت برق ته ضرورت لري، او په جنراتورونو او سولرونو سردخانې نه فعالېږي، لوې مشکل همدا دی."

افغانستان ډیر پر وارداتي برښنا متکي دی او خپله د اړتیا وړ شاوخوا ۷۰ فیصده برښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه تامینوي.

په دغه هیواد کې د جوړو شویو یو شمیر سړو خونو خاوندان هم دا ستونزه تایدوي.

په کندز ولایت کې د یوې سړې خونې خاوند ایوب خالد ازادي راډیو سره خبرو وویل چې دا د دوی د کار په وړاندې جدي ستونزه ده" سرد خانه په درې فازه برق باندې چلېږي، ډیر قوي برق ورته پکار دی، زمونږ سرخانه تقریبا په یو ساعت کې ۴۵ کیلو واټه برق مصرف لري، نو د برېښنا برخه کې مونږ ډیر مشکلات لرو کله کله برق نه وي او تر دې ورسته هوا ګرمېږي برق ډېر کمزوری کېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، افغانستان کې د سړو خونو د کمښت له امله د افغانستان ډیری سبزي، ترکاري او میوه په خپل موسم کې پاکستان ته صادرېږي، هلته په سړو خونو کې ساتل کېږي او چې کله یې افغانستان کې موسم خلاص شو بیرته په لوړه بیه دغه هیواد ته واردېږي.

دا هغه څه دي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د سبزیو او میوې یو پلورنکی چې دا هم خالد نومېږي تایدوي" دا خبره سل فیصده سمه ده خو ترکاري نه، اوس دوی زمونږ انار راوړي دلته یې سړو خونو کې ساتلي دي، دغه شان کابلي مڼې یې راوړي او دلته یې ساتي."

دا چې دا مهال په افغانستان کې څومره سړې خونې شته او د دوی اړتیاوو ته په کتو په دې برخه څه اقدامات شوي، په دې اړه د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې بیا دغه وزارت ویلي وو، چې په دغه هیواد کې شا او خوا ۴۵۰ لویې او وړې سړنې خونې شته چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او کروندوګر دي او یو شمیر یې اوس غیر فعاله دي.

خو دا چې ولې غیر فعاله دي لامل یې نه و ښودلی، چې ممکن دې راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره همدا د برښنا د کمښت او کمزورتیا ستونزه وي.

XS
SM
MD
LG