د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي، له طالب چارواکو سره یې پرونۍ خبرې رغونکې وې او پر " حساسو او ستراتیژیکو" مسلو څرخېدې.
نوموړي تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د نانندریو پر کمولو، د دوه اړخیزو تفاهم پر پیاوړتیا او ګڼو نورو دوه اړخیزو او سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړي.
که څه هم د دغو خبرو نور جزیات نشته، خو پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون ویلي، د خبرو اصلي تمرکز د پولې دواړو غاړو ته د ترهګریزو فعالیتونو پر مخنیوي و.
دغې ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان له افغان طالبانو د (ټي ټي پي) یا تحریک طالبان په وړاندې تګلاره کې د لوی بدلون تمه لري.
ورځپاڼې د پاکستاني پلاوي د غړو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي چې د ټي ټي پي په وړاندې د طالبانو په دریځ کې جدي بدلون تر سترګو کیږي.
پاکستان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ( ټي.ټي.پي) ملاتړ کوي او هغوی ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې، خو طالب چارواکو بیا دغه ادعا تل رد کړې او بې اساسه یې بللې ده.
تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې په پاکستان کې خپل بریدونه ډير کړي دي او د یوه څیړنیز راپور له مخې یوازې تیره مارچ میاشت پاکستان کې ۱۰۵ بریدونه شوي چې په میاشتنۍ کچه تېرو ۱۱ کلونو کې دا شمېر بې ساري وبلل شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع ته کومه اشاره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغې غونډه کې له پاکستانه د " افغان مهاجرینو د جبري اخراج په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړه".
متقي ټینګار کړی چې دواړه هیوادونه باید د باور په فضا کې خپل مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو څخه ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ( جې. سي. سي) په نوم د همغږۍ ۷مه ناسته وه چې له پنځلس میاشتو ځنډ وروسته پرون چهارشنبه کابل کې ترسره شوه.
دواړو لوریو د دې ډول لیدو کتو پر دوم ټینګار کړی او ویل شوي چې نژدې راتلونکې کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو بل پلاوی هم کابل ته سفر وکړي.