د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۷

په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ته اندیښنې


 د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۲۸مه - اسلام آباد -پولیس د خبریالانو مخه نیسي. ارشیف
د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۲۸مه - اسلام آباد -پولیس د خبریالانو مخه نیسي. ارشیف

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان خبریالې فرشته سدید نیول د کډوالو د حقونو نقض ګڼلی او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د اپرېل په ۱۵مه په خپرې کړې اعلامیه کې د پاکستاني پولیسو دا ډول کړنې، په ځانګړي ډول د هغو افغان خبریالانو پر وړاندې چې د طالبانو له ګواښونو تښتېدلي، اندېښمنوونکې بللي ویلي، دا کړنې د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ اصول زیانموني.

د دغه سازمان مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې باید په دریمو هېوادونو کې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وشي:

«په ایران او پاکستان کې د خبریالانو وضعیت ډېر خراب دی. خبریالان نیول کېږي، ان د بېرته شړلو په درشل کې دي، دا وضعیت رښتیا هم اندېښمنوونکی دی. پرون هم یوه خبریاله میرمن په پاکستان کې نیول شوې، که څه هم زموږ همکاران هڅې کوي، خولا یې کورنۍ ته نه ده ستنه شوې، نو دې موضوع ته په پام مونږ یو کمپاین هم پیل کړی.»

یاد سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې له افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو سره، د نړیوالو معیارونو او بشري حقونو له اصولو سره سم چلند وکړي.

«AJSO» دغه شان له نړیوالو بنسټونو او کوربه هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان خبریالانو کیسونو ته د رسیدنې بهیر چټک او خوندي هېوادونو ته یې د لېږد لپاره هڅې ډیرې کړي.

د دې سازمان په وینا، فرشته سدید د اپرېل په ۱۴مه نېټه د اسلام‌اباد په ښار کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوې ده.

یوه خبریال چې فرشته سدید سره پېژندګلوي لري او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور واخیستل شي د غږ د بدلون په شرط، ازادي راډیو ته ویلي چې د نوموړې د ویزې موده پای ته رسېدلې وه نو ځکه د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شوه:

« سهار نهه بجې چې موږ له یو شمېر همکارانو سره د حاجي کمپ خواته لاړو، موږ ته یوولس بجې وویل شول چې یوه ساعت وروسته خوشې کېږي، خو تر څلور یا څلور نیمو بجو پورې مو انتظار وکړ، له بده مرغه خوشې نه شوه.»

د یادونې ده چې شا اوخوا دوه اونۍ وړاندې د خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له خوا د بي بي سي راډیو د پخواني خبریال محمود کوچي او د نوموړي د زوی د نیونې خبر هم ورکړ چې بیا ورسته خوشې شول.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، ګڼ شمېر خبریالانو د امنیتي ګواښونو او محدودیتونو له امله افغانستان پرېیښی او یو شمېر یې لا هم په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې، خپل د کډوالۍ د کیسونو د پړاوونو بشپړېدو ته په تمه دي.

داسې مهال چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال، طلال چوهدري، د اپرېل په ۱۰مه یوې خبري غونډې ته ویلي، چې زرګونه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د پناه غوښتنه کړې، که تر اپرېل میاشتې تر پای پورې ونه لېږدول شي، ښایي له پاکستانه واېستل شي.

پاکستان د روان میلادي میاشتې له پیله د بې اسنادو او هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی، چې (ای سي سي) یا افغان تابعیت کارتونه لري، او د بشري حقونو د بنسټونو له اعتراضونو سره سره یې دا بهیر نه دی درولی.

د جرمني «دی پي ای» ورځپاڼې د اپرېل په ۱۴مه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په حواله راپور ورکړی چې پاکستان په تېرو دوو اونیو کې ۱۲۷ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

XS
SM
MD
LG