خبرونه
افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده.
یوې رسمي سرچینې وویل، د افغانستان د ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې.
سرچینې د دې کموالي اصلي دلیل د پاکستان له لوري د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼلي دي خو دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندري لارو بیا بیا بندېدا او د پاکستان له لوري د ترانزیت او ګمرکي تعرفو لوړېدا هم اغېز لرلی دی.
د یادونې وړ ده چې د تېرو مالي کلونو په لړ کې هم د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ کچه د پام وړ کمه شوې وه.
په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ ټول ارزښت ۷.۰۹۵ میلیارد ډالره و، خو په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې دا رقم ۵۹ سلنه کم شو، چې یوازې ۲.۸۸۷ میلیارد ډالرو ته راښکته شو.
همداراز له پاکستان څخه د افغانستان واردات ډېر کم شوي او اوس افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: په اسلام اباد کې د افغانانو غونډه نه رسمي ده، نه دولتي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، په اسلام اباد کې روانه اونۍ د یوشمیر افغانانو غونډه نه یوه رسمي غونډه ده نه د دولت له لورې رابلل شوې ده.
شفقت علي خان د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) وویل چې یوشمیر خواله رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان دولت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او د هغې په پلان جوړیدو کې هیڅ ډول نقش نه لري.
د ځینو راپورونو له مخې تمه ده چې د افغان طالبانو د حکومت شپږ دیرش مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز د سولې او عدالت د ملي حرکت یوشمیر استازي د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د اسلام اباد په غونډه کې برخه واخلي.
د دې غونډې استازیو ویلي دي چې دوی به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او یوشمیر سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.
ځینو رسنیو بیا په اسلام اباد کې د دې غونډې د ځینو ګډون کوونکو په وینا چې نومونه یې نه دې یاد کړي د دې غونډې د ځنډیدو خبر ورکړی دی.
ولسمشر ټرمپ یو خپل نژدې ملاتړی د هند د سفیر په توګه وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ( د اګست ۲۲مه) خپل نږدې سیاسي ملاتړی سرجیو ګور په هند کې د خپل هیواد د سفیر په توګه وټاکه.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اته دیرش کلن ګور په چټکۍ سره په محافظه کار سیاست کې سر اوچت کړ او په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ یو له خورا پیاوړیو مرستیالانو څخه شو، چې له ټرمپ سره د دوی د وروستۍ وفادارۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د شاوخوا ۴۰۰۰ ګمارنو د ارزونې مسوولیت یې ترسره کړ.
ټرمپ وویل چې ګور به د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړي.
دا ګمارنه د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د کړکیچونو له زیاتیدو وروسته شوې، هند په وروستیو ورځو کې له روسیې او چین سره د لوړې کچې غونډې جوړې کړې دي.
پولیسو د بنګلور په لوبغالي کې د ښځینه کرکټ د نړیوال جام لوبې بندې کړې

هند اعلان وکړ چې د بنګلور په لوبغالي کې به د ښځینه کرکټ نړیوال جام لوبې ونه شي.
فرانس پریس اژانس د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) راپور ورکړ چې په سیمه کې پولیسو په دې لوبغالي کې د لویو لوبو اجازه نه ده ورکړې. پولیس وایي چې دا لوبغالی د ډیرو نندارچیانو لپاره خوندی نه دی.
د بنګلور په لوبغالي کې سږکال د جون میاشتې په څلورمه د هند د غوره لیګ د سیالیو تر پایلوبې وروسته چې کله د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې مینه والو اتلولي لمانځله، یولس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول.
ټاکل شوې ده چې د ښځینه کرکټ د یو ورځنۍ لوبو نړیوال جام لوبې د راتلونکې میاشتې په دیرشمه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي.
د دې هیوادونو د لوبډلو ترڅنګ د استرالیا، انګلستان، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، پاکستان او بنګله دیش ټیمونه په دې جام کې برخه اخلي.
په بریتانیا کې د افغان کډوالو د منلو چارې سخته شوي

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د کډوالو لپاره د بریتانیا نوې تګلارې د دې سبب شوې دي چې په دغه هیواد کې د افغانستان او څو نورو هیوادونو د اتباعو لپاره د پناه غوښتنې شمیرې په چټکۍ سره راټیټې شي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ څرګنده کړه چې سږکال یوازې څلور څلویښت فیصده افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده او پروسږکال دا فیصدي اته نوي ته رسیده.
د دې سازمان په وینا د ایرانیانو د پناه اخیستو کچه هم ټیټه شوې همداراز سږکال د یوشمیر نورو هیوادونو لږ کسان په بریتانیا کې د کډوالو په توګه منل شوې دي.
د بخښني د نړیوال سازمان د کډوالو د حقونو د برخې مشر سټیف والډز سیمونډز د بریتانیا د حکومت نوې پالیسۍ نیمګړې او غیرعادلانه وبللې، ده خبرداری ورکړ چې په دې ډول به په زرګونو پناه غوښتونکي له خطر سره مخامخ شي.
بریتانیا د تیرو کلونو په پرتله خپلې تګلارې سخته کړې دي او په دې لړ کې د بریتانیا وروستۍ پریکړه دا ده چې د اګست له پیله چې په غیرقانوني ډول کوم کډوال له فرانسې بریتانیا ته داخل شوی دی، هغه یې بیرته فرانسې ته استولي دي.
د ایران پر اټومي پروګرام یو ځل بیا خبرې کیږي

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ د ایران او اروپایي هیوادو د دیپلوماتانو ترمنځ غونډه وشي.
رویټرز اژانس د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر جان نویل بارو په وینا خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په تړاو بحث وشي.
ښاغلي بارو په ایکسپاڼه کې د جمعې په ورځ ناوخته ولیکل چې د دې غونډې په تړاو یې له جرمني سره هم سلامشوره کړې ده او له ایراني لورې سره هم غږیدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر سره تر ټیلفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل چې موافقه وشوه چې د فرانسې، بریتانیا، جرمني او اروپایي ټولنې له استازیو سره به دا خبرې د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو په کچه د سې شنبې په ورځ وشي.
وسله والو د ایران په ایرانشهر کې د پولیسو پر موټر ډزې کړي

د ایران فارس خبرې اژانس نن خبر ورکړ چې ناپیژاندو وسله والو د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ایالت په ستر ښار ایرانشهر کې د پولیسو پر دوو موټرو ډزې وکړې.
فارس خبرې اژانس په دې پېښه کې د پنځه پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړ. دغه اژانس د یوشمیر پولیسو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی، خو د ټپیانو شمیرې یې نه دې څرګندې کړي.
د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تر ډیره دا ډول بریدونه سني بلوچ یاغیان کوي، خو د ننۍ پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
په بغلان کې د موټرو ټکر ګڼ کسان ټپيان کړي

د بغلان په دوشي ولسوالي کې د یوه مسافر وړونکي سرویس او بل موټر د ټکر له امله څلرویشت کسان ټپیان شوې دي.
دا ټکر تیره شپه د دوشي ولسوالي د سنګ سلاخ مکتب په سیمه کې وشو.
د بغلان د پولیسو قومانداني په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۵۸۰ بس له پلخمري څخه کابل ته روان و چې له یوې لارۍ سره ټکر شو.
ټپیان، چې نارینه، ښځې او ماشومان پکې شامل دي، د دوشي ولسوالۍ امبولانسونو او ځینو شخصي موټرو لخوا د بغلان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي. د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
دا ټکر دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې په هرات ولایت کې د مسافر وړونکي بس او یوې لارۍ د ټکر له امله ۷۹ کسان مړه شول.
د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي امنیتي اجازه لغوه شوه

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي توماس ویسټ امنیتي اجازه لغوه کړه. ښاغلی ویسټ اوس د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دنده ترسره کوي.
دی د هغو ۳۷ پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو په لیست کې دی چې امنیتي اجازه یې لغوه شوې ده.
د امریکا د ملي استخباراتو ادارې دا کسان تورن کړي چې د شخصي یا ګوندي اهدافو د پرمختګ لپاره یې اطلاعات سیاسي کول، د محرمو اطلاعاتو په خوندي ساتنه کې پاتې راغلي او د استخباراتي تحلیل د مسلکي معیارونو له اصولو سره سم عمل یې نه کاوه.
توماس ویسټ د طالبانو د حکومت تر بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او پروسږکال کال یې په می میاشت کې استعفا ورکړه.
یو اوکراینی د روسیي ګازو د پایپ لاینونو د تخریب په تور نیول شوی

په ایټالیا کې یو اوکراینی د هغو چاودنو په تور نیول شوی چې په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شوې وې او د نورد سټریم ګازو پایپ لاینونه یې زیانمن کړي وو.
شکمن کس، چې د ایټالیا پولیسو یې نیول تایید کړي ، د جرمني څارنوالانو لخوا د جرمني د محرمیت قوانینو سره سم یوازې د سرهي K په نوم پیژندل شوی.
د جرمني فدرالي څارنوالانو وویل چې هغه له یوې ډلې سره د تړاو په تور تورن دی چې ادعا کیږي د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په شپږ ویشتمه د ډنمارک د بورنهولم ټاپو ته نږدې د بالتیک سمندرګي په غاړه کې د نورد سټریم یو او نورد سټریم ۲دوه پایپ لاینونو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
نورد سټریم، چې د روسیې ګاز جرمني ته انتقالوي د روسیې د دولت تر واک لاندې د ګازپروم ملکیت دی او د لویو اروپایي انرژي شرکتونو لخوا په ګډه تمویل کیږي.
د کراچۍ په یوه ګودام کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه شوي دي

په پاکستان کې په یوه ګودام کې په څو چاودنو کې لږترلږه څلور کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا پیښه د کراچۍ ښار په یوه مزدحمه سیمه کې رامنځته شوه.
د کراچۍ د پولیسو ویاند وویل چې د اورلوبو وسایل په ګودام کې په غیرقانوني ډول ساتل کیده او ګمان کیږي چې د بریښنا شارټي چاودنه رامنځته کړې ده.
د هغې لوړ پوړیزې ودانۍ اوسېدونکي چې ګودام پکې موقعیت لري، ایستل شوي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.