له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت له لوري ټاکل شوې موده یا ضرب الاجل پای ته ورسید. خو دغه هیواد هغو افغان کډوالو ته، چې غیرقانوني یې بولي، ۱۰ ورځې نور مهلت ورکړ.
پاکستان ویلي چې سږ کال ۳ میلیونه افغانان باسي. په کم وخت کې د ۳ میلیونو انسانانو بې ځایه کېدا او هغه هم د افغانستان په شان هیواد ته د دومره کسانو لیږل، اقتصادي، اجتماعي عواقب لري.
عصمت څاروان په دې موضوع د اقتصادي چارو له متخصص اذرخش حافظي سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي: ایا د درې میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدا د بشري ناورین خطر نه زیاتوي؟