د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۹

طالبانو د اختر په مناسبت تر ۵ زره ډېر بندیان خوشی یا یې د بنده موده لنډه کړه


د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت یې تر پنځه زره ډېر بندیان یا خوشي کړي او یا یې هم د بند موده کمه شوې ده.

د طالبانو حکومت د کوچني اختر په مناسبت د سلګونه زندانیانو د خوشې کېدو اعلان کړی دی.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په یوه اعلامیه کې چې نن شنبه د مارچ ۲۹ مه خپره شوې راغلي چې ۲۴۶۳ زندانیان چې د بښنې وړ و، د افغانستان له بیلابیلو زندانونو خوشې کړي او د ۳۱۵۲ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دا زندانیان د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله د ځانګړي فرمان او د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په هڅو خوشې شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار یوه اوسېدونکې جان محمد ازادي راډيو ته وویل چې د کورنۍ یو غړی یې چې د بند موده یې ۳ میاشت پاتې وه تازه راخوشې شوی دی.

[د ده په راخوشې کېدو سره موږ ټول ډېر خوشحاله شو، د هغه میرمن واړه اولادونه یې، سپین سرې مور یې، موږ مننه کوو چې حکومت د خوشحالیو په دغسې مناسبتونو زندانیان راخوشې کوي چې له خپلو کورنیو سره د خوښې شېبې ونمانځي.]

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي له طالبانو د ټولو هغه سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د مبارزې په تور نیول شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالې رقیې ساعی ازادي راډيو ته وویل:

[موږ د ټولو هغه خلکو د خوشې کېدو غوښتنه کوو چې د خپلو حقونو د غوښتلو په جرم طالبانو زنداني کړي او په نامعلومو ځایونو کې ساتل کیږي، طالبان حق نه لري هغه څوک چې د عدالت غوښتنه کوي او د عدالت د پلې کېدو لپاره مبارزه کوي زنداني کړي، د دوی زنداني کول غیر قانوني عمل دی.]

یو مدني فعال چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت هیڅکله هغه زندانیان نه خوشې کوي چې د خلکو د حق خبره کوي.

[طالبان فکر کوي چې د دوی د واکمنۍ په وړاندې تر ټولو حقیقې خنډ همدغه حلقه ده، او دا واقیعت هم دی ځکه دوی په دلیل او منطق سره د طالبانو د حکومت زیانونه نړۍ او خپلو خلکو ته وړاندې کوي، زما په فکر دا کوم خلک چې دوی غواړي خوشې یې کړي یا یې خوشې کړي، دوی په ډېرو عادي جرمونو نیول شوي وو.]

دا په داسې حال کې ده چې د راپورنو پر بنسټ همدا اوس هم د طالبانو په زندانونو کې ډیری فعالان او خبریالان بندیان دي او کورنۍ یې د دوی د خوشې کېدو په تمه دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د فعالانو په نیولو، شکنجه کولو او تري تم کولو تورن دی.

د روانې مارچ میاشتې په شلمه د روادارۍ په نوم د بشري حقونو یو سازمان په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې چې په په کې هدفي، پټې او ناقانونه وژنې، جبرې بې درکه کول، شکنجه چې د مرګ لامل کرځېدلې او خپلسرې او ناقانونه نیوې د پام وړ زیاتې شوې.

له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د طالبانو حکومت د تېر جمهوري حکومت د وسله والو پوځ سلګونه غړي نیولي، شکنجه کړي او په نامعلومو زندانونو کې یې بندیان کړي دي.

د طالبانو حکومت که څه هم په وار وار دغه ډول راپورونه رد کړي دي خو په تېرو څه دپاسه دریو کلونو کې دریو کلونو کې د بشري حقونو او د زده کړو د لسګونه فعالانو، د مدني ټولنې غړو، خبریالانو، د تېر جمهوري حکومت د سرتیرو او معترضو میرمنو د نیول کیدو او شکنجه کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG