په هرات کې د اختر په مناسبت د جوړ شوي نندارتون یو شمېر نارینه پلورونکي وايي چې د طالبانو له خوا د نندارتون د نارینه وو برخې ته د ښځو د ننوتلو بندیز د دوی په پلور منفي اغیزه کړې ده.
دغه نندراتون چې تېره اونۍ د کورنیو تولیداتو نه د ملاتړ په هدف جوړ شوی نن شنیه د مارچ ۲۹ مه یې اتمه او وروستۍ ورځ ده.
یو شمېر سوداګر چې په دې نندارتون کې یې خپل تولیدات پلور ته وړاندې کړي د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له هغې برخو توکي وپیري چېرې چې نارینه دوکانداران خپل تولیدات پلوري.
جلیل چې په دې نندارتون کې یې خپل تولیدات پلور ته وړاندې کړي ازادي راډيو ته وویل:
"د ښځو او نارینه وو برخې بیلابیلې وې، په هرات کې معمول دی چې پېر ډیری میرمنې کوي، د پلورونکو لویه ستونزه دا وه چې میرمنو نه شول کولای چې د نارینه وو برخو ته ورشي او توکي وپلوري. "
عارف واصل چې د نندارتون په یوه غرفه کې شات پلوري هم وايي چې ان هغه ښځې چې د خپلو نارینه وو سره یو ځای راغلې وې اجازه ورنه کړل شوه او دې کار د خلکو ترمنځ لویه ناخوښي رامنځته کړه.
"څوک چې راتلل ویل چې له دې وضعیته ناراضه دي، که پوهېدو چې حالت دغسې دي اصلا موږ برخه نه اخیسته، موږ ته وویل شول چې میرمنې له موږ سره یو ځای توکي نه شي پیرلی، دوی که د ښځو برخې ته اجازه نه ورکوله دا بده نه ده خو دا یې باید ویلای وای موږ راغلو خو هیڅ ونه وانه خیستل."
د دغو پلورونکو په خبره، د طالبانو د حکومت له خوا دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې دوی ښه پلور ونه لري ځکه چې د دوی په وینا، ښځې د نارینه وو په پرتله ډیر توکي پیري.
د "اختر بازار" دا نندارتون د روان کال د مارچ په ۲۲مه په هرات کې کورنیو تولیداتو نه د ملاتړ په موخه جوړ شوی وو.
په هرات کې د لویدیځ زون د کورنیو تولیداتو د صادرونکو د ټولنې مشر احمد سعید سینا ازادي راډیو ته وویل چې د هغه کسانو لپاره چې د اختر توکي یې دغلته پلورل په شل سلنه کمه بیه ورکول کېدل.
د نندارتون یوې ګډون کوونکې نارون ناردان ازادي راډيو ته وویل چې له بیو راضي وه.
" ما یو د لارجوردو یم سیټ او یوه جوړه ګنډي افغانۍ کالي واخیستل، بیې یې هم ډېرې ښې وي، تخفیف په کې وو زه ترې ډېر راضي یم. "
په هرات کې د لویدیځ زون د کورنیو تولیداتو د صاردونکو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ د اختر په مناسبت په دې نندارتون کې شرکتونو په ۱۳۰ غرفو کې خپل تولدي توکي خرڅلاو ته وړاندې کړي وو.
د هرات په دې نندارتون کې د نارینه وو برخې ته د ښځو د ننوتلو د مخنیوي په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت په تېرې نږدې درې نیمو کلونو کې په افغانستان کې پر ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.
له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بندي دي، دغه راز ورزشي لوبغالو ته د دوی په ورتګ بندیز لګول شوی، او عمومي پارکونو او ان ښځینه حمامونو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.