د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

د مرستو د بندیدو له کبله په یو شمیر ولایتونو کې ۲۶روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي


د افغانستان د روغتیايي سکتور پر وړاندې د مخ پر زياتېدونکو ننګونو او د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په دوام، د روغتيا نړيوال سازمان" ډبليو اچ او"  او "نړیوال روغتیايي کلستر" وايي په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې ۲۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

دې سازمانونو د پنجشنبې په ورځ" د مارچ ۱۳مه" په یوه ګډ راپور کې ویلي چې دا مرکزونه د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې تړل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د خپلې دوهمې دورې د ولسمشرۍ له پیل سره سم، د امریکا بهرنۍ مرستې د څېړل کېدو په موخه وځنډولې ځکه د ده په وینا، دې مرستو په ډېريو مواردو کې د امریکا له ارزښتونو او ملي ګټو سره سمون نه درلود.

دا روغتیايي مرکزونه د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې تړل شوي دي
د روغتیا نړیوال سازمان

په دې راپور کې، چې د ریلیف ویب‌سایټ خپور کړی او د روانې میاشتې د مارچ له څلورمې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې مودې ته یې پوښښ ورکړی دی راغلي، په افغانستان کې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د تړل شویو روغتیایي مرکزونو یا هغه چې فعالیتونه یې ځنډول شوي شمېر، ۱۹۱ ته رسېدلی دی.

."ډبليو اچ او" او "نړیوال روغتیايي کلستر" وايي چې په دې سره ۱.۷ میلیون کسان، په ځانګړي ډول زیانګالي، له مهمو روغتیايي خدماتو بې‌برخې کړي دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې دولتي روغتیايي مرکزونه نه یوازې دا چې تړل شوي، بلکې هغه چې لا هم فعال دي، سم خدمتونه نشي وړاندې کولی.

ثناءالله، چې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د جمعې په ورځ يې ازادي راډيو ته وویل:

"مور مې ناروغه وه، شکر ه یې لوړ و. هر دولتي کلینیک ته چې ورغلو، پیچکاري یې ورته ونه وکړه، فشار یې هم چک نه کړ. ان یوه کلینیک ته یې دننه نه پرېښودو، راته یې وویل چې نه ډاکټر شته، نه نرس. مجبوره شوم چې شخصي روغتون ته یې بوزم."

انیسه فضل، چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وايي،

"په ننګرهار کې کلینیکونه بند شوي، ځکه چې ځینې مؤسسې تړل شوي. که روغتونونه هم همداسې وتړل شي، نو افغانان به له ډېرو ستونزو سره مخ شي. موږ او عام خلک اکثره وخت له دې مرکزونو درمل اخلو، ځکه چې اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی."

په ننګرهار کې کلینیکونه بند شوي ځکه چې ځینې مؤسسې تړل شوي که روغتونونه هم همداسې وتړل شي، نو افغانان به له ډېرو ستونزو سره مخ شي
انیسه فضل د ننګرهار اوسیدنکی

د "ډبليو اچ او" او "نړیوال روغتیايي کلستر" د راپور له مخې، د افغانستان ختیځې سيمې تر ټولو ډېرې زيانمنې شوي چیرې چې ۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مارچ په ۶مه، يادو سازمانونو راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا د مرستو د بشپړ بندېدو له امله، په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د دغو سازمانونو د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د ۲۵مې او د مارچ د ۳مې د خپرو شویو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله، نږدې ۵۱۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې څلور میلیون کسان یې اغېزمن کړي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، نظر واخلو، خو هغه د آزادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

روغتیايي خدماتو ته د عامو خلکو د نه لاسرسي او د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو اندېښنې په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دي، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۱۴.۳ میلیون افغانان بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري، خو یوازې ۹.۳ میلیون کسان به لازمي مرستې ترلاسه کړي.

دغه شان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې د افغانستان د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، او له ۴۰۰ ولسوالیو څخه، یوازې په ۹۳ ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه موجود دي.

XS
SM
MD
LG